مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه
درس د ښخې او خاوند حقونه.
د اسلام مبارک دین هر يو سړي او ښځې ته خپل ځانګري حقونه ورکړي دي، هر يو خاوند او ښځه بايد هغه حقونو ته پاملرنه اوکړي تر څو هر يو خاوند او ښځه خپل حقونه تر لاسه کړي، او په ښه طریقې سره خپل کامیاب ژوند مخي ته يوسي، او خپل هغه موخې ته ورسيږي د کومو موخو لپاره چې الله پاک آدم او حواء علیهما السلام پیدا کړي دي.
په ښځه باندي د خاوند حقونه.
سړي بايد د کورنۍ مشري په غاړه واخلي.
د الله پاک وینا ده:{الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاءِ بِمَا فَضَّلَ اللَّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنْفَقُوا مِنْ أَمْوَالِهِمْ} [النساء: 34]. سړي په ښځو باندې نګرانان دي په سبب د دې چې الله د دوى ځینې په ځینو نورو باندې غوره كړي دي. ددي ایت غوښتنه داده چې سړي بايد د کورنۍ مشر وي او خپل دندې په ښه طریقې سره سر ته ورسوي، پرته د سر زورۍ نه او په ښځه باندي واجب دي چې د خپل خاوند خبره په ښه کار کې اومني او هیڅ ډول سر غړونه او جنګ جګړي ورسره او نه کړي.
د خاوند مال بايد وساتل شي.
ښځه به د خاوند دمال څخه د هغه د اجازې پرته خرچه نه کوي، مګر کله چې يو خاوند د کور خرچه د توان او طاقت سره په ښه طریقه نه کوي نو بیا د هغه ښځه د هغه مال پّ ښه طریقه خرچ کولی شي خو په خرچه کې به اسراف نه کوي.
د خاوند په نشتون کې بايد د هغه ساتنه اوکړی شي.
ښځه به نا محرم سړي ته هیڅکله د خاوند په نشتون کې اجازه نه ورکوي چې د هغې خواته ورشي اګر خپلوان يې هم وي.
د خاوند د بچو بايد ساتنه اوکړي.
ښځه به د خاوند سره څنګ په څنګ د خپلو بچو تربیت او پالنې ته پاملرنه کوي، خاصکر کله چې بچي ماشومان وي، دا ځکه چې مور ډيري وخت د خپلو بچو سره تیره وي، او بچي د پلار په پرتله د مور څخه ډيره زده کړه کوي.
ښځه بايد د کور په کارونو او د بچو په تربیت کې خپل ځان ستړی کړي.
هغه داسې چې د کور ټول کارونه او خدمت د خپل توان مطابق سر ته ورسوي.
په خاوند د ښځې حقونه:
د ښځې په خاوند باندي د مهر حق:
د ښځې په خاوند باندي د مهر حق واجب دی د زړه په خوشحالۍ به هغې ته د نکاح مهر ورکوي تر څو د هغهې زړه نرم او خوشحاله شي او د خاوند د مینې احساس اوکړي د الله پاک ويناده: {وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً} [النساء: 4].ژباړه: او تاسې هغوې ته مهر د زړه په خوشحالۍ وړرکړۍ.
خاوند به په خپله ښځه او بچو باندي خرچه کوي.
هر هغه څه به ورته د خپل وس او توان مطابق برابروي چې دوي ورته اړتیا لري لکه خوراک، څښاک، لباس، وغیره پرته د اسراف او بخيلي نه، د الله پاک وينا ده: {لِيُنْفِقْ ذُو سَعَةٍ مِنْ سَعَتِهِ وَمَنْ قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنْفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا مَا آتَاهَا سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا} [الطلاق: 7]. ژباړه: د فراخۍ والا دې له خپلې فراخۍ نه خرچه وكړي او هغه څوك چې په هغه باندې خپل رزق تنګ كړى شوى وي، نو هغه دې له هغه (مال) نه څه خرچ كړي چې الله ده ته وركړى دى، الله هېڅ یونفس نه مكلف كوي مګر هومره چې ده ته يې وركړى دى، ژر ده چې الله به له تنګۍ نه پس اساني راولي.
خاوند به د ښځې سره ښه ژوند تیروي.
دا چې خاوند بايد ښه اخلاق ولري په وینا او عمل کې ورسره د نرمۍ چلند اوکړي بد ژبې او سخت زړی نه وي او د ښځې په ناغیړیو بايد د صبر او زغم څخه کار واخلي، د الله پاک ويناده: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا} [النساء: 19]. ژباړه: او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېداى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي. او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم ويناده: «لا يفرَك مؤمن مؤمنة، إن كره منها خُلُقاً رضي منها آخر» (مسلم 1469). هیڅ يو مؤمن خاوند خپله مؤمنه ښځه بدي نه ګڼي که يو خوې په کې بدې شي نور ډير خوينه خوښ وي.