زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

لمونځ دا مهال برخه

درس د لمانځه واجبات:

په دې فصل کې به مونږ د لمانځه ارکان، واجبات، مکروهات، او هغه شیان چې لمونځ باطلوي وپيژنو.

  • د لمانځه ارکان پيژندل.
  • د لمانځه واجبات پيژندل.
  • د لمانځه مبطلات ( هغه شیان چې لمونځ باطلوي ) پيژندل.
  • د سجدې سهوي مسائل پيژندل.
  • د لمانځه مکروه شان پيژندل.

د لمانځه ارکان.

د لمانځه هغه بنيادي کارونه چې د هغې په قصدا پريښودلو لمونځ باطليږي او که سهوا پاتي شي نوخامخا به يې بیرته ادا کوي او سجده د سهوي به هم کوي که داسي ونه کړی شي نو لمونځ باطليږي. ديته د لمانځه ارکان وايې.

د لمانځه ارکان

١
د لمانځه د پيل تکبیر
٢
لمونځ په ولاړه کول چې طاقت يې وي.
٣
د سورت فاتحې لوستل.
٤
رکوع کول
٥
د رکوع نه پورته کيدل او نیغ ودریدل چې طاقت يې وي.
٦
سجده کول
٧
د دوو سجدو په مینځ کې کيناستل
٨
اخرنۍ قعده کول او په هغې تشهد ويل
٩
ښه په اطمئنان سره لمونځ کول
١٠
سلام ګرځول
١١
په ترتیب د لمانځه ارکان ادا کول.

د لمانځه واجبات

دا د لمانځه هغه واجب کارونه دي چې په قصد سره پريښودل يې لمونځ باطلوي او که په هيره سره پاتي شي نو لمونځ به پوره کړي او په سجده د سهوي سره به يې جبران و کړي.

د لمانځه واجبات

١
د لمانځه د پيل تکبیر نه بعد نور ټول تکبیرونه.
٢
د (سبحان ربي العظيم) و يل.
٣
د ځانله لمونځ کوني او امام لپاره د (سمع الله لمن حمده) ویل.
٤
د (ربنا ولك الحمد) ويل.
٥
په سجده کې (سبحان ربي الأعلى) ویل
٦
د دوو سجدو په مینځ کې (رب اغفر لي) ویل.
٧
لمړۍ قعده او په هغې کې تشهد ويل.

کله چې دا واجبات د چا نه هیر شي نو جبران يې د سهوي په سجدې سره کيږي.

د لمانځه سنت کارونه

د لمانځه سنت هغه دي چې نه د لمانځه ارکان دي او نه د لمانځه واجبات دي بلکه هغه سنت اقوال او افعال دي چې د لمانځه تکمیل کوي رعایت کول ي پکار دي مګر پريښودل يې لمونځ نه باطلوي.

په لمانځه کې د سهو سجده

د سهو دوه سجدې دي چې د لمانځه خلل او کمي جبرانه وي.

د سهو سجده کله مشروع ده؟

١
کله چې لمونځ کونکی په هیره سره يا خطا سره په لمانځه کې رکوع زیاتي وکړي يا قیام زیات کړي يا ناسته زیاته کړي نو د سهو سجده به وکړي.
٢
کله چې لمونځ کونکی د لمانځه په ارکانو يو رکن ترک کړي نو هغه رکن به بیرته ادا کړي او په اخره کې به د سهو سجده وکړي.
٣
کله چې لمونځ کونکی د لمانځه په واجباتو يو واجب په هیره سره ترک کړي نو د سهو سجده به وکړي.
٤
کله چې د لمونځ کونکي د لمانځه په رکعتونو کې شک شي نو په څه چې يې یقین وي هغه به اختیار کړي او سجده د سهوي به وکړي.

د سهو د سجدې طریقه

د سهو سجده په دوه طریقو سره کيږي:

١
د سلام ګرځولو نه مخکي به دوه سجدې وکړي بیا به سلام وګرځوي.
٢
کله چې لمونځ کونکی سلام وګرځوي نو د سهو سجده به وکړي او بیا به سلام وګرځوي.

د لمانځه فاسدونکي شیان:

دا هغه څه دي چې لمونځ باطلوي بیرته به يې اعاده کوي.

د لمانځه فاسدونکي شیان:

١
کله چې لمونځ کونکی قادره وي او قصدا د لمانځه يو رکن يا شرط پريږدي.
٢
قصدا د لمانځه واجبات پريښودل.
٣
قصدا په لمانځه کې خبرې کول.
٤
په لمانځه کې په زوره خندا کول.
٥
په لمانځه کې ډير حرکتونه کول.

د لمانځه مکروهات

دا هغه څه دي چې د لمانځه اجر او ثواب کموي او د لمانځه شان کموي.

په لمانځه کې کاږه کتل:

ځکه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه په لمانځه کې د کږو کتلو په کله پوښتنه وشوه نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: دا د شېطان تښتول دي چې د بنده د لمانځه نه تښتول کوي. (البخاري 751).

په لمانځه کې په مخ لاسونو وغیره باندي لوبي کول او په هغې کې ګوتي وهل.

په تشو باندي باندي لاسونه کيښودل او د ګوتو نه ټقي ويستل

چې لمونځ کونکی لمونځ شروع کړي او زړه يې په بل څه مشغوله وي.

چې لمونځ کونکي ته قضا حاجت ورغلی وي، يا يې خوراک کولو ته شوق شوی وي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: د خوراک په شتون کې او د قضا حاجت په وخت لمونځ نشته. (مسلم560).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه