د اسلام مبارک دین کورنۍ ته ډيره پاملرنه کړې ده او ډير لوړ مقام او مرتبه يې ورکړي دي اسلامي شریعت بندګانو ته لار ښونه کوي تر څو خپل دنیاوي او اخروي ژوند هوسا کړي او ديوې ټولنې اصلاح د کونرنیو د اصلاح پرته نا شونې ده، په همدې خاطر د اسلام مبارک دين د کورنې بشپړ احکام، آداب، او نطام بیان کړی دی تر څو په ښه بنیاد يوه کورنۍ مینځ ته راشي او ټولنه ترينه جوړه شي نو په همدې خاطر اسلامي شریعت د کورنې نظام او په کورنۍ کې د هر وکړي دنده او حق بیان کړی دی.