دا ځکه چې د شرعي علم زده کړه يو لوې عبادت او بندګې ده او د ناپوهې تیاري له مینځه وړل واجب دي او د الله پاک په دین کې پوهاوي تر لاسه کول هغه عمل دی چې الله پاک ورباندي راضي کيږي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويناده: (طلب العلم فريضة على كل مسلم). أخرجه الإمام أحمد. ژباړه: د علم او زده کړې طلب کول په هر مسلمان باندي فض دي. همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: (من يرد الله به خيرًا يفقهه في الدين). أخرجه مسلم. ژباړه: چا ته چې الله پاک د خیرا اراده اوکړي نو په دين کې ورته پوهاوي په برخه کړي. او ډیر زر ده چې ته به د تاء علمي او ښونیز ميز کې د علم د زدکړې يوه آسانه او پرمخ تللې زړه راښمونکې تجر به ولري او ډير هغه شرعي علوم به تر لاسه کړي چې ستا دنیا او اخرت ورباندي ګټور شي.