مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د نارينه و او ښځېنه تر مينځ بنیادي اصول.
د درس معلومات
موخې
count يوبل طالب هم دا درس تکمیل کړ.
د اسلام مبارک دين د ټولو خلکو کارونه او حالات د ژوند په بیلابیلو اړخونو کې ډير ښه تنظیم او اداره کړي دي: د همدې جملې څخه د ښځينه او نارینه د يو بل سره اړيکې او تړاو دی، الله پاک نارینه او ښځينه په ي، داسي جوړښت پيدا کړي دي چې يو بل ته میلان کوي او ددي میلان لپاره يې ښه او غوره لار هغه شرعي واده او نکاح ده په همدې سره ښځه او خاوند خپلو موخو ته رسيږي او له دې پرته نورې لارې چارې ټولې فتنې چې پايلې ډيرې بدي وي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: "ما تَرَكْتُ بَعْدِي فِتْنَةً أضَرَّ علَى الرِّجالِ مِنَ النِّساءِ" (البخاري 5096، ومسلم 2741). ژباړه: ما له خپل ځان نه روستو له سړو په تړاو د ښځو نه زیاته بله کومه فتنه نه ده پريښې. (البخاري 5096، ومسلم 2741).
د يو سړي او ښځې تر مینځ تر ټول بده اړيکه هغه زناکاري ده، ځه خو اسلامي پاک شریعت يواځې د زناکولو نه منع نه ده کړې بلکه د منع سر بیره يې د زناکارۍ لامیلونه هم منع کړي دي د کومو په نتیجه کې چې سړي او ښځه په زنا کې اخته کيږي، د الله پاک وينا ده: {وَلَا تَقْرَبُوا الزِّنَا إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلً} [الإسراء: 32] ژباړه: او تاسو زنا ته مه نژدې كېږئ، بېشكه دا له شروع نه غټه بې حیايي ده او بده لار ده. همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «العينان زناهما النظر، والأذنان زناهما الاستماع، واللسان زناه الكلام، واليد زناها البطش، والرِّجل زناها الخطا، والقلب يهوى ويتمنى، ويصدق ذلك الفرج ويكذبه» (البخاري 6243، ومسلم 2657، واللفظ له). ژباړه: د سترګو زنا ګتل دي، او د غوږونو زنا اوريدل دي، او د ژبې زنا خبرې کول دي، او د لاسونو زنا رانیول دي، او د ښپو زنا تلل دي، او د زړه زنا ارزو کول دي، نو شرمګا يې بیا یا خو رښتنې کړي او يا دروغژنه کړي. (البخاري 6243، ومسلم 2657، واللفظ له).
اسلامي پاک شریعت تل هڅه کړې چې يو انسان بايد داسې کوږ نشي چې پايلې يې ډيرې زیانمني وي ځکه خو يې د همدې موخې ته د رسيدلو لپاره يې د سړي او ښځې د اړيکو په تړاويو لړ اړین شرطونه او ظوابط لازم ګرځولي دي ځېنې اړيکې جواز لري لکه د يوې ښځې پير او پلور يوه ښځه کولی شي چې په يو سړي باندي پير او پلور اوکړي دا جواز لري همدغه شان ځېنې اړيکې بیا د ضرورت په بنیاد ډيرې اړينې وي لکه د يوې ښځې علاج کول د يو سړي ډاکټر څخه دا په هغه صورت جواز لري چې کله ښځينه ډاکټره شتون ونلري. ددي اړین شرطونو او ظوابطو له جملې څخه دادي:
سترګې ښکته ساتل:
لاس به نه ور وړي:
پردې سړي به د ښځې سره يواځې کيږي نه.
يو څه شرطونه د ښځې لپاره ځانکړي دي بايد چې هغې ته پاملرنه اوکړي کله چې د اړتیا په وخت د پردو سړو سره اړیکه نیسي.
يو مسلمانه ښځه بايد د شرعي لباس او پردې اهتمام اوکړي تر څو د الله پاک حکم سر ته ورسوي او د شرعي لباس او پردې په مټ خپل ځان د سړو په سترګو کې د قدر وړ وګرځوي او د هغوې د هر ډلو شر څخه خپل ځان اوژغوري. د الله پاک وينا ده: {وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ} [النور: 31]. ژباړه: او ته مومنو ښځو ته ووایه چې خپلې سترګې دې ټیټې ساتي او د خپلو شرم ځایونو حفاظت دې كوي او خپل زینت دې نه ښكاره كوي مګر هغه چې له دې (زینت) نه (عادتًا) ظاهرېږي، او په خپلو ګرېوانونو دې پړوني واچوي. همدغه شان د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الأحزاب: 59]. ژباړه: اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره ( او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى .