زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د کلمې طيبي دوه بخشونه دا مهال برخه

درس د ( محمد رسول الله ) د ګواهۍ معنی

د ( محمد رسول الله ) د ګواهۍ معنی هغه داده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خبرو تصديق کول او د هغه ټول حکمونه منل، او د هغه د مخالفت نه ځان ساتل، او د هغه د شريعت او تعلیماتو مطابق د الله پاک بندګي کول.

 د ( محمد رسول الله ) د ګواهۍ معنی پيژندل  

د ( محمد رسول الله ) د ګواهۍ معنی

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خبرو تصديق کول او د هغه ټول حکمونه منل، او د هغه د مخالفت نه ځان ساتل، او د هغه د شريعت او تعلیماتو مطابق د الله پاک بندګي کول. دا يو څو کارونو ته شاميليږي چې د هغې بیان دادی:

۱. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ټولو خبرو چې په هر بخش کوي تصديق کول، ځينې د هغې نه

١
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ هغه خبر چې د غيبو په هکله د اخرت، جنت ، او د هغې نعتونه او جهنم او د هغې د عذابونه ددې ټولو تصديق کول.
٢
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ هغه خبر چې د قیامت ورځې او د هغې د علاماتو په هکله يې مونږ ته راکړی او هغه څه چې په اخره زمانه کې به واقع کيږي ددې ټولو تصديق کول.
٣
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ هغه خبر چې د مخکنو پيغمبرانو په هکله او د هغه څه چې د پيغمبرانو او د هغوې د قومونو تر مينځ واقع شوي دي، د دې ټولو تصديق کول.

۲. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ منل او د هغه د مخالفت نه ځان ساتل، دا يو څو خبرو ته شاميلږي:

١
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ حکمونه منل په دې باور او یقین سره چې هغه د خپل ځانه خبرې نه کوي بلکه د هغه خبري د الله پاک وحې وي، د الله پاک وينا ده: (مَنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ الله) (النساء: 80). چا چې د رسول اطاعت وكړ، نو یقینًا هغه د الله اطاعت وكړ.
٢
د ټولو حرامو، بد اخلاقۍ، او بدي لارې نه زمونږ اجتناب او ځان ساتل، په دې باور او يقين سره چې زمونږ منع کول ددې حرامونه دا د الله پاک د حکمت په بنیاد او زمونږ د ګټې لپاره شوي اګر که ځينې وخت به مونږ هغه حکمت مونږ ته معلوم نه وي.
٣
زمونږ دا باور او یقین چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ حکمونه منل او د هغه د مخالفت نه ځان ساتل، په دې سره د دنيا او د آخرت خير او نیک بختۍ مونږ را په برخه کيږي، د الله پاک وينا ده: (وَأَطِيعُوا اللهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُون) (آل عمران: 132). د الله پاک او د هغه د پيغمبر خبره ومنئ چې رحم درباندي وکړی شي.
٤
زمونږ دا باور او یقین چې هر څوک د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مخالفت کوي هغه د دردناک عذاب مستحق دی، د الله پاک وينا ده: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم) (النور: 63). نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي.

۳. داچې مونږ به د الله پاک بندګي يواځې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د تعليماتو مطابق کوو، په دې کې ي، څو خبرې لازم او ضروري دي:

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ اقتداء کول.

زمونږ د ژوند په هره برخه د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د سنتو ، او د هغه د ډالۍ، د هغه طرز زندګۍ، د هغه د اقوالو، افعالو، ارشاداتو، او تعلیماتو تابعداري کول، هر څومره چې يو بنده د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د سنتو ډير تابعدار وي، په همغه اندازه خپل رب ته نيژدي کيږي او مرتبه يې لوړيږي. د الله پاک وينا ده: (قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللهُ غَفُورٌ رَحِيم) (آل عمران: 31). (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى.

د نبي کریم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شريعت کامل او بشپړ دی

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د الله پاک دين او شريعت په بشپړه توګه کامل او پوره رسولی دی، هيچاته اجازه نشته، چې په دين کې د خپل ځانه يو داسي عبادت ایجاد کړي چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ يې حکم نه وي کړی.

د الله پاک شريعت د هر ځاې او هرې زمانې سره سمون خوري

د اسلام د مبارک دين شریعت او هغه احکام چې په قرآن او سنت کې راغلي دي، د هر ځاې او هرې زمانې سره سمون خوري ځکه چې د بشريت په عامه مصالحو ( فائدو ) باندي د الله پاک نه چې دوې يې د نش نه شته کړي دي بل هيڅوک ښه نه پوهيږي.

هر عبادت بايد د سنت مطابق وي

د هر عبادت د قبليدو لپاره بنیادي شرط دادی چې د الله پاک لپاره په خالص نيت ادا کړی شي او بل دا چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د تعليماتو مطابق وي، د الله پاک وينا ده: (فَمَنْ كَانَ يَرْجُو لِقَاءَ رَبِّهِ فَلْيَعْمَلْ عَمَلًا صَالِحًا وَلَا يُشْرِكْ بِعِبَادَةِ رَبِّهِ أَحَدًا) (الكهف: 110). نو هغه څوك چې د خپل رب د ملاقات امېد لري، نو هغه دې نېك عمل وكړي او د خپل رب په عبادت كې دې هیڅوك نه شریكوي. نیک عمل ديته وايې چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د تعليماتو مطابق وي.

د بدعت د ایجاد تحريم

هر هغه څوک چې په شريعت کې د خپل ځانه يو عمل يا عبادت ایجاد کړې چې په هغې باندي هيڅ د نبوي سنتو دليل نه وي لکه هغه څوک چې د خپل ځانه په غیر شرعي طریقې سره لمونځ ایجاد کړي، بیشکه دا کار يې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مخالف دی او پّ دې عمل ګناهګار دی او عمل يې مردود دی، د الله پاک وينا ده: (فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيم) (النور: 63) نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي. نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: هر چاچې زمونږ په دين کې هغه څه ایجاد کړ، چې د دين څخه نه و، عمل يې مردود دی.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سره مینه او محبت.

په نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ باندي د ایمان راوړلو تقاضا داده چې الله پاک او د هغه پيغمبر بايد ورته د هر څه نه زیات محبوب وي، لکه څنګه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: په تاسئ کې يو کس تر هغه کامل مؤمن کيدی نشي ترڅو چې ورته زه د خپل پلار بچو او ټولو خلکو نه زیات محبوب نشم. (البخاري 15، مسلم 44).

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه