زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

روژ نیول. دا مهال برخه

درس روژه ماتوونکي شیان

بعضې شیان کله دي کله چې روژه دار سړی یا ښځه یې ارتکاب وکړي،نو روژه يې خرابیږي،پدې درس کې به تاته معلومات وشي.

ددې درس مقصد د روژه ماتوونکي شیانو پیژندنه.

روژه ماتوونکي شیان

دا هغه شیان دي چې په روژه دار باندې ددې څخه اجتناب فرض دی،ځکه دا روژه ماتوي.

خوراک او څښاک

الله تعالی فرمايي:او خوراک او څښاک جاري وساتۍ تر دې چې سپین تار د تور څخه واضحه شي،یعني د سحر اذان وشي،بیا د ماښام پورې روژه مکمل کړئ.

څوک چې نسیانا خوراک وکړي،یا اوبه اوڅکښې نو روژه یې صحیح ده،او هیڅ ګناه پرې نشته ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:چا نه چې هیر شو او د روژې په حالت کې يې خوراک یا څښاک وکړ،نو روژه دې مکمل کړي،ځکه الله ده ته خوراک او اوبه ورکړ.

هغه څه چې د خوراک او څښاک پشان دي.

١
ډیرپونه،او انجکشن،چې د طاقت لپاره استعمالیږي،چې جسم ته رسیږي،ځکه دا د خوراک او څښاک قایم مقام دی،نو ددې حکم به اخلي.
٢
مریض ته وینه ورکول،ځکه وینه ورکول جسم ته طاقت ورکوي،نو د خوراک او څښاک حکم اخلي
٣
د نشې ټول اقسام روژه ماتوي،ځکه دا د انسان خیټې ته داخلیږي د خوراک او څښاک پشان

د ښځې سره جماع کول،چې د سړي د شرمګاه د ښځې په شرمګاه کې داخل شي،برابره ده که مني خارجه شي یا نه

سړې چې پخپل اختیار سره مني راوباسي،برابره ده که ښځې سره جماع وکړي،یا مني راوباسي،وغیره.

البته که خوب کې احتلام وشي،نو دې سره روژه نه ماتیږي.که یو سړی ځان کنټرولولی شي،نو خپله ښځه ښکلولی شي،او که داسې نه وي،نو جایز نده ځکه روژه به یې خرابه شي

ګانګې کول،الټۍ کول،قصدا

که چا الټۍ وکړې بغیر د اختیار نه نو هیڅ شی پرې نشته،ځکه د الله رسول فرمايي:چا باندې چې الټۍ غالبه شوې،نو قضا پرې نشته،او څوک چې قصدا الټۍ وکړي نو قضا به راوړي

د حیض او د نفاس د ویني وتل

کله چې ښځه د حیض یا نفاس وینه وویني د ورځې په هره حصه کې نو روژه یې ماته شوه،او که چیرته حایضه وه او د سحر اذان نه پس پاکه شوه نو ددغې ورځي روژه يې صحیح نده ځکه نبي صلی الله علیه وسلم فرمايي:کله چې ښځه حایضه شي نه دې مونځ کوي او نه روژه

البته کومه وینه چې د زنانه څخه د مرض په وجه راوځي،یعني د حیض په محدودو ورځو کې نه ،او نه د نفاس وینه وي،کوم چې د بچې د پیدایش نه وروسته راوخي،نو داسې وینې سره روژه نیول جایز دي

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه