زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه

درس د واده آداب

د درس په دې برخه کې د واده ځېنې آداب پيژنو.

  • د واده زلمی او ناوي بايد د واده په آدابو ځان پوهه او سنبال کړي.
  • د واده ځېنې هغه اړین آداب کومو ته چې د اسلام مبارک دين لارښونه کړې ده. 

د واده په تړاو ځېنې شرعي احکام د نکاح د تړون څخه مخکي او ځېنې بیا د نکاح د تړون په مهال او ځېنې د نکاح د تړون څخه روسته دي، د واده په تړاو د اسلام مبارک دين ټول آدابه په دې خاطر بیان کړي دي چې ښځه او خاوند د الله پاک لخوانه اجر او ثواب تر لاسه کړي او په ښه جوړښت سره خپل ګډ ژوندون پيل کړي.

۱. ښه نیت.

د اسلام په مبارک دين کې د نیت ډير لوې مقام او مرتبه ده په تړاو يې دا مشهور حدیث دی: «إنما الأعمال بالنيات، وإنما لكل امرئ ما نوى» (البخاري 1، ومسلم 1907). ژباړه: د ټولو علمونو دار ومدار په نیت باندي دی، او د هر يو چا لپاره هغه څه دي چې د هغې نيت يې کړی وي.(البخاري 1، ومسلم 1907). نو د ښځې او سړي لپاره بايد دي چې په نکاح کولو کې ښه نیت اوکړي بلکه د پوهې غوښتنه داده چې ښځه او سړي په نکاح کې ډير ښه نیتونه اوکړي تر څو د الله پاک لخوا نه اجر او ثواب تر لاسه کړي، په نکاح کې د ښو نیتو نو له جملې څخه دا هم ده چې ښځه او خاوند په نکاح کولو سره د الله پاک د قدرت نښه ښکاره کړي او د الله پاک حکم پرځاې کړي او همدغه شان په ښځه او خاوند بايد په نکاح کولو کې دا نیت هم اوکړي چې الله پاک ورته نیک بچي ورکړي چې هغوې د الله پاک بندګي اوکړي همدغه شان په نکاح کولو سره خپل ځانونه د ګناه څخه پاک او له فتنو څخه يې وژغوري.

۲. د واده په شپه نبوي سنتو او آدابو ته پاملرنه کول.

١
د واده په شپه د خپلې ناوي سره نرم چلند کول.
٢
د خپلې ناوي په تندې باندي لاس کيښودل او دا دعا لوستل: "اللَّهمَّ إنِّي أسألُك مِن خيرِها وخيرِ ما جُبِلَتْ عليهِ وأعوذُ بِك من شرِّها وشرِّ ما جُبِلَتْ عليهِ" (ابن ماجه 1918). ژباړه: ای پروردګاره زه ستانه ددي ښځې د خیر غوښتنه کوم او په تا پورې ددي ښځې د شر نه پناه غواړم. (ابن ماجه 1918).
٣
د خپلې ناوي سره يو ځاې دوه رکعته نفلي لمونځ کول لکه څرنګه چې ددي کار سپارښتنه ځېنې صحابه کرامو کړې ده.
٤
د کوروالي نه مخکي د کور والي دعا غوښتل او هغه دعا داده: «بسم الله، اللهم جنبنا الشيطان وجنب الشيطان ما رزقتنا» (البخاري 3271، ومسلم 1434). ژباړه: د الله پاک په مدد، اي پروردګاره مونږ او زمونږ د بچي د شیطان څخه وژغورئ. (البخاري 3271، ومسلم 1434) دا دعا ښځه هم ويلې دي شي.
٥
د کور والي په وخت د حرامو څخه ډه ډه کول لکه په سړي باندي حرام دي چې خپلې ښځې ته د شاه په ځاې او يا د حیض په وخت راتګ اوکړي.
٦
کله چې يو سړي د خپلې ښځې سره کور والی اوکړي او بیا غواړي چې کور والی اوکړي نو اودس کول ورله غوره او مسنون دي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: «إذا أتى أحدكم أهله، ثم أراد أن يعود، فليتوضأ» (مسلم 308). ژباړه: کله چې تاسې خپل کور واله ته راتګ اوکړي او بیا غواړي چې بیا راتګ اوکړي نو اودس دې اوکړي. (مسلم 308).
٧
ښځه او خاوند بايد خپل رازونه بل چاته بیان نه کړي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: «إن من أشر الناس عند الله منزلة يوم القيامة، الرجل يفضي إلى امرأته، وتفضي إليه، ثم ينشر سرها» (مسلم 1437). ژباړه: د الله پاک په نیز د قیامت په ورځ تر ټولو بد هغه څوک دی چې خپلې ښځې ته راتګ اوکړي او بیا د هغې رازونه نرو خلکو ته بیانوي.(مسلم 1437).

۳. د نکاح ولیمه ورکول.

د نکاح ولیمه ورکول سنت مؤکده دي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنه ته ويلې و کله چې هغه واده کړی و، «أَوْلِم ولو بشاة» (البخاري 2048، ومسلم 1427). ژباړه: ولیمه ورکړه اګر که يو کډ وي.

ځېنې هغه کارونه چې ولیمه کې بايد هغې ته پاملرنه اوشي.

١
په ولیمه کې بايد يواځې مالداره خلکو ته بلنه ورنه کړی شي بلکه فقیران او بي وزله خلکو ته هم بلنه ورکړی شي، د نبي کرم صلی الله علیه وسلم وينا ده: «شر الطعام طعام الوليمة، يدعى لها الأغنياء ويترك الفقراء» (البخاري 5177، ومسلم 1432). ژباړه: بد خوراک د د هغه ولېمې وي چې مالداره خلکو ته په کې بلنه ورکړل شي او بي وزله خلک هیر تیر کړی شي. (البخاري 5177، ومسلم 1432).
٢
ولیمه بايد په يو ګډ يا د وس او توان مطابق زیات وي خو اسراف په کې بايد او نه شي.
٣
ولیمه د غوښې نه پرته په نور خوراک هم جايز ده.

۴. په واده کې د ښځو ټنک ټکور.

د ښځو لپاره په واده کې چمبه وهل جواز لري خو د سړیو نه بیل او لرې وي او د ټنک ټکور سامان او نه کاره وي يواځې خپله خوشحالي ښکاره کړي.

۵. ژوند په ښه طریقه سره تیره ول.

د واده په آدابو کې دا هم ده چې ښځه او خاوند د يو بل سره په ښه طریقې سره ژوند اوکړي تر څو د خوشحالیو او نیک بختیو خاوندان شي د الله پاک وينا ده: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ} [النساء: 19]. ژباړه: او تاسې د هغوې سره ژوند اوکړي په ښه طریقې سره.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه