مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس خپلولي پالل.
د خپلولۍ پاللو مفهوم او معنا داده چې د خپلو خپلوانو سره ښيګړه، نرمې او مهرباني کول، او د هغوې پوښتنه کول او په بي وزلو يې خرچه او خیرات کول.
په قرآن او سنت کې د خپلولۍ پاللو ډير تاکيد راغلی او د خپلولۍ پریکولو تحریم راغلی دی، الله پاک د کافرانو په تړاو وايې: {الَّذِينَ يَنْقُضُونَ عَهْدَ اللَّهِ مِنْ بَعْدِ مِيثَاقِهِ وَيَقْطَعُونَ مَا أَمَرَ اللَّهُ بِهِ أَنْ يُوصَلَ وَيُفْسِدُونَ فِي الْأَرْضِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُون} [البقرة: 27]. ژباړه: هغه خلق چې د الله (سره كړى) لوظ ماتوي وروسته د هغه (لوظ) له مضبوطولو (او پخلي) نه او پرېكوي هغه څه چې الله يې د پيوست ساتلو حكم كړى دى، او په ځمكه كې ورانى كوي، همدغه خلق تاوانيان دي. همدغه شان د الله پاک وينا ده: {فَهَلْ عَسَيْتُمْ إِنْ تَوَلَّيْتُمْ أَنْ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَتُقَطِّعُوا أَرْحَامَكُم} [محمد: 22]. ژباړه: نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ.
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليصل رحمه» (البخاري 6138). ژباړه: که څوک په الله پاک او په ورځ د قیامت ایمان لري نو خپلولۍ دې وپالي.(البخاري 6138). همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: «إن الله خلق الخلق، حتى إذا فرغ من خلقه، قالت الرحم: هذا مقام العائذ بك من القطيعة، قال: نعم، أما ترضين أن أصل من وصلك، وأقطع من قطعك؟ قالت: بلى يا رب، قال: فهو لك. قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: فاقرؤوا إن شئتم: {فهل عسيتم إن توليتم أن تفسدوا في الأرض وتقطعوا أرحامكم} [محمد: 22]» (البخاري 5987، ومسلم 2554).ژباړه: بیله شکه الله پآک چې خپل مخلوقات پيداکړل، نو خپلولۍ ورته وویل: زه په تاپورې د پریکولو نه پناه غواړم، الله پاک وویل: پناه مي درکړه، آیا په دې خوشحاله نه يې چې زه به هغه څوک د خپل رحمت سره يوځاې کوم څوک چې تا پالي او هغه څوک به د خپل رحمت نه لرې کوم څوک چې تا پرې کوي. بیا خپلولي ورته وویل ولي نه الله پاک په دې خوشحاله یم، الله پام ورته وویل: دا ستا لپاره شو، بیا نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: که ستاسې خوښه وي دا ايت ولولي: {فهل عسيتم إن توليتم أن تفسدوا في الأرض وتقطعوا أرحامكم} [محمد: 22]» ژباړه: نو ایا تاسو، كه چېرې حاكمان شئ، دې ته نژدې يئ چې تاسو به په ځمكه كې فساد وكړئ او خپل قرابتونه (خپلویانې) به پرې كړئ. (البخاري 5987، ومسلم 2554).
بیله شکه اسلامي شریعت د خپلولۍ د پاللو حکم کړی او هغې ته يې بیلابیلې مرتبې ورکړې دي.