زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه

درس د کوژدنۍ آداب

د درس په دې برخه کې د کوژدنۍ معنا، مفهوم او په تړاو يې ځېنې آداب پيژنو.

  • د کوژدنۍ معنا او مفهوم پيژندل.
  • د اسلام په مبارک دين کې د کوژدنۍ ځېنې آداب.
  • د کوژدنۍ په تړاو د اسلام مبارک دين ځېنې خوبیاني.

د نکاح لپاره چې يو سړي د يوې ښځې ولي او واکدار ته د هغې ښځې په شرعي نکاح سره د اخستلو ووايې دیته کوژده وايې.

د الله پاک پيرزوینه ده چې د کوژدې لپاره يې يو څو ادابو سپارښتنه کړې ده تر څو ښخه او خاوند په خپله خوښۍ سره يو بل غوره کړي تر څو شریک ژوند يې خوند اوهوسا وي.

د کوژدې ځېنې آداب:

۱. يو مسلمان به د بل مسلمان په کوژده باندي کوژده نه کوي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: "لَا يَبِعِ الرَّجُلُ علَى بَيْعِ أَخِيهِ، وَلَا يَخْطُبْ علَى خِطْبَةِ أَخِيهِ، إِلَّا أَنْ يَأْذَنَ له" (البخاري 5142، ومسلم 1412). يو سړي دې د بل ورور په پير او پلور خپل پيء او پلور نه کوي، او یو سړي دې د خپل ورور په کوژده باندي خپله کوژده نه کوي مګر که هغه ورته اجازه ورکړي. (البخاري 5142، ومسلم 1412).

۲. د نکاح غوښتنې لپاره يوې جينې ته کتل: ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم مغیره بن شعبه رضي الله عنه ته غوښتل چې يوې جینې سره نکاح اوکړي سپارښتنه کړې وه: "انظرْ إليها فإِنَّه أحرى أنْ يؤْدَمَ بينكُما" (الترمذي 1087). ژباړه: هغه جینې ته اوګوره ځکه چې په دې سره ستاسې تر مینځ مینه او محبت پیدا کيږي او دوامداره ګرځي. (الترمذي 1087). همدغه شان د يوې جېنې لپاره د نکاح په موخه حق حاصل دی تر څو هلک ته اوګوري بلکه ځېنې اهل علمو خو ويلې دي چې جېنې ډير حق لري تر څو د نکاح لپاره يو هل ته اوګوري.

د جابر بن عبد الله رضي الله عنه څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: "إذا خطبَ أحدُكمُ المرأةَ فإنِ استطاعَ أن ينظرَ إلى ما يدعوهُ إلى نِكاحِها فليفعل". قالَ: فخطبتُ جاريةً فَكنتُ أتخبَّأُ لَها حتَّى رأيتُ منْها ما دعاني إلى نِكاحِها وتزوُّجِها فتزوَّجتُها. (أبو داود 2082). ژباړه: کله چې تاسې یوه جینې په نکاح سره غواړي باید د نکاح په موخه هغې ته اوګورئ جابر رضي الله عنه وايې: ما هم يوه جېنې د نکاح لپاره غوښتله نو ورته پټ شوم تر دې چې هغه مي اوليدله او بیا مې په نکاح واخستله. (أبو داود 2082).

د نکاح په موخه يوې جينې ته د کتلو ځېنې آداب:

١
هغه وخت به يوې جېنې ته ګوري چې کله يې د نکاح کلک نیت او اراده کړې وي.
٢
د نکاح غوښتنې څخه مخکې به جينې ته ګوري تر څو د نه کولو پر وخت جینې ته تکلیف و نه رسيږي.
٣
د نکاح په موخه ي،ې جېنې ته په وار وار کتل جواز لري تر څو خپل ځان ښه ډاډمن کړي.
٤
کله چې نکاح کونکی خپل ځان ډاډمن کړي بیا ورته کتل جواز نلري ځکه چې لاخو دا جينې پردې ده.

۳. د کوژدې په اړین شرطونو کې يو شرط چې سړی او ښځه بايد دواړه هغې پوره پاملرنه او کړي هغه غوره انتخاب دی تر څو په راتلونکي کې يوه خوشحاله او آرام کورنې مینځ ته راوړي او د راحت ژوندون تیر کړي.

۴. د کوژدې په آدابو کې دا هم اړین ده چې سړي بايد د نکاح لپاره يوه داسې ښځه انتخاب کړي چې ډير بچي راوړي او نیکه پالنه يې اوکړي ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم سپارښتنه کړې ده چې: تزوَّجوا الودودَ الولودَ؛ فإني مُكاثِرٌ بكم الأمم" (أبو داود 2050). ژباړه: تاسې د مينه ناکې او بچه ناکې ښځې سره نکاح اوکړې ځکه چې زه به په ډير امت باندي فخر کوم. (أبو داود 2050).

۵. د ملګرو سره مشوره او د الله پاک نه استخاره او د عا غوښتل: هر مسلمان بايد د خپل پروردګار نه د خیر دعاګاني اوغواړي او له دې سر بیره د پوهانو ملګرو سره د ژ،ند په لارو چارو کې مشورې هم اوکړي او د واده ګام اخستل په ژوند کې ډير اهمیت لري نو بايد په تړاو يې د الله پاک نه د خیر دعا او د پوهانو ملګرو نه مشوره واخستل شي.

۶. د واده او نکاح په موخه هر يو سړي او ښځه بايد هر خبره په ډاکه اوکړي او هیڅ يوه خبره پټه نکړي تر څو په راتلونکي کې دا اړیکه زینمنه نشي.

۷. د کوژدې په تړاو د ټولو شرعي سپارښتنو ته بايد پاملرنه اوشي ځکه کوژده يواځې د نکاح لپاره يوه پریکړه ده او ښځه لا هم پردې ده نو نه خو بايد سړي ته نرمې او ناز خبرې اوکړي او نه خپل ځان هغه ته سنګار او خوشبودار کړي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه