عبادت دا مهال برخه
درس د عبادت بشپړ حقیقت.
عبادت: د هر هغه قول (وینا) او عمل نوم دی کوم چې الله پاک ته محبوب وي او په هغې رضا کيږي، که ښکاره قول او عمل وي او که پټ قول او عمل وي.
د عبادت حقیقت
عبادت: د محبت، خضوع او تعظیم په بنیاد فرمانبرادري کولو ته عبادت وايې او دا يواځې د الله پاک حق دی په بندګانو باندي چې بندګان بايد يواځې د هغه عبادت او بندګي وکړي، بیا عبادت هر هغه قول ( وينا) او عمل ښکاره وي او که پټ وي چې د الله پاک خوښ وي او هغه ورباندي رضا کيږي او د هغې حکم يې کړي وي او بندګانو ته يې د هغې ترغيب ورکړی وی دي ټولو ته عبادت شامليږي ښکاره عملونه لکه لمونځ ، روژه، زکات. او حج وغیره شو، او پټ عملونه لکه په زړه کې د الله پاک ياد، د هغه نه ويره، او په هغه باندي توکل، او د هغه مدد غوښتل وغیره.
د الله پاک دا مهرباني ده چې خپلو بندګانو لپاره يې مختلف عبادتونه مقرر کړي دي، ځېنې د هغې نه به لاندي ډول بیانيږي:
الله پاک بیلابیل عبادتونه د بندګانو لپاره مقرر کړي دی تر څو انسان په خپل نفس کې قوت او خوشحالي احساس کړي او د عبادت نه ستړی او ساه ډوبی نه شي، او د زړه په خوشحالۍ سره عبادت تر سره کړي.
لکه څنګه چې عبادتونه بیلابیل دي همدغه شان د بندګانو میلان او قدرتونه هم بیلابیل دي ځېنې خلکو ته د نورو سره مرسته او احسان کول خوښ وي او ځېنې نور و ته بیا د روژې نيول محبوب وي او ځېنو ته د قرآن کريم تلاوت او د هغې حفظ کول خوښ او محبوب وي.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: هغه څوک چې د لمانځه پابندي کونکی وي، هغه به جنت ته د لمانځه د دروازې نه داخليږي، او هغه څوک چې مجاهد وي هغه به جنت ته د جهاد دروازې نه داخليږي، او هغه څوک چې صدقه ورکونکی وي هغه جنت ته د صدقې د دروازې نه داخليږي، او هغه څوک چې ډير روژه نیونکی وي هغه به جنت ته د ( ریان ) روژې د دروازې نه داخليږي، ابو بکر صديق رضي الله عنه وويل: ای د الله پاک پيغمبره! داسي څوک به وي چې د دې ټولو دروازونه ورته د جنت د داخليدلو اواز وکړی شي، نبي کري صلی الله علیه وسلم وويل: هو او زما امید دی چې ته به د هغوې څخه يې. (البخاري: 1798 ، مسلم: 1027).
عبادت او بندګي د مؤمن د ژوند ټولو کړنو ته شامليږي چې کله هغه مؤمن د الله پاک د نيزديکت نیت او اراده ولري، عبادت او بندګي یواځې تر اسلامي شعاېرو پورې محمدو نه لکه لمونځ روژه و غیره بلکه د مؤمن ټولو ښه عملونه چې په ښه نیت سره تر سره کړي عبادت او د اجر وثواب مستحق ګرځي لکه هغه مؤمن چې خوراک، څښاک او خوب په دې نیت سره کوي تر څو نور نيک عملونو تر سره کولو ته توان او طاقت پيدا کړي نو په دې سره هم اجر او ثواب تر لاسه کولی شي.
د مسلمان ټول ژوند د الله پاک لپاره دی، ځکه چې هغه خوراک، څښاک کوي په دې نیت چې د الله پاک بندګي ته تیار او د هغې لپاره توان او طاقت ولري، نو د هغه خوراک، څښاک په دې نیت سره دا عبادت او بندګي ده، مؤمن په دې نيت واده کوي چې خپل ځان د حرامو نه وساتي، نو د هغه واده په دې نيت سره هم عبادت دی، همدغه شان د هغه تجارت، کار کول، د حلال مال ګټل د علم او سند حاصلول، د هغه بحث او لټون يا د يو نوی فائده مند څيز ایجادول په ښه نیت سره دا ټول په عبادت کې شامليږي او هغه ته په دې سره اجر او ثواب رسیږي، همدغه شان چې ښځه د خپل خاوند، بچو، او د کور کتنه او خدمت کوي، دا هم عبادت دی، همدغه شان د ژوند ټول اړخونه او کارونه چې په ښه نیت سره تر سره کړی شي په عبادت او بندګي کې شامليږي.
د مخلوقاتو د پيدائښ راز:
د الله پاک وينا ده: (وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنْسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ • مَا أُرِيدُ مِنْهُمْ مِنْ رِزْقٍ وَمَا أُرِيدُ أَنْ يُطْعِمُونِ • إِنَّ اللهَ هُوَ الرَّزَّاقُ ذُو الْقُوَّةِ الْمَتِينُ) (الذاريات: 56-58). او ما پېریان او انسانان نه دي پیدا كړي مګر د دې لپاره چې دوى زما عبادت وكړي . زه له دوى نه هېڅ رزق نه غواړم او نه دا غواړم چې دوى ما ته خوراك راكړي .
الله پاک خبر ورکوي چې د پيريانو او انسانانو د پيدائښ راز او حکمت دادی چې دوې باید د الله پاک عبادت او بندګي وکړي ځکه چې دوې د الله پاک محتاجه دي او هغه ته اړتیا لري.
کله چې يو انسان دا لویه موخه او هدف هیر کړي او د دنیا په هواشاتو کې ځان ډوب کړې او د خپل تخلیق اصلې موخې ته ځان ونه رسوي نو د هغه انسان نه بیا د انسانیت غوره والی ختم شي او د نورو حیواناتو په څير شي لکه د حیواناتو په خوراک څښاک او نفسي خواهشاتو کې غرق شي او خپل انسانیت د لاسه ورکړي. د الله پاک وينا ده: (وَالَّذِينَ كَفَرُوا يَتَمَتَّعُونَ وَيَأْكُلُونَ كَمَا تَأْكُلُ الْأَنْعَامُ وَالنَّارُ مَثْوًى لَهُمْ) (محمد: 12). ژباړه: هغه کسان چې کافران دي دوي د حیواناتو په څير مزي اخلي او خوراک کوي مګر ځاې د اوسیدلو يې اور د دوزخ دی. دوي د حویاناتو سره په خپلو ټولو کړنو کې يوشان شي مګر له دوي سره به د قیامت په ورځ حساب کتاب کيږي ځکه چې دوي ته الله پاک د عقل نعمت ورکړی دی او دوې فکر او سوچ نه کار اخستلی شي او هر چې حیوانات دي هغوې خو عقل سوچ او فکر نلري.
د الله پاک عبادت او بندګي چې د هغې حکم الله پاک کړی دی هغه په درې بنیادونو باندي ولاړه ده او هر ي، بنیاد د بل جوړښت او تکمیل کوي.
د عبادت بنیادونه:
هغه عبادت او بندګي چې الله پاک فرض کړې ده په هغې بايد الله پاک ته بشپړه عاجزي او زاري او د هغه نه ويره او خوف او د هغه سره بشپړه مينه او د هغه د خیر امیدونه او هغه ته شوق.
په همدې بنیاد هغه مینه چې د هغې سره و يره او عاجزي او زاري ملګري نه وي هغه ته عبادت او بندګي نه ويل کيږي، لکه د خوراک سره يا دولت وغیره سره مينه شوه، همدغه شان هغه ويره چې مینه ورسره ملګرې نه وي هغه ته هم عبادت نه ویل کيږي، لکه د درنده يا ظالم بادشاه نه ويريدل، خو کله چې ويره او مینه او ورسره د خیر امید يوځاې شي ديته بیا عبادت ويل کيږي او دا يواځې د الله پاک لپاره خاص وي.
کله چې مسلمان لمونځ کوي، او يا روژه نیسي او په دې باندي باعث د الله پاک سره مينه او د هغه نه اميد او د هغه نه خوف او ویره وي ديته عبادت وايې.
الله پاک د پيغمبرانو ثنا او صفت کې وايې: (إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَباً وَرَهَباً وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ) (الأنبياء: 90). دوى (نبیان داسې) وو چې په نېكیو كې به يې تلوار كاوه او مونږ به يې بللو، په دې حال كې چې رغبت كوونكي او وېرېدونكي وو او دوى خاص زمونږ لپاره تواضع كوونكي وو.
د عبادت ډولونه:
۱. خالص عبادتونه:
هغه عبادت چې الله پاک او د هغه پيغمبر صلی الله علیه وسلم يې په يوه خاص طريقې سره د هغې د ادا کولو حکم کړی وی لکه لمونځ، روژه، حج، دعا، طواف د الله پاک نه پرته د بل چا لپاره دا عبادتونه تر سره کول هيڅ جواز نلري.
۲. غوره اخلاق:
هغه چې الله پاک د خغې حکم کړی وي، او خلک يې د هغې تر سره کولو لپاره هڅولي وي، لکه د مور او پلار ښيګڼه او د خلکو سره مرسته، د مظلوم مدد، و غيره کوم چې غوره خويونه دي او الله پاک يې په عامه توګه د تر سره کولو حکم کړی دی، چې مسلمان يې په نه کولو ګناهګاريږي، په دې ډول عباداتو کې د الله پاک د پيغمبر صلی الله علیه وسلم بشپړه تابعداري لازمه نه ده مګر دا ضروري ده چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ او د په حرامو کې د واقع کيدلو نه بايد خامخا ډډه وکړي.
دا ډول کارونه چې څوک په ښه شان سره چې نيت يې د الله پاک رضا وي تر سره کړي نو اجر او ثواب ورته حاصليږي، مګر که د الله پاک رضا نيت يې نه وي نو اجر او ثواب ورته نه حاصليږي خو په نه کولو يې ګناهګاريږي نه، دې کارونو سره په شرعي حکم کې د دنیا نور کارونه لکه خوب، کار وکسب، تجارت، مشق او تمرين و غیره، هر ښه کار چې د الله پاک د رضا په خاطر وشي کونکی ته يې اجر او ثواب حاصليږي، د الله پاک وينا ده: (إِنَّا لَا نُضِيعُ أَجْرَ مَنْ أَحْسَنَ عَمَلًا) (الكهف: 30). يقينًا مونږ د هغه چا اجر نه ضايع كوو چې ښه عمل يې كړى دى.
د عبادت د صحت او قبولیت لپاره دوه بنیادي شرطونه:
د الله پاک وينا ده: (فَمَن كَانَ يَرْجُو لِقَاء رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلاً صَالِحًا وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (الكهف: 110). نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي .
هغه څوک چې الله پاک او د اخرت کور غواړي نو هغه بايد د دغه دوو ذکر شوي شرطونو په بنیاد د الله پاک عبادت او بندګي وکړي، د الله پاک دا وينا: (وَلا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَداً) او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي . په دې دلالت کوي چې عبادت بايد یواځې د الله پاک لپاره وي، او دا وينا يې: (عَمَلاً صَالِحاً) نو هغه دې نېك عمل وكړي. په دې دلالت کوي چې عمل بايد نیک وي او هيڅ کله به يو عمل نیک نشي تر څو چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو موافق نه وي.