زکات ورکول. دا مهال برخه
درس د زکات حقیقت او مقصد:
د اسلام دریم رکن دی،او دا مالي حق دی چې الله په مالدارو فرض کړی،چې فقیرانو ته یې ورکړي،یا نورو مستحقینو ته ،دې لپاره چې د هغوۍ حاجت ختم شي
۱. انساني فطرت دی چې د مال سره محبت کوي،لهذا انسان د مال ډیر حریص دی،نو شریعت زکات فرض کړی، چې نفس د بخل څخه پاک کړی شي،او ددنیا د محبت علاج وکړی شي،الله فرمايي: (خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا) (التوبة: 103).ددوۍ د مال څخه زکات واخله چې پّه هغې سره ددوۍ صفايي وکړی شي
۲.د زکات په ادا کولو سره الفت او محبت پیدا کیږي،ځکه د انسان فطرت کې ده چې څوک ورسره احسان وکړي، د هغه سره یې مینه پیدا شي،او پدې سره په معاشره کې د مسلمانانو مابین کې محبت راځي نو د یو مضبوط دیوال پشان د یو بل سره نژدې ولاړ وي،او د غلا وغیره حوادث پدې سره کمیږي.
۳. په زکات ورکولو سره انسان د خپلې عاجزۍ او بندګۍ اظهار کوي،چې زه الله ته تابعدار یم،نو کله چې مالدار سړی مال ورکړي،د شریعت د حکم تطبیق وکړي،او د الله شکر ادا کړي، پدې نعمت باندې،او الله به ورته ضرور ددې شکر بدله ورکړي هغه فرمايي:(لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ) (إبراهيم: 7).که تاسو شکر وکړۍ،نو زه به ستاسو لپاره په هر شي کې زیادت وکړم.
۳.پډې سره اجتماعي توازن او د معاشرې د افرادو مابین کې مساوات راځي،ځکه د یو کس سره مال نه پاتې کیږي،چې بل ترې محروم وي،همدا وجه ده چې الله فرمايي:: (كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاءِ مِنْكُمْ) (الحشر: 7).دې لپاره چې دا مال صرف د مالدارو په لاس کې پاتې نشي.
اسلام د زکات مصارف بیان کړي،او د مسلمان لپاره جایز ده چې پدې کې يې یو صنف ته ورکړي،یا د یو نه ډیر ته ،یا یوې موسسې ته کومه چې مال پّ مستحقینو باندې تقسیموي،او بهتره ده چې پخپل ملک کې یې تقسیم کړي
د زکات مستحقین
الله فرمايي: (إنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللهِ وَابْنِ السَّبِيلِ) (التوبة : 60 ). بیشکه زکاتونه د فقیرانو،مسکینانو،د زکات راجمع کوونکو،د کفارو،او غلام ازادولو،او قرضدارو،جهاد،او د مسافر لپاره دی
اختر مستوى الشرح المناسب لك
يحتوي الدرس الآن على طبقات اختيارية تساعدك على المراجعة السريعة أو التعمق دون مغادرة الدرس.
- الملخص: نظرة سريعة في نحو دقيقة.
- الأساسي: محتوى الدرس الأصلي وهو المسار المعتمد للتقدم.
- المتعمق: تفاصيل إضافية اختيارية عند توفرها.
تقدمك وإكمال الدرس يعتمدان دائما على صفحات المستوى الأساسي.