زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

مسلمانه کورنۍ دا مهال برخه

درس د اسلام په مبارک دين کې د کورنۍ مقام او مرتبه.

د درس په دې برخه کې د کورنۍ په هکله د اسلام مبارک دين نظر.

  • د اسلام په مبارک دين کې د کورنۍ مفهوم او معنا.
  • د اسلام په مباک دين کې د کورنۍ مقام او مرتبه.
  • د اسلام په مبارک دين کې د کورنۍ بنیاد.

د امت معنا او مفهوم:

هر امت د ټولنې د هغه افرادو له جوړښت څخه مینځه راځي کوم چې په خپلو کې يو ځانګړی تړاو لکه اصلیت، تاریخ، ولري او تر ټولو پیاوړی تړاو د امت لپاره هغه دین او عقیده ده او د ټولنې ټول افراد د خپلو کورنیو څخه چې بنیاد يې د ښځې او خاوند څخه پیليږي مینځ ته راځي ځکه چې د کورنۍ جوړښت د ښځې او خاوند ځخه پيليږي هغه داسې چې د ښځې او خاوند په جوړښت بچي مینځ ته راځي او د هغوې څخه نوې کورنې شتون پيدا کوي او همدا کړنه د يو امت د بقاء سبب ګرځي.

د ښځې او خاوند ښه جوړښت د امت په ژوندون کې د بنیاد حیثیت لري په همدې لامل بايد د ښځې او خاوند او د کورنې لارو چارو ته په ښه توګه پاملرنه اوشي.

انسان د خپل طبیعت په بنیاد يو ټولنیز ژوندون لري او د خپلې هوساېنې لپاره په ټولونه کې بیلابیلو ټولنيز پيوستون ته اړتیا لري او ځېنې ځانګړې نرمې عاطفې چې د ځانګړو افرادو تر مینځ پيدا کيږي کوم چې د يوې کورنې غړي وي او همدغه کورنې په اسلامي نظر کې د يو سړي او ښځې له جوړښت څخه چې شرعي نکاح يې ترمینځ بنیاد وي مینځ ته راځي او بیا د ښځې او خاوند اولاد ټولنې ته غړي ګرځي.

د اسلام مبارک دین ددي نباید ته ډيره پاملرنه کړې ده لمړې يې انسان شرعې واده ته هڅولی دی بیا يې د ماشومانو تربیت ته ډيره پاملرنه کړې ده او بیا يې يو ې کورنې د غړو تر مینځ ښه جوړښت او پيوستون ته پام کړی دی او همدا کورنی جوړښت او نظام د انسانیت لپاره هغه بنیاد او ښاېست دی کوم چې الله پاک غوښتلی دی.

د کورنې مقام او مرتبه د اسلام له نظره:

١
کورنې د اسلام له نظره هغه بنیادي جوړښت دی د کوم په بنیاد چې يوه سالمه او برابره ټولنه رامینځ ته کيږي.
٢
کورنې هغه پړقيدونکی او پاک ښاېسته جوړښت دی چې بر مټ يې د کورنۍ غړي او د هغوې تر مینځ پيوستون مینځ ته راځي.
٣
کورنې د اسلام له نظره هغه جوړښت دی چې پر مټ يې بیلابیل روغ رمټ ټولنيز انساني کړنې رامینځ ته کيږي او د ټولنې هر وګړی خپل او پردې حقونه پيژنې او هغه په ښه شتان سره سر ته رسوي.
٤
کورنې د اسلام له نظره هغه جوړښت دی چې د يو پلار نسلې میلان او رغبت ته پاملرنه کوي او په همدې سره د بشریت بقاء تضمنیږي.
٥
د کورنۍ د اسلام له نظره مقام او مرتبه له دې څخه په ډاکه کيږي چې الله پاک د کورنې شمیر په هغه پيزوينو کې کړی دی کومې پيرژوينط چې په خپلو بندګانو باندي کړي دي، د الله پاک وينا ده: {يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً} [النساء: 1]. ژباړه: ای خلکو د خپل پرودګار څخه يره اوکړي هغه ذات چې تاسې يې د يو نفس څخه تخلیق کړې یاست او بیا د هغه نفس څخه د هغه بي بي پيدا کړه او بیا يې د هغوې دواړو څخه ډير نارینه او ښځينه خواره واره کړل.

د واده فکر د اسلام له نظره:

الله پاک د سړي او ښځې تر مینځ يو بل ته میلان کول د هغوې په تخلیقې جوړښت کې پيدا کړی دی او ددي اړیکو سر ته د رسيدلو لپاره شرعي لار هغه واده او نکاح کول دي، تر څو بشري نسل باقي پاتي شي د همدې موخې ته د رسيدلو لپاره د اسلام مبارک دین د قرآن کريم او نبوي سنتو په مټ واده او نکاح کولو ته هڅونه کړې ده.

اسلامي کورنۍ په دوه بنیادونو ولاړه وي:

د واده او نکاح نفساني بنیاد:

نفساني بنیاد چې ذهني سکون، راحت، مینه او محبت او مهرباني په کې شامله وي، د الله پاک وينا ده: {وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُمْ مِنْ أَنْفُسِكُمْ أَزْوَاجًا لِتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُمْ مَوَدَّةً وَرَحْمَةً إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ} [الروم: 21]. ژباړه: او د هغه له نښو ځنې دا دي چې تاسو لپاره يې ستاسو له نفسونو څخه جوړې پيدا كړې، د دې لپاره چې تاسو هغو ته (په مايله كېدو سره) سكون حاصل كړئ او هغه ستاسو په مینځ كې مینه او مهرباني پیدا كړه، بېشكه په دغو كې خامخا نښې دې د هغه قوم لپاره چې ښه فكر كوي.

د واده او نکاح مادي بنیاد:

د واده او نکاح مادي بنیاد: په دې کې د واده او نکاح اړین شرطونه او د ښځې او خاوند دندې او په يو بل اړین حقونه لکه د خاوند خرچه په ښځه او بچو باندي او د ښځې پاملرنه د خاوند کور او بچو مال وغیره ته.

د اسلام مبارک دين ښځه او خاوند دیته هڅوي چې د خپلې کورنې پاملرنه او کړي او خپلې دندې او حقونه په ښه شان سره ادا کړي تر څو کورنۍ د نړيدو څخه او وګړي يې تيت او پره نشي، همدې موخې ته د سيدلو لپاره د اسلام مبارک دين ښځې او خاوند ته د صبر او زغم سپارښتنه کوي اګر که د دوي بشري میلان يو بل ته کمساري هم شي. د الله پاک وينا ده: {وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِنْ كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَنْ تَكْرَهُوا شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا} [النساء: 19]. ژباړه: او له دوى سره په ښه طریقه ګذران كوئ، نو كه دوى ستاسو خوښې نه وي، نو كېداى شي چې تاسو به یو شى بد ګڼئ او الله به په هغه كې ډېر زیات خیر ایښى وي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه