زکات ورکول. دا مهال برخه
درس هغه مالونه په کومو کې چې زکات ورکول واجب دي.
هغه مالونه چې زکات پکښ شته؟
هغه سامان چې مسلمان يې د ځان لپاره استعمالوي زکات پکښ نشته،لکه کور هر څومره چې قیمتيي و،یا ګاړی،چې استعمالوي وي،هر څومره چې قیمتي و،دغه شان لباس،او د خوراک،څښاک سامان
الله په هغه ټولو مالونو کې زکات فرض کړی چې هغې کې اضافه واقع کیږي.
پدې دواړو کې زکات ندی فرض،کله چې نصاب ته ورسیږي،او یو کال پرې تیر شي چې ۳۵۴ ورځې دي.
د سرو او سپینو د زکات نصاب په لاندې ډول دی:
-
۲.مالونه نقدې پیسې مختلف انواع،برابره ده که په لاس کې یې وي،او که په بنک کې.
کله چې د یو مسلمان سره د ۸۵ ګرامه مطابق پیسې وي،یعني د سرو زرو یا ددې نه ډيرې او پدې باندې یو کال تیر شو،نو ۲.۵ یعني په څلویښت روپو کې یوه روپۍ زکات دی
د مال د زکات د نصاب مثال
که مونږ فرض کړو چې د زکات د وجوب په وخت یو ګرام سره زر د ۲۵ ډالرو قیمت لري،نو د زکات نصاب به دارنګه وي،۲۵ له به په ۸۵ کې ضرب ورکړو نو ۲۱۲۵ ډالر جوړیږي.
ددې نه مراد هغه شیان چې د تجارت لپاره تیار دي،لکه ځمکه،ابادي،بلډنګ،یا غذایي مالونه.
د تجارت د سامان څخه د زکات ایستلو طریقه
یو کس به خپل د تجارت مال حسابوي،کله چې پرې کال تیر شو،او پدغه ورځ چې بازار کې کوم ریټ و، د هغې مطابق به زکات وباسي،که مال یې نصاب ته رسیدلی و،چې د لسو څلورمه حصه به وباسي،یعني ۲.۵
الله فرمايي::(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَنْفِقُوا مِنْ طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ وَمِمَّا أَخْرَجْنَا لَكُمْ مِنَ الْأَرْض) (البقرة: 267).ای مومنانو د هغه پاکو مالونو څخه زکات ورکړئ،چې تاسو د ځان لپاره ګټلي دي،او هغه چې مونږ د ځمکې څخه راویستلي دي.
په ټولو کرلی شوې شیانو کې زکات نشته بلکې په بعضو کې دی،پدې شرط چې نصاب ته ورسیږي.
او کوم فصلونه چې د باران په اوبو اوبه کولی شي،یا د نهر په اوبو او یا په خپله خرچه باندې
په میوو او دانو کې د زکات د وجوب شروط
۱.چې د ځمکې څخه راوتلی فصل به نصاب ته رسیدلی وي
نبي صلی الله علیه وسلم یو مقدار معین کړی،چې زکات پکښ واجب دی،نو ددې نه په کم کې زکات نشه،او هغه پینځه وسقه دي،هغه فرمايي:د پینځه وسقه کهجهور نه په کم کې زکات نشته،که وریژي وي،یا غنم وغیره،د کیلو په حسان سره د ۵۸۰ نه تر ۶۰۰ کیلو پورې نصاب دی
۲. کرل شوي شیان به د هغه صنفونو څخه وي چې زکات پرې واجب دی.
او زکات په هغه شیانو کې فرض دی چې ذخیره کول یې ممکن وي،لکه غنم،وربشي،مییز،کهجورې،وریژي،نو په میوو او سبزیانو کې زکات نشته ځکه دډې ذخیره کول ممکن ندي،لکه هندوانه،انارو وغیره.
۳.شرط دادی چې فصل به کټ کړي.
په میوه او غنمو وغیره کې زکات هله واجب دی چې کټ کړی شي،او پدې کې د کال تیریدل شرط ندی،لهذا که یو فصل په کال کې دوه مرتبه کټ کيږي،نو زکات دوه مرتبه فرض دی،او که زکات یې ورکړي،او بیا یې خزانه کړي،د کلونو لپاره نو د کلونو په تیریدو پکښ زکات نشته.
ددې نه مراد هغه حیوانات دي چې انسان ترې فایده اخلي،لکه اوښان،غواګانې،او بیزې او ګډان
الله تعالی ددې حیواناتو په پیدا کولو سره په انسان باندې احسان کړی،چې دوۍ يې غوښه اوخورې،او د هغې د وړۍ څخه لباس جوړ کړي،دوۍ پرې سفر وکړي،او د یو ملک نه بل ملک ته سامان یوسي،الله فرمايي: (وَالْأَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِيهَا دِفْءٌ وَمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَأْكُلُونَ • وَلَكُمْ فِيهَا جَمَالٌ حِينَ تُرِيحُونَ وَحِينَ تَسْرَحُونَ • وَتَحْمِلُ أَثْقَالَكُمْ إِلَى بَلَدٍ لَمْ تَكُونُوا بَالِغِيهِ إِلَّا بِشِقِّ الْأَنْفُسِ إِنَّ رَبَّكُمْ لَرَءُوفٌ رَحِيمٌ) (النحل: 5-7).او حیوانات الله ستاسو د فایدې لپاره پیدا کړي،پدې کې ستاسو لپاره د ګرمایش سامان دی،او نورې فایدې،او ددې څخه خوراک کوۍ،او پدې کې ستاسو لپاره جمال دی،کله چې د مایګر وخت کې یې کور ته راولۍ،او د سحر په وخت کې یې د کور څخه اوباسۍ،او دا ستاسو سامان هغه ځاي ته وړي،چې تاسو هلته پیدل په مشقت سره رسیدلۍ،بیشکه ستاسو رب محبت کوونکی او رحم کوونکی دی