زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس د الله پاک په تقدير باندي ایمان لرل.

دا ِښتلی او قوي باور کول چې هر څه خیر وي که شر ټول د الله پاک د فیصلې او تقدير سره سم واقع کيږي، الله پاک د هغه څه کونکی دی چې اراده يې وکړي او د هغه د ارادي نه هيڅ يو شي بهر نشته نو هيڅ يو مخلوق د هغه د ارادي نه نشي وتلی، او هر څه د هغه په تدبیر سره واقع کيږي، خو دې سره سره يې خپلو بندګانو د څه عملونو حکم کړی دی او د ځېنې نورو عملونه يې منع کړي دي، او بندګانو ته يې د عملونو کولو او نه کولو اختیار توان او طاقت ورکړی دی او هغوې په خپل دغه ورکړل شوی توان او طاقت سره عملونه تر سره کوي، الله پاک ددوې او د دوې د عملونو ټولو خالق دی، په خپل رحمت او مهربانۍ سره ځېنې بندګانو ته د سمې لارې هدایت کوي او د خپل عدل او حکمت په بنیاد ځېنې نور بیا ګمراه کوي ځکه د هغه نه د هيڅ شي په هکله پوښتنه نشي کيدلی او هغه د خپلو بندګانو نه پوښتنه کوي.

په تقدیر باندې ایمان او د هغې اړتیا پيژندل. په تقدیر باندي د ایمالرلو ګټې او فاېدې.

په تقدير باندي د ایمان لرلو معنا:

دا ِښتلی او قوي باور کول چې هر څه خیر وي که شر ټول د الله پاک د فیصلې او تقدير سره سم واقع کيږي، الله پاک د هغه څه کونکی دی چې اراده يې وکړي او د هغه د ارادي نه هيڅ يو شي بهر نشته نو هيڅ يو مخلوق د هغه د ارادي نه نشي وتلی، او هر څه د هغه په تدبیر سره واقع کيږي، خو دې سره سره يې خپلو بندګانو د څه عملونو حکم کړی دی او د ځېنې نورو عملونه يې منع کړي دي، او بندګانو ته يې د عملونو کولو او نه کولو اختیار توان او طاقت ورکړی دی او هغوې په خپل دغه ورکړل شوی توان او طاقت سره عملونه تر سره کوي، الله پاک ددوې او د دوې د عملونو ټولو خالق دی، په خپل رحمت او مهربانۍ سره ځېنې بندګانو ته د سمې لارې هدایت کوي او د خپل عدل او حکمت په بنیاد ځېنې نور بیا ګمراه کوي ځکه د هغه نه د هيڅ شي په هکله پوښتنه نشي کيدلی او هغه د خپلو بندګانو نه پوښتنه کوي.

د تقدير معنا:

د ازل نه تر ابده پورې د الله پاک علم په خپلو مخلوقاتو باندي ديته تقدير وايې هغه داسي چې په کائناتو کې چې هر مخلوق پیدا کيږي يا هر کار کيږي په هر وخت کې په هر شان سره تر سره کيږي نو دا ټول د الله پاک د علم، لیکلو، او ارادې سره سم مینځ ته راځې.

په تقدير باندي ایمان لرل د ایمان په بنیادونو کې يو مهم بنیاد دی.

په تقدير باندي ایمان لرل واجب دي او د ایمان په بنیادونو کې ي، مهم بنیاد دی، لکه څنګه چې دا خبره نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ جبریل علیه السلام ته د هغه د پوښتني په جواب کې کړی ده، کله چې جبریل علیه السلام د ایمان په هکله وپوښتل، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وويل: په الله پاک او د هغه په ملائکو، کتابونو، پيغمبرانو، د آخرت په ورځ او د خیر او شر په تقدير باندي باور کول ديته ایمان وايې. (مسلم 8).

په تقدير باندي ایمان لرلو کې کومې خبرې شامليږي؟

په تقدير باندي ایمان لرلو کې څلور خبرې ضروري دي:

په تقدير کې د علم مرتبه .

په دې خبره ایمان او قوي باور چې الله پاک په ټولو کائناتو باندي بشپړ علم لري ، الله پاک د ټولو مخلوقاتو او کائناتو د خلقت نه مخکي په هغوې او د هغوې په زرق، د مرګ په نيټه د هغوې په ټولو علمونوو خبرو، حرکاتو، سکناتو، د هغوې په ټولو پټ او ښکاره رازونو باندي چې څوک به په هغوې کې د جنت واله وي او څوک به اور د جهنم ته ځې په دې ټولو يې بشپړ او پوره علم لرلو، د الله پاک وينا ده: (هُوَ اللهُ الَّذِي لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ عَالِمُ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَة) (الحشر: 22). دغه الله هغه ذات دى چې له ده نه غیر بل هېڅ حق معبود نشته، په غیبو او په ښكاره و عالم دى.

۲. په تقدير کې د کتابت او لیکلو مرتبه:

په دې خبره ایمان چې الله پاک ټول کائنات او د هغې تفصیل د خپل علم نه بعد په لوح محفوظ کې لیکلي دي، او دليل يې د الله پاک دا وينا ده: (مَا أَصَابَ مِنْ مُصِيبَةٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي أَنْفُسِكُمْ إِلَّا فِي كِتَابٍ مِنْ قَبْلِ أَنْ نَبْرَأَهَا) (الحديد: 23). نه رسېږي په ځمكه كې او نه ستاسو په ځانونو كې كوم مصیبت مګر (دا) په كتاب كې دي مخكې له دې نه چې دغه (ځانونه) پيدا كړو. او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ دا وينا: الله پاک د ټولو مخلوقاتو بشپړه اندازه د اسمانونو او د زمکې د پيدائش نه پنځوس زره کاله وړاندي ليکلې وه. (مسلم 2653).

په تقدير کې د الله پاک د مشیئت مرتبه:

د الله پاک په مشیئت او اراده باندي ایمان لرل چې هيڅ یو شی د هغې په وړاندي ودريدلی نشي او د الله پاک په قدرت چې هيڅ یو شی د هغې مقابله کولی نشي، بلکه هر څه د هغه په قدرت او د هغه د ارادې سره سم مینځ ته راځي، هر څه چې هغه اوغواړي مینځ ته راځي او چې څه هغه اونه غواړي هيڅکله نه واقع کیږي، د الله پاک وينا ده: (وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللهُ) (التكوير: 29).او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي.

په تقدير کې د خلقت او پيدائش مرتبه.

په دې خبره ایمان او باور چې د ټولو شیانو خالق يواځې الله پاک دی، او د الله پاک نه پرته نور ټول کائنات مخلوق دي او الله پاک په هرڅه باندي قدرت لرونکی دی، د الله پاک وينا ده: (وَخَلَقَ كُلَّ شَيْءٍ فَقَدَّرَهُ تَقْدِيرًا) (الفرقان: 2). او هر شى يې پیدا كړى دى، نو هغه يې په اندازه كړى دى، اندازه كول.

د تقدیر په باب کې د انسان لپاره اختیار، قدرت او اراده ثابت ده:

په تقدير باندي ایمان لرل د دې خبرې سره هيڅ اختلاف نلري چې انسان د خپلو اختیاري عملونو اراده او د هغې د تر سره کولو توان او طاقت لري، ځکه چې اسلامي شريعت او واقع الحال په دې دلالت کوي.

د انسان په اراده باندي د شريعت دلیل دادی: (ذَلِكَ الْيَوْمُ الْحَقُّ فَمَنْ شَاءَ اتَّخَذَ إِلَى رَبِّهِ مَآَبًا) (النبأ: 39). نو هغه څوك چې د خپل رب په طرف د ورتلو ځاى نیسي (نو ودې نیسي). او د انسان په قدرت باندي د شريعت دلیل دادی: (لَا يُكَلِّفُ اللهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا لَهَا مَا كَسَبَتْ وَعَلَيْهَا مَا اكْتَسَبَتْ) (البقرة: 286) او الله هېڅ یو نفس نه مكلف كوي مګر د هغهٔ له وَس سره سم. په دې ایت کې د (وسع) نه مراد قدرت او طاقت دی.

او په واقع الحال کې هر انسان په دې پوهيږي چې هغه خپل اختیار او قدرت لري د همدغه اختیار او قدرت په بنیاد ځېنې کارونه کوي او په خپل اختیار ځېنې کارونه پريږدي، د انسان په اختیاري او غیر اختیاري عملونو کې فرق او توپیر همدا دی چې اختیاري کارونه انسان په خپل اختیار تر سره کوي او ځېنې غیر اختیاري کارونه هم د انسان نه تر سره کيږي لکه ناڅاپه په زمکه وغیره راپريوتل، يا د مرض په وجه د لاسونو غیر اختیاري خوزيدل، خو د انسان اختیار او قدرت د الله پاک د ارادي تابع دي، د الله پاک وينا ده: (لِمَنْ شَاءَ مِنْكُمْ أَنْ يَسْتَقِيمَ • وَمَا تَشَاءُونَ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ الله رَبُّ الْعَالَمِينَ) (التكوير: 28-29). د هغه چا لپاره چې په تاسو كې غواړې چې دى نېغ برابر شي. او تاسو د (د سمې لارې) اراده نشئ كولى مګر دا چې الله رب العلمین يې اراده وكړي. په دې ایاتونو کې الله پاک د انسان لپاره اراده ثابته کړي او بیا يې په تاکيد سره ويلې چې د انسان اراده د الله پاک د ارادې تابع ده او دا ځکه چې ټول کائنات د الله پاک ملکیت دی پس هيڅ يو شی به د الله پاک په ملکیت کې د هغه د ارادې او علم سره سم واقع کيږي.

د تقدير په بهانه عذر نه قبليږي:

د هغه قدرت او اختیار د وجي نه کوم چې الله پاک انسان ته ورکړی دی انسان مکلف، او د الله پاک حکم، امر او نهي ورته متوجه ده، نو نیک عمله ته د سمې لارې او نیک عمل ثواب ورکولی شي او بد عمله ته د هغه د بد عمل او ګمراهې بده بدله ورکولی شي، ځکه چې الله پاک مونږ په هغه څه مکلف کړی یو چې مونږ د هغه وَس، توان او طاقت لرو، او د هیچا دا بهانه نه مني چې ګویا د تقدیر د وجي نه يې عمل پريښی دی.

بله خبره داده چې انسان د ګناه تر سره کولو نه وړاندي په دې نه پوهيږي چې دَ ده په هکله وس د الله پاک تقدير څه دی، خو الله پاک ده ته اختیار، وَس توان او طاقت ورکړی دی، او د خیر او شر لاره يې ورته ښه واضحه بیان کړې ده، ددې سره چې بیا دا انسان په خپل اختیار د ګناه ارتکاب کوي او نیک عمل پريږ دي باید چې د خپل بد عمل سزا وويني.

په تقدير باندي د ایمان لرلو ګټې او فائدې:

د الله پاک په فيصله او د هغه په تقدير باندي د ایمان لرلو ډيرې لوې فاېدې دي چې د مسلمان په ژوند کې ښکاره کيږي ځېنې د هغې نه دادي:

۱. په تقدير ایمان لرل انسان نیک عمل کولو ته هڅه وي او د الله پاک د رضا کولو لپاره يې متوجه کوي.

مؤمنان د الله پاک لخوانه د اسبابو په لټون استعمال، او ورسره د الله پاک باندي په توکل کولو ماموره دي، او په دې خبره ایمان چې د اسبابو لټون او استعمال د الله پاک د حکم نه پرته هيڅ فائده نشي ورکولی، ځکه چې اسباب او د هغه اسبابو نتائج الله پاک پیدا کړي دي او د هغه د حکم تابع دي، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: چې څه فائده درکوي د هغه په حصول کې حرص وکړه، او د الله پاک نه مدد او مرسته اوغواړه سستې مه کوه، که چرته يو نا خوښه څه درورسیږي نو داسي مه وایه چې ارمان داسي مې کړی وی نو داسي داسي به شوی وی بلکه داسي ووايه چې الله پاک داسي لیکلې وو، او هغه چې هر څه اوغواړي همغه کيږي، ځکه چې کلمه د لو ( ارمان ) د شیطان عملونو ته لار پرانيزي. (مسلم 2664)‭

۲. د تقدير په ایمان سره انسان د خپل ځان حقیقت معلوم کړي، بیا تکبر لويې او د نورو خلکو سپکاوی نه کوي، ځکه چې انسان د تقدیر او راتلونکي په هکله هيڅ معلومات نلري نو د خپل ځان په کمزورۍ اقرار وکړي او هميشه خپل رب ته د احتیاج احساس کوي.

د عامو انسانانو طبیعت دادی چې کله هغه ته خیر، مالداري، صحت وغیره ورپه برخه شي نو سرکشي او د تکبر ښکار کيږي، او چې کله ورته څه تکلیف او مصیبت ورسيږي نو وارخطا او غمژن شي، نو انسان د تکبر، سرکشي، وارخطايې او غم نه يواځې په تقدیر باندي د ایمان په مټ خلاصيدلی او محفوظ پاتي کيږي، ځکه چې انسان دا باور لري چې دا ټول هغه څه دي چې د تقدير قلم ورباندي راکش شوی او د الله د علم سره سم واقع شول.

۳. په تقدیر باندي ایمان د حسد سپیره صفت له مینځه وړي، نو مؤمن د الله پاک په نعمتونو باندي د خلکو سره حسد نه کوي ځکه چې دا ټول نعمتونه د الله پاک دي او خپلو بندګانو ته يې ورکړي دي، مؤمن پوهيږي چې د خلکو سره د الله پاک په نعمتونو حسد کول د الله پاک په تقدير او فیصله باندي اعتراض دی.

۴. په تقدير باندي ایمان لرل د بنده په زړه کې د تکلیفونو او سختیو په وخت توان او طاقت پيدا کوي او عزم يې قوي کوي تر څو د سختیو سره مقابله وکړي، ځکه چې دوې ایمان لري چې د اجل نيټه، رزق، هر څه ليکل شوي دي همدغه شان هر څه چې انسان ته رسيږي دا ټول د مخکې نه لیکل شوي دي.

۵. په تقدیر باندي ایمان د مؤمن په زړه کې ډير ایماني حققتونه را ټوکوي هغه داچې دا مؤمن همیشه د الله پاک نه مدد اومرسته غواړي په هغه توکل کوي يواځې هغه ته عاجزې کوي اسباب استعمالوي خو مدد د الله پاک نه غواړي.

۶. به تقدير باندي ایمان د مؤمن په زړه کې راحت ، سکون او اطمئنان پیدا کوي دا ځکه چې مؤمن باور لري هر هغه چې ده ته رسيږي او هغه څه چې ده تر لاسه نه کړل دا ټول د مخکې نه په تقدیر کې لیکل شوي دي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه