زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه

درس پيغمبر صلی الله علیه وسلم ډير ښه خاوند و.

د درس په دې برخه کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ښاېسته سیرت نه هغه اړخ کوم چې د هغه د کوراو د بي بیانو سره تړاو لري پيژنو.

  • د نبي کريم صلی الله علیه وسلم حالت په خپل کور کې.
  • د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په کور کې ځېنې  ښاېسته خویونه.
  • د خپلو بي بیانو سره ښه خويونو کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيروي کول.

د الله پاک په حکمتونو او رازونو کې يو زاز دادی چې خپل پيغمبران يې د انسانانو له جنس څخه غوره کړي وو، ددي لپاره چې ټول انسانان يې پيروي اوکړی شي او په ټولو انسانانو باندي د هغه دلیل قائم شي، د هر مسلمان د دنیا او آخرت خوشحالي، نیک بختي د الله پاک د کتاب او د هغه د پيغمبر د سنتو په پيروي او د هغه په تګ لاره مزل کولو کې رانغښتې ده، نو هر هغه څوک چې د دنیا او آخرت غواړي بايد د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت او تګلاره اوڅاري تر څو د هغه په لاره روان او کامیاب شي.

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ژوند طریقه د هغه په کور کې او د هغه د بي بيانو سره د ټولو خلکو لپاره يوه لوړه نمونه ده، هر يو خاوند چې غواړي خپل کورنې ته د خوشحالۍ ژوند راوړي بايد د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيروي اوکړي تر څو په دنیا کې ښه ژوند ولري او په آخرت کې جنت تر لاسه کړي، د الله پاک وينا ده: {لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا} [الأحزاب: 21]. ژباړه: یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي.

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم لوړ اخلاق د خپلو بي بیانو سره:

د عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «خيركم خيركم لأهله، وأنا خيركم لأهلي» (الترمذي 3895). ژباړه: په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې د خپل کور خلکو سره ښه وي او زه په تاسې کې د خپل کور خلکو سره ډير ښه یم. (الترمذي 3895). په دې مبارک حدیث کې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خپل امت سړو ته حکم کوي چې د خپلو کور خلکو سره بايد ښه چلند اوکړي، همدغه شان د هغه سړو ستاینه کوي کوم چې د خپل کور خلکو سره ښه چلند کوي او بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم دا بیان کوي چې د خپل کور خلکو سره په ښه چلند کې زه ستاسې لار ښود یم.

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پاملرنه د خپلو بي بيانو هوساینې ته.

د عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی هغه وايې: "رأيت النبي صلى الله عليه وسلم يسترني بردائه، وأنا أنظر إلى الحبشة يلعبون في المسجد، حتى أكون أنا التي أسأم، فاقدروا قدر الجارية الحديثة السن، الحريصة على اللهو" (البخاري 5236، ومسلم 892). ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم به زه په خپل څادر پټه کړې وم او ما به د حبشیانو لوبې چې هغوې به په مسجد کې لوپیدل کتلې تر دې چې زه به ستړي شوم تاسې اټکل اوکړي چې يوه وړه جینې چې د لوبو شوق هم لري د لوبې څومره ننداره کوي.(البخاري 5236، ومسلم 892). د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د لار ښونې څخه دا په ډاکه کيږي چې خاوند بايد ډيز ځيرک وي او د خپلې ښځې خواهشاتو او هوساينې ته بايد پاملرنه اوکړي.

بیله شکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سړي لوبې د خپلې ښځې سره جائز ګرځولې دي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: "كل شيء يلهو به ابن آدم فهو باطل، إلا ثلاثاً: رميَه عن قوسه، وتأديبَه فرسَه، وملاعبتَه أهلَه، فإنهن من الحق" (أحمد 17337). ژباړه: هر هغه چې يو انسان غافله کوي هغه باطل دي مګر درې لوبې داسي دي چې هغه باطلې نه دي، لينده کشي، اس بازي او د خپلې ښځې سره لوبې کول دا ټول کارونه د خق دي. (أحمد 17337).

د عائشې رضي الله عنها څخه دا ثابت دي چې هغه په يو سفر کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره ملګري وه، هغه وايې:فَسَابَقْتُهُ فَسَبَقْتُهُ عَلَى رِجْلَيَّ ، فَلَمَّا حَمَلْتُ اللَّحْمَ سَابَقْتُهُ فَسَبَقَنِي، فَقَالَ: "هَذِهِ بِتِلْكَ السَّبْقَةِ" (أبو داود 2578). ژباړه: ماد نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره په مڼډه سیالي اوکړه نو زه ترینه مخکي شوم، بیا چې کله زه غوښنه شوم بیا مي ورسره د مڼډي سیالي اوکړه نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم زما څخه مخکي شو، بیا يې وویل: دا ځل په سیالۍ کې زه ګټور شوم او مخکي سیالي تا ګټلې وه. نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خپلو بي بیانو سره لوبې او ټوقې کولی تر څو د ژوند ستړیاوي له مینځه لاړې شي.

د کورني تاو تریخوالي په مهال د نبي کريم صلی الله علیه وسلم چلند.

هیڅ يو کور د ځېنې وګړو تر مینځ د تاو تریخوالي څخه خالي نه وي، خو نبي کريم صلی الله علیه وسلم په کور کې د تاو تریخوالي په مهال د چال چلند زمونږ لپاره يو ډير ښه نومه پريښې ده: انس بن مالک رضي الله عنه ويلې دي: كان النبي ﷺ عند بعض نسائه، فأرسلت إحدى أمهات المؤمنين بصحفة فيها طعام، فضربت التي النبي ﷺ في بيتها يد الخادم، فسقطت الصحفة فانفلقت، فجمع النبي ﷺ فلق الصحفة، ثم جعل يجمع فيها الطعام الذي كان في الصحفة، ويقول: «غارت أمكم» ثم حبس الخادم حتى أتي بصحفة من عند التي هو في بيتها، فدفع الصحفة الصحيحة إلى التي كسرت صحفتها، وأمسك المكسورة في بيت التي كَسَرَت. (البخاري 5225). ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم يوه ورځ د خپلې يوې بي بي سره و چ بلې بي بي ورته د خوراک يو لوښی را ولیږه نو هغې بي بي چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په خوا کې وه د خادم لاس يې ووهه نو د خادم د لاسه د خوراک هغه لوښی ولوید او مات شو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د لوښې هغه ماتي ټوټي راټولې کړي او بیا هغه لويدلی خورام راواخست او داسې وویل: چې ستاسې مور په غیرت کې راغله، بیا يې خادم لږ حسار کړ تر دې چې د هغه بي بي نه يې بل لوښی واخست او خادم ته يې ورکړ تر څو هغه بلې بي بي ته يې وسپاري او هغه مات لوښی د خپل ځان سره حسار کړ. (البخاري 5225).

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سینه به د خپلو بي بیانو په هغو کړنو نه تنګيده کومې کړنې چې د هر انسان په جوړښت کې پرتې دي نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د تاو تریخوالي په مهال ډير په حکمت چال چلند کولو، تر څو جنګ جګړه پاې ته ورسيږي او ترینګلې حالت بیرته آرام شي ټولو خواو ته به يې نصیحت او لارښونه کوله.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم به خپلو بي بیانو ته اجازه ورکوله تر څو د خپلې ناراضګۍ او قهر اظهار اوکړي بلکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغوې د قهر په مهال د احسان او مهرباني چلند کولو، عائشه رضي الله عنها وايې: ماته نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: «إني لأعلم إذا كنت عني راضية، وإذا كنت علي غضبى» قالت: فقلت: من أين تعرف ذلك؟ فقال: «أما إذا كنت عني راضية، فإنك تقولين: لا ورب محمد، وإذا كنت علي غضبى، قلت: لا ورب إبراهيم قالت: قلت: أجل والله يا رسول الله، ما أهجر إلا اسمك» ( البخاري 5228، ومسلم 2439). ژباړه: زه پوهيږم چې ته کله زمانه خوشحاله او کله راباندي په قهر يې، عائشه رضي الله عنها وايې: ما ورته وویل: دا څرنګه؟ نبي کریم صلی الله علیه وسلم وویل: کله چې ته زما څخه خوشحاله يې نو په خبرو کې زما نوم اخلي او چې کله راته په قهر يې نو په خبرو کې د ابراهیم علیه السلام نوم اخلي، ما ورته وویل: همداسې ده د الله پاک پيغمبره! مګر زه ستانه د خفګان په وخت يواځې ستا نوم پریږدم تا هيڅکله نه پريږدم. ( البخاري 5228، ومسلم 2439).

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خپلو بي بیانو سره ښه ژوندون.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د کور په کارونو کې د خپلو بي بیانو سره همکارې مهرباني او مرسته کوله او ډيری وخت به يې خپل خدمت پخپله تر سره کولو.

بیله شکه د عائشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم په کور کې څه کوي؟ هغې ورته وویل: «كان يكون في مهنة أهله - تعني خدمة أهله - فإذا حضرت الصلاة خرج إلى الصلاة» (البخاري 676). ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم په کور کې خدمت کولو کله چې به د لمانځه وخت شو لمانه ته به لاړ. عائشه رضي الله عنها په يو بل روایت کې ويلې دي: «كان رسول الله صلى الله عليه وسلم يخصف نعله، ويخيط ثوبه، ويعمل في بيته كما يعمل أحدكم في بيته» (أحمد 25341). ژباړه: نبي کريم صلی الله علیه وسلم به خپل پيزار او جامي پخپله ګڼډلې او نور د کور کار به يې هم کولو.

سړو لره د خپلو ښځو په زړونو کې د محبت پيدا کولو ځېنې لارې چارې.

١
خپلو ښځو ته د مینې او محبت په الفاظو اواز کول.
٢
خپلو ښځو ته خوراک ورکول.
٣
د خپلو ښځو سره د مینې او محبت اظهار کول.
٤
د خپلو ښځو خبرو ته غوږ نیول.

خپلو ښځو ته د محبت په الفاظو اواز کول.

په يو حدیث کې راغلي دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به عائشې رضي الله عنها ته داسې اواز کولو: «يا عائش، هذا جبريل يقرئك السلام» (البخاري 3768). ژباړه: ای عائش جبریل درباندي سلام وايې. (البخاري 3768). او کله نا کله به يې ورته ويلې ای سره سپينې.

د خاوند خپلې ښځې ته خوراک ورکول.

د سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وايې: بیله شکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغه ته ويلې دي: «وإنك مهما أنفقت من نفقة، فإنها صدقة، حتى اللقمة التي ترفعها إلى فِيِّ امرأتك» (البخاري 2742). ژباړه: ته چې هر څه خرچ کوي نو هغه ستا لپاره صدقه او خیرات دی تر دې چې هغه خوراک کوم چې ته د خپلې ښځې په خوله کې ورکوي هم ستا لپاره صدقه ده. (البخاري 2742).

د خاوند خپلې ښځې ته د مینې او محبت اظهار کول.

د عمرو بن عاص رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وايې: چې ده لره نبي کريم صلی الله علیه وسلم د سلاسل غزا لپاره د لښکر امیر وټاکلو دی وايې چې زه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خواته راغلم هغه ته مي وویل: ای د الله پاک پيغمبره! تاته څوک ډير خوښ دی هغه راته وویل: عائشه راته ډيره خوښه ده. (البخاري 3662، ومسلم 2384).

خاوندان بايد د خپلو ښځو خبرو ته غوږ ونیسي.

خاوندان بايد د خپلو ښځو خبرو ته غوږ ونیسي په دي باندي د ام زرع حدیث دلالت کوي په هغه حدیث کې عائشه رضي الله عنها د يولسو ښځو هغه خبرې نقل کړي دي کومي چې هغه ښځو د خپلو خاوندانو په اړه کړي دي، کله چې عائشې رضي الله عنها هغه قیصه کوله نو نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغې خبرو ته ښه غوږ نیولی و تر دې چې عائشې رضي الله عنها خپله ټوله قیصه پاې ته ورسوله.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم به خپلو بي بیانو ته خپل ځان سنګار او ښاېسته کولو.

کله چې د عائشې رضي الله عنها څخه پوښتنه وشوه نبي کريم صلی الله علیه وسلم چې به کله خپل کور ته راننوت نو لمړی به يې څه کول؟ هغې وویل: لمړی به يې مسواک وهلو. (مسلم 253). همدغه شان عائشه رضي الله عنها ويلې دي: «كنت أطيب النبي صلى الله عليه وسلم بأطيب ما يجد، حتى أجد وبيص الطيب في رأسه ولحيته» (البخاري 5923). ژباړه: ما نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي ډيره ښه خوشبو وهله تر دې چې د خوشبو اثر به مي د هغه په سر او ګیره کې ليدلو. (البخاري 5923).

د خپلو ښځو سره د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفاداري.

د خپلو ښځو سره د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د وفادارۍ ښکاره صورت د خدیجې رضي الله عنها په اړه دی کله چې هغه وفات شوه او د هغې په مړینه کلونه تیر شول مګر نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغه هیره نه کړه، همدغه شان کله چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم لور زینب رضي الله عنها د خپل خاوند ابو عاص فدیه ورکوله ځکه چې هغه د بدر په جنګ کې د مسلمانانو په لاس قیدي شوی وو، زینب رضي الله عنها يې په فدیه کې د خپلې غاړي هغه هار پيش کړ کوم چې د خدیجې رضي الله عنها هار و، نبي کريم صلی الله علیه وسلم يې پّ ليدلو سره ډير خواه بدي شو، او وېویل: «إن رأيتم أن تطلقوا لها أسيرها، وتردوا عليها الذي لها» (أبو داود 2692). ژباړه: که خپه کيږۍ نه نو زینب ته د هغه قیدي او هار دواړه ورکړي. (أبو داود 2692). نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خدیجې رضي الله عنها دومره ستاېنه کوله چې عائشه رضي الله عنها به ترینه په غیرت کې راتلله سره له دینه چې هغه ليدلې هم نه وه، عائشه رضي الله عنها وايې: ما غرت على أحد من نساء النبي صلى الله عليه وسلم، ما غرت على خديجة، وما رأيتها، ولكن كان النبي صلى الله عليه وسلم يكثر ذكرها، وربما ذبح الشاة ثم يقطعها أعضاء، ثم يبعثها في صدائق خديجة، فربما قلت له: كأنه لم يكن في الدنيا امرأة إلا خديجة، فيقول «إنها كانت، وكانت، وكان لي منها ولد» (البخاري 3818، ومسلم 2435). ژباړه: زه به د نبي کريم صلی الله علیه په بي بیانو کې د خدیجې رضي الله عنها نه ډير په غیرت کې راتللم سره له دينه چې ما ليدلې هم نه وه دا ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د هغې ډيره ستاېنه کوله، کله به داسې هم وشوه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم به يوه ګډه حلاله کړه او بیا يې ټوټه کړه او د خديجې رضي الله عنها په ملګرو به يې تقسیم کړه، کله به ما ورته وویل: ای د الله پاک پيغمبره! لکه چې په دنیا کې يواځې يوه ښځه خدیجه ده! نبي کريم صلی الله علیه وسلم به وویل:: خديجه خو جدیجه وه او زما بچي هم له هغې څخه پیدا شوي وو. (البخاري 3818، ومسلم 2435).

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د خپلو بي بیانو ترمینځ د عدل او انصاف چلند.

١
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خپلو بي بیانو سره د پاتي کيدلو په موخه د هغوي شپې تقسمه ولې او د توپير پرته به يې ټولو بي بیانو ته وخت ورکولو، او د اړتیا په صورت کې به يې د نورو بي بیانو څخه اجازه اخستله، عائشه رضي الله عنها ويلې دي: لما ثقل النبي صلى الله عليه وسلم واشتد به وجعه، استأذن أزواجه في أن يُمَرَّض في بيتي، فأذِنَّ له. (البخاري 198، ومسلم 418). ژباړه: کله چې د نبي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم مرضتیا سخته شوه نو د خپلو بي بیانو څخه اجازه وغوښتله چې د مرضتیا ورځي شپې زما په کور کې تیرې کړي نو هغوې ورته اجازه ورکړه. (البخاري 198، ومسلم 418).
٢
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د سفر په مهال هم د خپلو بي بیانو تر مینځ عدل او انصاف کولو او د هغوې تر مینځ به يې خسڼړی واچولو د چا خسڼړی چې به راوختلو هغه به يې د ځان سره په سفر ملګرې کړه.
٣
کله چې به نبي کريم صلی الله علیه وسلم د کوڼډې ښځې سره واده اوکړ نو درې ورځې او درې شپې به د هغې سره پاتي کيدلو، تر څو هغه خوشحاله شي او بیا به يې تقسیم پیل کړ.
٤
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خرچې او تفقې په هکله هم د ټولو بي بیانو تر مینځ هيڅ ډول توپير نه کولو.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خپلو بي بیانو څخه مشوري هم اخستلې.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم به د خپلو بي بیانو څخه مشوري هم اخستلې، ددي ښکاره بیلګه داده چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د حدیبیه په موقع د ام سلمې رضي الله عنها په مشورې عمل اوکړ، هغه داسي چې کله نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مسلمانو څخه وغوښتل تر څو خپل څاروي حلال کړي او خپل سرونه وخروي مګر هغوي دیته نه تیاریدل، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ام سلمې رضي الله عنها خواته ورغی او د مسلمانانو دا حالت يې ورته بیان کړ، ام سلمې رضي الله عنها ورته وویل: ای د الله پاک پيغمبره! که ته دا غواړي نو داسي اوکړه چې د هیچا سره خبرې مه کوه خپله لاړ شه څاروی دې حلال کړه او سر دې وخروه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د ام سلمې د خبرې سره سم لاړ د هیچا سره خبرې ونه کړي خپل څاروي يې حلال کړ او سر يې وخرولو، مسلمانانو چې کله دا حالت اولیدلو نو ټولو خپلو څاروي حلال او سرونه يې وخرول. (البخاري 2731).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه