زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

هغه څه چې يو مسلمان ته يې ناپوهې جواز نلري

اسلامي شریعت د عامو مسلمانانو لپاره يو شمیر احکام ددي لپاره مشروع کړي دي چې مسلمانان يې زده کړي او عمل ورباندي اوکړي او دا ټول شرعي احکام او مساېل آسان دي ځکه چې د اسلامي شریعت بنیاد په آساني باندي مبني دی تر څو ګټې تر لاسه او د زیان مخه اونیسي، دا ځکه چې ددي احکامو مصدر د الله پاک ذات دی او هغه چايې بیان کړی کوم چې ډير فصیحه او بیلغه دی او د امت ډير خیر خواه دی د الله پاک پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم. په دې بخش کې يو شمیر غوره شوي درسونه چې مسلمان لپاره يې زده کړه ډيره اړینه ده تر څو يې زدخه کړي او عمل ورباندي اوکړي.

راتلونکی درس

د قضا حاجت او استنجا آداب:

اسلامي شريعت هيڅ یو داسي څه پريښي نه دي چې مسلمان ورسره مخامخ کيږي مګر د هغې آداب او احکام يې په بشپړه توګه بیان کړي او د هغې لار ښونه يې کړي ده، په دې درسي فصل کې د قضا حاجت او د استنجا آداب او احکام او د طهارت ډولونه بیانيږي.

درسونه