مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د بچو حقونه
الله پاک د پلارانو او میندو په زړونو کې دا شوق پيدا کړی دی چې هغوې بايد روغ رمټ بچي اولري همدا ارزو او ارمان زمونږ د پلار آدم او مور حواء علیهم السلام وو، د الله پاک وينا ده: {هُوَ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا فَلَمَّا تَغَشَّاهَا حَمَلَتْ حَمْلًا خَفِيفًا فَمَرَّتْ بِهِ فَلَمَّا أَثْقَلَتْ دَعَوَا اللَّهَ رَبَّهُمَا لَئِنْ آتَيْتَنَا صَالِحًا لَنَكُونَنَّ مِنَ الشَّاكِرِينَ} [الأعراف: 189]. ژباړه: دى همغه ذات دى چې تاسو يې له یو ځان نه پیدا كړي یئ او له هغه نه يې د هغه جوړه پیدا كړه، د دې لپاره چې د هغې ترڅنګ ارام او سكون حاصل كړي، بیا كله چې سړي (خپله جوړه) پټه كړه (جماع يې ورسره وكړه، نو) هغه حامله شوه په سپك حمل سره، نو هغه به يې ګرځاوه، نو كله چې درنه شوه، دواړو له خپل پالونكي الله نه دعا وغوښتله، (چې) كه چېرې تا مونږ ته روغ بچـى راكړ (، نو) مونږ به خامخا ضرور له شكر كوونكو څخه شو. ددي ارزو او ارمان تر لاسه کيدل يواځې د الله پاک پير زوينه وه چې بايد يواځې د هغه شکر ادا کړی شي.
د اسلام مبارک دین د بچو ښې پالنې ته ډيره پاملرنه کړې ده او بچو ته يې د الله پاک څانګړې پير زوینه بللې ده د الله پاک وينا ده: {لِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ يَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ إِنَاثًا وَيَهَبُ لِمَنْ يَشَاءُ الذُّكُورَ (49) أَوْ يُزَوِّجُهُمْ ذُكْرَانًا وَإِنَاثًا وَيَجْعَلُ مَنْ يَشَاءُ عَقِيمًا إِنَّهُ عَلِيمٌ قَدِيرٌ} [الشورى: 49، 50]. ژباړه: خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي+ یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى. همدغه شان الله پاک بچو ته د دنیا ډول او ښاېست بللی دی، د الله پاک وينا ده: {الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا} [الكهف: 46]. ژباړه: مال او زامن خو د دنيايي ژوند زینت دى، او باقي پاتې كېدونكي نېك عملونه ستا د رب په نیز د ثواب په لحاظ تر ټولو غوره دي او د امېد په لحاظ تر ټولو ښه.
اسلامي شریعت د اولاد پالنې ته ډير پاملرنه کړې ده دا ځکه چې اولاد دراتلونکي وخت بنیاد او ستنې دي، د هغوې په وړتیا او ښې پالنې سره زمکه د الله باک په بندګۍ ښاېسته او دوامداره ګرځي د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ} [التحريم: 6]. ژباړه: اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو خپل ځانونه او خپل اهل له داسې اور نه بچ وساتئ چې د هغه خشاك خلق او كاڼي دي. علي رضي الله عنه ددي په تفسیر کې ويلې دي: خپلو بچو ته زده کړه او آدب ورکړۍ، همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «من عال جاريتين حتى تبلغا، جاء يوم القيامة أنا وهو» وضم أصابعه. (مسلم 2631). ژباړه: هغه څوک چې دوه جینکې اوپالې چې تر څو لویه شي نو د قیامت په ورځ به زما سره ملګري راشي، د مثال لپاره يې خپلې دوه ګوتې يوځاې کړي.
په پلارانو د مور او پلار اړین حقونه:
پلاران بايد خپلو بچو ته د اوسیدلو ځاې، خوراک، څښاک، لباس، تیار کړي او د هغوې صحت ته بايد پاملرنه اوکړي او په خپلو بچو باندي د شرعې او خپل توان مطابق خرچه اوکړي.
په معنوي حقونو کې تر ټولو اړین هغه حق چې د بچو په خپل پلار باندي وي هغه ښه تربیت او دينې پالنه ده لمړی ورته بايد د قرآن کريم او نبوي سنت او سیرت او اسلامې لارښونې ورزده کړي تر څو ټول شرعې سپارښتنې سره ته ورسوي او د نواهیو نه څخه ځان وژغوري او د ښاېسته اخلاقو خاوند شي او زړه ته يې د الله پاک تعظیم، محبت، پيدا شي او همدغه شان د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره او د اسلام مبارک دين سره مینه کونکی جوړ شي.
د مور او پلار نرمې د خپلو بچو په پالنه او تربیت کې ډيره اړینه خبره ده ځکه چې په نرمۍ سره د بچو ذهني توان او طاقت پیاوړی کيږي مګر ډيره نرمې د بچو سره ښه نه ده ځکه چې په ډيره نرمۍ سره بچې کمزوري او د ژوندون د ستختیو سره د مقابلې توان يې کمزوری کيږي او د مور او پلار ډيره سختي د بچو ذهني توان او طاقت کمزوری کوي لاره يې تورتم کيږي او ډيری وخت د مور او پلار د نافرماني او فساد لامل ګرځي.
په مور او پلار باندي د بچو اړوند دا معنوي حق شته چې بايد د هغوې لپاره په خپله کورنې کې د مینې، محبت، راحت او خوښۍ ځاې جوړ کړي، مور او پلار او مشران ورونه وغیره بايد داسي سختې په خپل مینځ کې او نه کړي چې د هغې بدې پايلې په بجو باندي بد اثر او کړي.
په مور او پلار باندي د بچو معنوي دا حق هم شته چې د خپلو بچو لپاره بايد نیک او د ښو اخلاقو خاوندان ملګري پيدا کړي، او د بد عمله ملګرو نه بايد خپل بچي وژغوري ځکه چې په بچو باندي د ملګرو اثر ډير زیات وي.
مور او پلار بايد خپلو بچو ته پاملرنه اوکړي او د هغوې ټول حالات بايد وڅاري او د اړتیا په وخت هغوې ته نصیحت او لار ښونه اوکړي او له دې موخې لپاره بايد درمیانه لار او مناسب وخت غوره کړی شي، تر څو بچې د مور او پلار نصحیت او لار ښونې ته غوږ ونیسي او د هغوې د نصحیت او لار ښ،نې څخه ستړي نشي.