مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د مور او بلار حقونه.
د اسلام مبارک دين مور او پلار ته ډير د احترام په سترګه کتلي دي دا ځکه چې د مور او پلار سره ښيګړه يې د توحيد سره ملګرې کړې ده، د الله پاک وينا ده: {وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا} [الإسراء: 23]. ژباړه: او ستا رب حكم كړى دى چې تاسو عبادت مه كوئ (د بل هیچا) مګر يواځې د هغهٔ او له مور و پلار سره ښه احسان كوئ. بیله شکه الله پاک مور او پلار د ځامنو او لورګانو د وجود لباره سبب ګرځولې دي او بچي چې هر څومره خواري اوکړي نو د مور او پلار د ښيګړې بدله نشي ورکولی دا ځکه چې مور او پلار د بچو په خاطر ډير زیات تکلیفونه او ستړیاوې ګاللې وي تر څو خپلو بچو ته دراحت او هوسا ژوند برابر کړي او د هغوې ساتنه اوکړي.
الله پاک د خپل عدل په غوښتنه د مور او پلار لپاره په بچو باندي يو شمیر حقونه واجب کړې دي تر څو مور او پلار ته د هغوې د ستړیاو او تکلیفونو يو څه بدله ورکړل شي، د الله پاک وينا ده: {وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا} [العنكبوت: 8]. ژباړه: اومونږ انسان ته د خپل مور و پلار په باره كې د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى. همدغه شان د الله پاک وينا ده: {وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا} [لقمان: 15]. ژباړه: او په دنیا كې له دوى سره نېكه ملګرتیا كوه. کله چې يو صحابي د نبي کريم صلی الله علیه سولم څخه پوښتنه اوکړه: چې ای د الله پاک پيغمبره! په خلکو کې د چا سره ډيره ښيګړه اوکړم؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د مور سره، هغه وویل: بیا له چا سره؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د مور سره هغه وویل: بیا له چا سره؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: د مور سره، هغه وویل: بیا له چا سره؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: بیا د پلار سره. (البخاري 5971، ومسلم 2548).
د مور او پلار سره د ښيګړې کولو غوره والی:
د مور او پلار سره ښيګړه کول ډير غوره او الله پاک ته خوښ عمل دی، بیله شکه عبد الله بن مسعود رضي الله عنه د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه اوکړه: أي العمل أحب إلى الله؟ قال: «الصلاة على وقتها»، قال: ثم أي؟ قال: «ثم بر الوالدين» قال: ثم أي؟ قال: «الجهاد في سبيل الله» (البخاري 527، ومسلم 85). ژباړه: الله پاک ډير خوښ عمل کوم يو دی؟ هغه وویل: لمونځ په خپل وخت ادا کول، هغه وویل: بیا ورپيسې کوم عمل؟ هغه وويل: بیا د مور اوپلار سره ښيګړه کول، هغه وویل: بیا کوم عمل؟ هغه وویل: بیا د الله پاک په لاره کې جهاد کول. (البخاري 527، ومسلم 85).
د مور اوپلار سره ښيګړه کول د نفلي جهاد څخه غوره عمل دی، يو سړي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم خواته راغی او وېويل: غواړم چې جهاد ته لاړ شم، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: آيا ستا مور او پلار ژوندې دي؟ هغه وویل: هو، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورته وویل: لاړ شه د مور او پلار په خدمت سره جهاد تر سره کړه. (البخاري 5972، ومسلم 2549).