زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د زده کړي بیلابیل بخشونه

د تاء تعلیمي ميز په مختلفو تعليمي بخشونو کې ډول ډول غوره کړل شوي درسونه د بیلابیلو ويب ساېټونه راخستل شوي تر څو شرعي طالب وکړی شي چې د خپل ضرورت برابر اړین ديني معلومات تر لاسه کړي.

هغه څه چې يو مسلمان ته يې ناپوهې جواز نلري

اسلامي شریعت د عامو مسلمانانو لپاره يو شمیر احکام ددي لپاره مشروع کړي دي چې مسلمانان يې زده کړي او عمل ورباندي اوکړي او دا ټول شرعي احکام او مساېل آسان دي ځکه چې د اسلامي شریعت بنیاد په آساني باندي مبني دی تر څو ګټې تر لاسه او د زیان مخه اونیسي، دا ځکه چې ددي احکامو مصدر د الله پاک ذات دی او هغه چايې بیان کړی کوم چې ډير فصیحه او بیلغه دی او د امت ډير خیر خواه دی د الله پاک پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم. په دې بخش کې يو شمیر غوره شوي درسونه چې مسلمان لپاره يې زده کړه ډيره اړینه ده تر څو يې زدخه کړي او عمل ورباندي اوکړي.

39 lessons
+35

نوي مسلمان

کله چې يو څوک د اسلام په مبارک دين کې دا خل شي نو هغه په دې دنیا کې د د ژوند يو نوی او بیل پړاو پیل کړي په دې پړاو کې هغه اړتیا لري چې ځېنې علوم او معلومات زده کړي تر څو خپله صحیح عقیده اوپيژنې او په هغې روان شي ترڅو هغه څه په ښ شان سره سر ته ورسوي کوم چې په ده باندي فرض او واجب دي او د اسلام او ایمام په بړاونو باندي قدم په قدم ورخيژې په دې بخش کې مو د همدې هدف په خاطر د هغه لپاره ډير څه را ټول کړي دي. که د الله پاک خوښه وي.

38 lessons
+34

مالي راکړه ورکړه:

د اسلام مبارک دين د ژوندانه هر اړخ ته شامل دی په هغې کې عبادت، راکړه ورکړه، چلند هر څه شتون لري او بندګانو اړتیا لري چې دا ټول احکام زده او عملي کړي تر څو د ددوي عملونه د الله پاک د خوښۍ سبب اوګرځي، د قرآن کريم عظیم کتاب د معاملاتو راکړې ورکړې او لوظو نو په تړاو خورا ډيرې دقیقې لارښونې کړي دي، او نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپل امت ته ټول هغه څه بیان کړي چې دوي هغې ته اړتیا لري د پير او پلور مسايل او احکام وغیره چې په دې بخش کې د هغې يوه برخه پيژنو.

2 lessons

مسلمانه کورنۍ

د اسلام مبارک دین کورنۍ ته ډيره پاملرنه کړې ده او ډير لوړ مقام او مرتبه يې ورکړي دي اسلامي شریعت بندګانو ته لار ښونه کوي تر څو خپل دنیاوي او اخروي ژوند هوسا کړي او ديوې ټولنې اصلاح د کونرنیو د اصلاح پرته نا شونې ده، په همدې خاطر د اسلام مبارک دين د کورنې بشپړ احکام، آداب، او نطام بیان کړی دی تر څو په ښه بنیاد يوه کورنۍ مینځ ته راشي او ټولنه ترينه جوړه شي نو په همدې خاطر اسلامي شریعت د کورنې نظام او په کورنۍ کې د هر وکړي دنده او حق بیان کړی دی.

11 lessons
+7

يوه مسلمانه ښځه.

د اسلام مبارک دین ښځې ته ډيره پاملرنه کړې او لوړ مقام يې ورکړی ددي خبري ګواهي د الله پاک کتاب قرآن کریم او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په سیرت کې خور ډيره شتون لري، يو دلیل چې د اسلام مبارک دین د ښځينه و ډير احترام کړی دی په همدې خاطر يې د هغوې لپاره ځانګړي احکام او حقوق ټاکلي دي او د هر ډول ذلت او رسوايې نه يې ژغورلې ده.

6 lessons
+2