عبادت
په دې بخش کې د عباداتو بنیادي جوړښت او د عباداتو بشپړ احکام د قرآن کريم اونبوي سنت سره تړل، او په دې بخش کې د عبادتو او د هغې د هغه احکامو چې انسان د هغې په ترسره کولو مکلف دي د هغې فقهي او بښپړه پوهه کله څنګه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه نقل شوي ده د هغې بیان.
فرعي ځايونه
طهارت ( پاکوالی )
هر کله چې د لمونځ کونکي لمونځ تر هغه وخت پورې نه قبليږي تر څو چې د وس او توان مطابق خپل ځان د بي اودسۍ او نجاست ( پليتۍ ) نه پاک نه کړي، د طهارت او پاکوالي لپاره به استعمال د اوبو يا هغه څه چې د ابو په ځاې قايم مقام وي کولی شي لکه د اوبو د نشتوالي په صورت کې تیمم وهل: د همدي وجې نه فقهاء په خپلو کتابونو کې شروع د کتاب الطهارت نه کوي ځکه چې د اسلام په ارکانو کې د توحيد د کلمې نه بعد لمړي مقام د لمانځه دی ، او د لمانځه لپاره طهارت او پاکوالی شرط دی ځکه چې پاکوالی د لمانځه مفتاح ( چابي ) ده
لمونځ
لمونځ د اسلام مبارک دين ستن او په ټولو عبادتونو کې ډير اړين او مهم دي چې زدکړه يې بايد وشي، او د اسلام مبارک دين په بنیادي خبرو او ارکانو د توحید د کلمې به بعد دويم رکن او بنیاد دی او د لمانځه د ادا کلو نه پرته د بنده اسلام نه صحیح کيږي.
زکات ورکول.
زکات د اسلام مبارک دين په ارکانو کې زکات ورکول دریم رکن او بنیاد دی، الله پاک ددي لپاره فرض کړی دی تر څو زکات ورکونکی او اخستونکی پاک شي، اګر که په ښکاره زکات ورکولو سره په مال کې کمی راځي مګر په دي سره په مال کې برکت راځي او همدغه شان په زکات سره د مؤمن په زړه کې ایمان زیاتيږي.
روژ نیول.
د اسلام په مبارک دين کې روژه نيول څلورم بنیادي رکن دی، روژه نیول لوې عبادت دی، الله پاک په مسلمانانو باندي فرض کړې ده او همدغه شان په مخکنو خلکو باندي هم روژه فرض وه د روژې لویه فائده تقوی ته رسیدل دي او تقوی بیا د هر خير بنیاد دی.
حج
حج پینځم رکن دی ، د اسلام د ارکانو څخه،او په مسلمان بالغ او قدرت لرونکي باندې یو ځل په عمر کې واجب دی
مرګ او جنازه
مرګ اخیري مرحله نده،بلکې دا د اخرت د زندګۍ ابتدا ده،اسلام د انسان د پیدایش نه تر مرګ پورې د هغې د حقوقو خیال ساتلی،چې د مړې حقوق او د هغه د کورنۍ حقوق باید مراعات شي.