زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل:

د اسلام مبارک دين بشپړ او کامل دين دی او د سوکاله ژوند چې بنیاد يې د الله پاک په تعلق سره ښائسته وي او لوړ لوړ هدفونه او موخي ولري د خیر او حکمت نه ډک وي، د انسان لپاره د ژوند تيرولو يوه بشپړ او پوره نظام او قانون وړاندي کړي، همدغه شان په هر وخت او موسم کې د مؤمن مسلمان لپاره عبادت او د الله پاک بندګي شتون لري چې دې لوړ هدفونه ته يې متوجه کړي، د ژمې موسم هم يو داسي موسم او وخت دی چې په بیلابیلو اړخونو کې بیلابیل احکم او مسائل لري، د طهارت نه تر لمانځه، لباس، باران، و غیره پورط بیلابیل مسائل او احکام لري، چې مونږ به يې د الله پاک په حکم سره په دې فصل کې د هغې نه يو څه برخه ذکر کړ. 

درسونه

د ژمې او طهارت احکام او مسائل:
په ژمې کې د لمانځه او روژې ځينې احکام او مسائل.
عام مسائل او احکام چې د ژمي سره تړاو لري.