زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

قرآن کریم دا مهال برخه

درس د قرآن کريم تفسیر او تدبر

د قرآن کریم تفسیر او د هغې په آیاتونو کې فکر او سوچ کول هغه لوړ عمل دی چې يو بنده د الله پاک د خبرو مراد پيژندلو او په هغې باندي عمل کولو ته نيژدې کوي، په دې درس کې به د تفسیر او تدبر او د هغې اهمیت په اړه يو څه زده کړي.

  • د قرآن کريم تفسیر او تدبر پيژندل. 
  • د قرآن کريم تفسیر او تدبر او هغې ته اړتیا پيژندل. 
  • د قرآن کريم د تفسیر لارې چاري پيژندل. 
  • ځېنې د اعتماد وړ تفسیرونه پيژندل. 

د قرآن کريم تفسیر او تدبر

هر مسلمان بايد د قرآن کريم د درست تلاوت کولو اهتمام وکړي، او د هغې په حکمونو، اوامرو، او نواهيو کې سوچ او فکر وکړي، تفسیر او احکام يې بايد زده کړي، او بيا ورباندي عمل وکړي تر څو دنيا او اخرت يې دواړه ښايسته شي.

د تدبر معنی

تدبر: د قرآن کريم په آیاتونو کې سوچ او فکر کول، د هغې مطابق خپل حال جوړول، په هغې عمل کول ترڅو تري فائده واخلي

د قرآن کريم په آیاتونو کې تدبر کونکی بايد لمړی د دغه آیاتونو اجمالي ( لڼډه ) معنی زده کړي تر څو په صحیح فهم تدبر او سوچ وکړي.

په قرآن کريم د تدبر کولو وجوب

په هر مسلمان باندي لازم ده چې په دې عظیم کتاب قرآن کريم کې سوچ، او فکر وکړي، په آیاتونو او معناګانو يې ځان پوهه کړي، خپل حال د هغې مطابق جوړ کړي، د الله پاک وينا ده: ﴿ كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ مُبَارَكٌ لِيَدَّبَّرُوا آيَاتِهِ وَلِيَتَذَكَّرَ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴾ [ص: 29] دا مبارک کتاب مونږ تاته نازل کړی دی ددي لپاره چې دوې يې په اياتونو کې سوچ او فکر وکړي، او د عقل والا ترينه پند او نصيحت واخلي. همدغه شان د الله پاک ويناده: ﴿ أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا ﴾ [محمد: 24]. دوي په قرآن کريم کې سوچ او فکر ولي نه کوي، او که نا په زړونو يې قلفونه وهل شوي دي.

د تفسیر معنی

تفسیر: د قرآن کريم معناګاني بيانو لو ته تفسیر وايي.

قرآن کريم د تفسیر اهميت او حاجت

قرآن کريم د تفسیر علم په فائده مندو علمونو کې شميرل کيږي ځکه چې ددي تعلق د الله پاک د عظیم کتاب سره دی، په دې سره د الله پاک د کتاب فهم، مراد او هغه معناګاني معلوميږي، چې په هغې سره مسلمان ته د نیک عمل لاره روښانه کيږي، او هم ورته دالله پاک رضا حاصليږي او د الله پاک د جنوتونو کاميابي تر لاسه کوي، او دا هغه وخت چې کله مسلمان د قرآن کريم په اوامرو عمل وکړي او د نواهيو نه يې ځان وساتي، د قصصو او واقعاتو نه يې عبرت واخلي، باور او تصديق يې وکړي، همدغه شان د تفسیر په علم سره انسان ته حق او باطل معلوميږي، او د آیاتونو معناګاني او دلالت ښه واضحه کيږي.

د صحابه کرمو زیار او کوشش تر څو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه د قرآن کريم معناګاني او تفسیر زده کړي

صحابه کرمو به زیار او کوشش کولو تر څو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه د قرآن کريم هغه معناګانو په هکله چې په فهم کې يې ورته اشکال راغلی دی پوښتنه وکړي او تفسیر يې ترينه زده کړي، عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وايي: کله چې دا ايت نازل شو: ﴿ الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ﴾ [الأنعام: 82] هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی او د خپل ايمان سره يې ظلم نه دی يو ځاې کړی. دا خبره په صحابه کرامو ډيره سخته شوه او داسي يې وويل: څوک دی په مونږ کې چې ظلم او زیاتی يې نه دی کړی؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: ددي ايت مقصد هغه نه دی کوم چې تاسئ ګمان کوي، بلکه مقصد د ظلم نه د الله پاک سره شرک کول دی لکه څرنګه چې لقمان خپل ځوې ته نصيت کې وويل: ﴿ يَا بُنَيَّ لاَ تُشْرِكْ بِاللَّهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ﴾ [لقمان: 13] » البخاري (6937). ای ځویه د الله پاک سره شرک مه کوي ځکه د الله پاک سره شرک کول ډیر لوې ظلم دی.

د قرآن کريم تفسیر او معنی په لاندي طءیقو سره کيږي:

١
د قرآن کريم تفسیر په قرآن کريم سره
٢
د قرآن کريم تفسیر په سنت سره
٣
د صحابه کرامو تفسیر
٤
د تابعینو تفسیر

د قرآن کريم تفسیر په قرآن کريم سره

ځکه چې قرآن کريم الله پاک نازل کړی او هغه يې په مراد ډير ښه پوهه دی.

ددي مثال د الله پاک دا وينا: ﴿ أَلَا إِنَّ أَوْلِيَاءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ ۝ الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ ﴾ [يونس:62- 63] خبر دار! د الله پاک په دوستانو به هيڅ ويره او غم نه وي، هغه کسان چې ایمان راوړي او تقوی اختیار کړي. دلته يې د الله پاک د دوستانو تفسیر خپله په دې ايت کې وکړ چې: (الَّذِينَ آمَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ). هغه کسان چې ایمان راوړي او تقوی اختیار کړي.

د قرآن کريم تفسیر په سنت سره

ځکه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د الله پاک لخوانه د هغه پیغام رسونکی دی او هغه د خپل رب د کلام په مراد تر ټولو ښه پوهيږي.

ددي مثال: کله څرنګه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د قوت تفسیر په ويشتلو سره کړی دی، عقبه بن عامر رضي الله عنه وايي: ما د نبي کريم صلی الله علیه وسلم واوريدل او هغه په ممنبر باندي داسي يې وفرمايل: « ﴿ وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ ﴾ [الأنفال: 60]، ألا إن القوة الرمي، ألا إن القوة الرمي، ألا إن القوة الرمي » مسلم (1917). تاسئ تیاری وکړې د دوې د مقابلې لپاره هرڅومره مو چې وس او طاقت وي د قوت نه. [الأنفال: 60] بیا يې وفرمايل: خبردار! قوت او طاقت په غشو ويشتلو کې دی، خبردار! قوت او طاقت په غشو ويشتلو کې دی، خبردار! قوت او طاقت په غشو ويشتلو کې دی،

دريم: د صحابه کرامو تفسیر

ځکه دوې ( صحابه کرام ) په دې ډير ښه پوهه دي، ځه دوې د قرآن د نزول په وخت هغه خاص حالات او قرائن پخپله مشاهده کول، او دوې د پوره فهم علم او عمل خاوندان وو.

ددي مثال: په دې وينا د الله پاک کې: ﴿وَإِنْ كُنْتُمْ مَرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاءَ أَحَدٌ مِنْكُمْ مِنَ الْغَائِطِ أَوْ لامَسْتُمُ النِّسَاءَ﴾ [النساء: 43] که چرته تاسئ بیماران او يا په سفر يې او يا په تاسئ کې يو کس د قضاء حاجت نه راشي، او تاسئ خپلې بي بياني مسه کړي. دلته عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د ﴿أَوْ لامَسْتُمُ النِّسَاءَ﴾ تفسیر په جماع ( کوروالي ) سره کړی دی. تفسير الطبري (8/ 389).

څلورم د تابعینو تفسیر:

تابعین هغه خلک و چې د صحابه کرامو نه به يې د قرآن کريم تفسیر اخستلو، تابعين د صحابه کرامو نه بعد په ټولو خلکو کې غوره خلک دي د خواهش پرستۍ نه بچ وو، او د هغوې په زمانه کې لغت عربي د تغيير ډيره ښکار شوي نه وه نو دوې د قرآن د فهم او تفسیر په هکله د نورو خلکو نه حق ته ډير نيږدي دي.

د قرآن کريم د تفسیر په هکله د مسلمان مسؤليت

مسلمان بايد د قرآن کريم د فهم او تفسیر په هکله د تفسیر معتبرو کتابونو ته رجوع وکړي او په هکله يې بايد د مفسرينو اقوال مطالعه کړي ترڅو د آیت معاني او مقصد ورته روښانه شي.

په مسلمان واجب ده چې کله د قرآن کريم تفسیر کوي بايد فکر او سوچ وکړي ګویا که دا د الله پاک لخوانه د هغه د خبرو ترجماني کونکی او د ګواه حيثيت لري، ددي ګواهۍ ښان ډير عظیم دی ددي عظمت بايد په خپل زړه کې راولي او وويريږي هسي نه چې په الله پاک باندي بي علمه څه ونه وايي، او په هغه څه کې واقع نشي کوم چې الله پاک حرام کړي دي، او د قیامت په ورځ د شرم او ندامت سبب ګرځي، د الله پاک وينا ده: ﴿ قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْأِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَنْ تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَاناً وَأَنْ تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لا تَعْلَمُونَ﴾ [الأعراف: 33].

د قرآن کريم په تفسیر کې د باور وړ تفسیرونه

د قرآن کريم په تفسیر کې مختلف او ډير کتابونه لیکل شوي دي او ټول د قبولیت په مرتبه کې یو شان نه دی، په دې بنیاد د مسلمان وجيبه ده تر څو په هغه تفسیرونو باور وکړي چې لیکوالانو يې د علم تفسیر د قواعدو التزام کړی وي او د باور وړ وي، چې د هغې د جملې څخه ځينې په لاندي ډول ذکر کيږي:

د تفسیر اهم کتابونه

١
جامع البیان عن تأویل آي القرآن، د امام ابن جریر طبري ليکنه.
٢
تفسير القرآن العظيم، د امام ابن کثیر د مشقي لیکنه.
٣
تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان، د شیخ عبد الرحمن سعدي ليکنه.
٤
التفسير الميسر، د کره علماو لیکنه.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه