د ژمي موسم اړوند احکام او مسائل: دا مهال برخه
درس په ژمې کې د لمانځه او روژې ځينې احکام او مسائل.
د ژمي په سخته يخنۍ کې یه کتلی شي چې خلک لمانځه ته راتللی شي او که نه، که خلک لمانځه ته راتللی شو، نو اذان به په خپل حالت باقي پاتي وي.
خلک د ژمي په موسم کې د ځان ګرمولو په خاطر اورونه بلوي ترڅو خپل ځانونه ګرم کړي، کله کله د اور د قبلې مخامخ وي، غوره خو داده چې اور بايد د قبلې په لور نه وي تر څو مجوسیانو سره مشابهت او یو شان والی رانشي، بل دا چې په اور ليدلو سره لمونځ کونکی په خپل لمانځه کې بي پرواه کيږي، خو که ډير سخت اړتیا وي تر څو ځان ګرم کړي او د ځاې بدلون نه کيږي نو بیا باک نلري.
-
دوه لمونځونه په يو ځاې جمع کول:
هغه عذرونه چې دوه لمونځونه په يوځاې جمع کولو لپاره د جواز سبب ګرځي او د ژمي په موسم کې د هغې شتون ډير وي ځېنې د هغې يوباران دی ځېنې عالمان بیا د باران سره سخته یخه سیلۍ هوا او واورې کو څه چې لارې بندوي هم يوځاې کړي دي، همدغه شان هغه خټې چې لارې بندوي هم يو عذر دی.
-
هغه څوک چې په جماعت سره لمونځ نه کوي لکه هغه ښځه چې مهواري د حیض مریضه وي يا بل مریض وي يا هغه څوک چې په جماعت سره د لمونځ کولو پابند نه وي نو هغوې بايد هم دوه لمونځونه په يوځاې جمع نه کړي ځکه چې لمونځ په خپل وخت کې ادا کول فرض دي او دوې اړتیا نلري چې دوه لمونځونه يوځاې ادا کړي، همدغه شان چې کله عذر پاې ته ورسيږي مخکې له دينه چې دوهم لمونځ هم وکړي نو بايد هغه دوهم لمونځ په خپل وخت ادا کړي.
د دوه لمونځونو په يو ځاې جمع کولو کې يواځې يو اذان بسنه کوي خو د هر لمانځه لپاره به اقامت کوي، او د لمانځه نه بعد به سنت او اذکار وکړي.
په ځېنې مسجدونو کې د دوه لمونځونو په يوځاې ادا کولو په سر اختلاف جوړيږي، مګر اصل داده چې ددي شرعي حمکم مسؤل او زموار د مسجد امام دی هغه بايد په دې هکله بشپړ کوشش وکړي او د نورو پوهانو سره بايد مشوره وکړي ترڅو د دې شرعي حکم په هکله بشپړ معلومات را ټول کړي او پوهه تر لاسه کړي، او د مسجد کډونوال بايد د اختلاف او شور شرابې نه ډډه وکړي.
په ځېنې ديني اثارو کې راغلي دي چې د ژمي موسم د مؤمن مسلمان لپاره د سپرلي پشان د خير موسم دی، دا ځکه چې د ژمي پّ موسم کې شپه اوږده وي نو تهجد وکړي او ورځ يې لڼډه وي نو روژه ونیسي، او د ژمي موسم ته سپرلی ځکه ویل شوی دی چې مؤمن مسلمان د عبادت په باغيچو کې سیال او خوشحالي کوي، ځکه چې کولی شي د ژمي په موسم کې پرته د څه ډير تکلیف او زیار نه ډيري روژې و نیسي، او همدغه شان مؤمن مسلمان د ژمي په موسم کې کولی شي چې پرته د څه ډیر کلیف او زیار نه د شپې تهجد لمونځ وکړي ځکه چې شپي اوږدې وي نو خوب يې هم پوره کيږي او د شپي تهجد هم کولی شي.
په ځېني ډيني اثارو کې راغلي دي: چې په ژمي کې روژه نيول هغه غنیمت دی چې پ ه ډير آسانه لاس ته راځي، عمر رضي الله عنه به ويل: چې د ژمي موسم د نیکانو عابدانو لپاره غنیمت دی.