مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د طلاق مسائل
د اسلام مبارک دین خانداني ژون ته ډيره پاملرنه کړې ده او د ښځې او خاوند ژوندون يې په سخت تړون سره ساتلی دی او قرآن کريم هغه تړون ته سخت او پیاوړی د نکاح تړون ویلی دی:
د اسلام مبارک دین د ښځې او خاوند کډ ژون ته په کتنې سره خاوندانو ته وصیت کړې دی چې خپلو ښځو سره ښه چلند اوکړي او طلاق ورنکړې اګر که يو څه يې د هغوې خوښ نه وي د الله پاک وينا ده: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا} [النساء: 19]. ژباړه: او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېداى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي. په همدې خاطر چې د نکاح تړون د خطر سره مخامخ نه شي نو د اسلام مبارک دين په سختۍ سره د ښځې او خاوند تر مینځ ژوند بدخونده کول منع کړې دي، ابو هریره رضي الله عنه ويلې دي: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «ليس منا من خبَّب امرأة على زوجها» (أبو داود 2175). هغه څوک زمونږ څخه نه دی څوک چې د ښځې او خاوند ژوند بد خونده کوي. (أبو داود 2175).
د اسلام مبارک دین واقعیتونو ته ګوري.
د اسلام مبارک دين غواړي چې د ښځې او خاوند ژوند په ښه شان سره په مخ لاړ شي خو دومره ده چې د اسلام مبارک دین واقعیتونو ته ګوري او د انساني فطرت جوړښت ته په پام سره د هغوې فکرونه او اړتیاوي په نظر کې نیولي دي، الله پاک پوهيږي چې کله نا کله د ښځې او خاوند ژوند ډير تریخ وي چې ختمول يې د شتون نه ډير ښه وي او الله پاک پوهيږي چې د ښځې او خاوند ژوند کې طلاق يو اړتیا په وخت رامینځ ته کيږي همدا وجه ده چې د اسلام مبارک دين د ډيرو حکمتونو او رازونو په موخې سره لاق جايز کړي دي تر څو په خلکو باندي د اړتیا په وخت پراخي راشي او د زیان او ضرر نه وژغورل شي.
د طلاق مشروعیت.
د طلاق په تړاو په قرآن او سنت کې ډير شرعي نصوص راغلي دي په هغه شرعي نصوصو کې د طلاق ترتیب او احکام، آداب بیان شوي دي او د طلاق په نوم په قرآن کریم کې يو پوره سورت نازل شوی دی.
طلاق په لغت کې
د يوې غوټې پرانستل.
په شریعت کې طلاق:
په شریعت کې طلاق په يو خاص لفظ سره د نکاح تړون پاې ته رسول، هغه خاص لفظ به کله ښکاره وي لکه طلاق او کله به ښکاره نه بلکه کنایه وي لکه لفظ د باین د حرام و غیره، همدغه شان د طلاق په ځاې لیکل او اشاره هم کفایت کوي همدغه شان د خلعې او تفریق په صورت کې هم واقع کيږي.
د طلاق ځېنې ګټې:
د طلاق ځېنې زیانونه.
د طلاق ډولونه.
رجعي طلاق:
رجعي طلاق: دا هغه طلاق دي چې په لمړي يا دویم ځل يې خاوند ښځي ته ورکوي او ددي نه بعد خاوند خپلې ښځې ته بیرته د رجوع حق لري په دې شرط چې ښځه په عدت کې وي نو خاوند کولی شي چې خپلې ښځې ته د نوي تړون پرته رجوع اوکړي.
کوچنې باین طلاق.
کوچنې باین طلاق دا هغه طلاق دي چې خاوند يې ښځې ته په لمړي او دويم ځل سره ورکړي لیکن عدت يې ختم شي نو بیا خاوند بیرته خپلې ښځې ته پرته د نوي تړون څخه رجوع نشي کولی.
لوې باين طلاق:
لوې باين طلاق: دا هغه طلاق دي چې خاوند ښځې ته په دریم ځل طلاق ورکړي نو په دې سره خاوند بیا خپلې ښځې ته بیرته رجوع نشي کولی تر څو چې ښځه يې د بل خاوند سره نکاح او نکړي او هغه خاوند يې طلاقه نه کړي کله چې هغه دويم خاوند يې طلاقه کړي نو اول خاوند ورته رجوع کولی شي خو په نوي تړون او مهر سره.
د طلاق رجعي او ګوچنې باین او لوې باینو احکام د اسلام مبارک دين په ښيګړنو کې ښکاره دي هغه دا چې د خاوند طلاق ورکول ښځې ته د ژوند پاې نه ده بلکه په رجعي او کوچني باین طلاق ورکولو نه بعد د ښځې او خاوند لپاره د فکر او سوچ لپاره پراخه وخت شتون لري تر څو ښځه او خاوند په ارام سره د خپل کار په انجام سوچ او فکر اوکړي او همدغه شان چې کله ښځه د خپل لمړي خاوند څخه جدا شي او دویم واده اوکړي او هغه دویم خاوند ورته هم طلاق ورکړي نو لمړي خاوند سره يې بیا په ښه چلند بیرته کور جوړ شي.
عدت.
عدت هغه وخت دی کوم چې اسلامي شریعت د ښځې لپاره مقرر کړی دی کله چې د هغې خاوند مړ شي او یا ورته طلاق ورکړي نو په ښځه باندي د عدت تیرول واجب دي واده به تر هغه وخت نه کوي تر څو چې يې عدت تیر شوی نه وي.
د ښځې حق دی چې عدت د خاوند په کور کې تیر کړي خرچه به پرې خاوند کوي همدغه شان که چیرته د ښځې خاوند مړ شو او ښه لا په عدت کې وه نو د خپل خاوند څخه میراث هم اخستلی شي، د عدت په وخت په ښځه باندي حرامه ده چې خپل ځان د واده لپاره پيش کړي.