مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د ښځې او خاوند انتخاب لپاره بنیادي اصول.
د اسلام په مبارک دين کې د واده تړون ته ډير لوړ مقام او مرتبه ورکړل شوې ده او ددغه تړون لپاره يې لومړني ګامونه ورته ټاکلي دي تر څو د واده او نکاح په تړون کې دواړه خواوي ښځه او خاوند خپلو نیکو موخو ته ورسيږي او د همدغه تړون په مټ ډيرې ګټې تر لاسه کړي، خپله مسلمانه کورنۍ رامینځ ته کړي.
د کورنۍ په جوړښت کې دوه بنیادونه ښځه او خاوند دي، ځکه خو د اسلام مبارک دین ښځې او خاوند ته د ښو اړیکو او اخلاقو سپارښتنه کوي او د ښځې او خاوند تر مینځ مینه، محبت، او مهرباني د الله پاک پير زوينه ده په خپلو بندګانو بادي.
د الله پاک وينا ده: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ} [الروم: 21]. ژباړه: او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي.
ښه ښځه او ښه خاوند غوره کول.
ښه ښځه او ښه خاوند غوره کول: د ښه واده او ښه ژوند تیره ولو او ښې کورنۍ جوړښت لپاره لومړی ګام دی.
د ښځې او خاوند غوره کولو لپاره اړينې سپارښتنې
دينداري او ښه اخلاق په واده کولو کې د ښځې او سړي دواړو لپاره بنیاد دی بايد هر يو سړي او ښځه بايډ ديته ښه پاملرنه اوکړي ځکه چې په دیندارۍ او ښه اخلاقو سره د الله پاک په حکم ژوند ډير خوندور وي د دنیا او اخرت د نیک بختي سبب هم دی.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم د واده لپاره د ښې نیک صالحه ښځې وړاندوینه کړي ده هغه ويلې دي: "تنكح المرأة لأربع: لمالها، ولحَسَبها، وجمالها، ولدينها، فاظفر بذات الدين تَرِبَت يداك" (البخاري 5090، ومسلم 1466). ژباړه: د يوې ښځې سره نکاح او واده د څلورو لامیلونو له وجي نه کيږي: د مالداري، کورنۍ، ښاېست او دیندارۍ له وجي په دینداره ښځه خپل ځان کامیاب کړه که لاسونه به دې په خاورو ککړ شي. (البخاري 5090، ومسلم 1466). ځکه چې دینداره ښځه دد الله پاک نه ويريږي د خپل خاوند او د هغه مال حال او کور پاملرنه په هر وخت کې کوي که خاوند يې په کور وي او که نه وي.
او د خاوند په غوره کولو کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «إذا أتاكم من ترضون خلقه ودينه فزوجوه، إلا تفعلوا تكن فتنة في الأرض وفساد عريض» (ابن ماجه 1967). ژباړه: کله چې ستا په رشته پسې دینداره او د ښو اخلاقو خاوند راشي نو خپله لور خور ورته په نکاح ورکړي که داسي اونه کړي نو په زمکه کې به ډير پراخه فساد راشي. (ابن ماجه 1967) کله چې غواړي خپله لور خور يو اته په نکاح ورکړي نو دینداره سړي ته يې ورکړي دا ځکه چې که چیرته يې خوښه شوه نو عزت به يې اوکړي او که خوښه يې نه شوه نو ظلم خو به ورباندي نه کوي.
ذهني سکون او راحت:
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «الأرواح جنود مجنَّدة؛ فما تعارف منها ائتلف، وما تناكر منها اختلف» (البخاري 3336، ومسلم 2638). ژباړه: د انسانانو روحونه لښکري يو ځاې شوې دي هغوې چې يو بل پيژندلي دي نو د يو بل سره مينه کوي او هغه چې يو بل يې نه دي پيژندلي هغوې نو بیا اختلاف کوي. (البخاري 3336، ومسلم 2638). ددي حدیث نه په ډاګه کيږي چې ښځه او خاوند بايد د يو بل سره ذهني ورته والي ولري ددي لپاره چې خپلو کې يې د يو بل سره مینه پيدا شي او په ښه طریقې سره ژوندون اوکړي.
په همدې بنیاد نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغه چاته چې غوښتل يې د يوې ښځې ره نکاح اوکړي وویل: "انظرْ إليها فإِنَّه أحرى أنْ يؤْدَمَ بينكُما" (الترمذي 1087). ژباړه: هغه ښځې ته اوګوره په دې سره به ستاسې تر مینځ مینه پيدا شي، دا نظر چې څرنګه د سړي لپاره جوا زلري همدغه شان د ښځې لپاره هم جواز لري تر څو يو بل وويني او خپل ځان ډاډمن کړي.
وړتیا:
د وړتیا نه مراد هغه دادی چې د ښځې او خاوند ترمینځ بايد مادي او ټولنيز جوړښت شتون ولري ځېنې اهل علمو خو لا وړتیا په نکاح کولو کې شرط ګرځولی دی او ځېنې نورو اهل علمو بیا ويلې دي چې په نکاح کولو کې دينداري او ښه اخلاق معتبر دي، خو پټه دي نه وي چې د ښځې او خاوند ترمینځ د ټولنیز، علمي، مالي، توپير کيدی شي چې د دواړو ژوند کډ وډ کړي او خوند يې له مینځه يوسي.
په رضا خوښي يو بل لره قبلول:
د ښه انتخاب سر بیره په نکاح کولو کې دا خبره اړینه ده چې ښځه او خاوند به په خپله خوښۍ يو بل خوښ او قبول کړي په دي کې به د بل هیچا خبره نه منل کيږي اګر که ډير نيژدې خپلوان ولي نه وي.
د اسلام مبارک دین ښځې ته په بشپړ عدل او انصاف سره دا حق ورکړی دی چې د خپل ځان لپاره په خپله خوښه د خاوند انتخاب اوکړي نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «لا تُنكَح الأيِّم حتى تُستأمر، ولا تُنكح البكر حتى تُستأذَن» قالوا: يا رسول الله، وكيف إذنها؟ قال: «أن تسكت» (البخاري 5136، ومسلم 1419). ژباړه: د کونډې ښځه سره به نکاح د هغې په مشوره کيږي او جینې نه به په نکاح کولو کې اجازه اخستل کيږي، خلکو وویل: ای د الله پاک پيغمبره! جينې به څرنګه اجازه ورکوي؟ هغه وویل: د جينې اجازه داه چې چپ شي. (البخاري 5136، ومسلم 1419). همدغه شان د خنساء بنت خذام انصاریه چې کله د هغې پلار په وړوکوالي کې په نکاح ورکړی وه خو د هغې خوښه نه وه نبي کريم صلی الله علی وسلم خواته راغله تر څو خپله نکاح ماته کړي نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغوې نکاح ماته کړه. (البخاري 5138).