د اسلام مبارک دين د ژوندانه هر اړخ ته شامل دی په هغې کې عبادت، راکړه ورکړه، چلند هر څه شتون لري او بندګانو اړتیا لري چې دا ټول احکام زده او عملي کړي تر څو د ددوي عملونه د الله پاک د خوښۍ سبب اوګرځي، د قرآن کريم عظیم کتاب د معاملاتو راکړې ورکړې او لوظو نو په تړاو خورا ډيرې دقیقې لارښونې کړي دي، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت ته ټول هغه څه بیان کړي چې دوي هغې ته اړتیا لري د پير او پلور مسايل او احکام وغیره چې په دې بخش کې د هغې يوه برخه پيژنو.