زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيژندنه. دا مهال برخه

درس د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سیرت.

ددي درس موخه او هدف هغه دادی چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د شخصیت او سيرت نه په عامه توګه ځان خبرول.

۱. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د شخصیت نه په عامه توګه ځان خبرول 

نبوي سیرت

په هر مسلمان باندي واجب ده چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د طرز زندګۍ په تفصيلې توګه ځان خبر کړې تر څو وکولی شي چې د ژوند په ټولو برخو کې د هغه تابعداري وکړي، ځکه چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سیرت د اسلامي شرعي احکامو عملي تطبیق دی، د الله پاک وينا ده: ﴿لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ﴾ [الأحزاب: 21]. یقینا ستاسو دپاره په کار د رسول کې ډیره ښه اقتدا شته د هغه چا دپاره چې د الله پاک او د وروستنۍ ورځې امید لري او الله پاک ډير يادوي.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شجره د نسب

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نسب د عربو په ټولو نسبونو کې غوره او د فضیلت واله نسب دی، د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نوم محمد ځوې د عبد الله ځوې د عبد المطلب ځوې د هاشم ځوې د عبد مناف ځوې د قصي ځوې د کلاب ځوې د مره ځوې د کعب ځوې د لؤي ځوې د غالب ځوې د فهر ځوې د مالک ځوې د نضر ځوې د کنانه ځوې د خزيمه ځوې د مدرکه ځوې د الیاس ځوې د مضر ځوې د نزار ځوې معد ځوې د عدنان، او عدنان بیا د اسماعيل علیه السلام د اولاد نه و.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مور او پلار

د پلا نوم يې عبد الله ځوې د عبد المطلب ځوې د هاشم ،او د مور نوم يې بي بي آمنه لور د وهب بن عبد مناف بن زهره دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د مور په خيټه وو چې پلار يې وفات شو.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ پیدائش

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د فیل په کال د ربیع الأول په میاشت د دوشنبي په ورځ پیدا شوی دی.

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د رضاعت مسئله.

په ابتدا کې د ابو لهب ازادې وينځې چې ثوبیه نوميده نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ته د خپلې سيني شيدې ( پۍ ) ورکولئ بيا يې ورته د بنو سعد په کورنۍ کې حلیمه سعدیه د رضاعت ( پۍ ) ورکولو لپاره غوره کړه او نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د هغې سره په بنو سعد کې څلور کاله وخت تير کړ، او هملته په بنو سعد کې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سينه څيرې شوه او د هغه د زړه نه د نفس او شيطان برخه لرې کړی شوه، ددې واقعې نه روستو بیا بي بي حلیمې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ بیرته خپلې مور بي بي امينې ته وليږه.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ پرورش او ځواني

١
بیا چې کله نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د بنو سعد د کلي نه بیرته د خپلې مور بي بي اميني خواته مکې ته راغی او د خپلې په غیږه يې تربيت ( پرورش ) شروع شو، کله چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شپږ کلن شو مور بي بي يې د مدينې نه مکې مکرمې ته په سفر وه چې د ابواء په مقام کې وفات شوه، په دې سره نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مور او پلار داوړو د ميني نه محروم او يتیم شو.
٢
بيا خپل نيکه عبد المطلب د ځان سره مکې مکرمې ته راوست، ښه تربيت او پرورش يې ورلره کولو، کله چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د عمر اته کاله دوه میاشتي او لس ورځې پوره شوي، نو د هغه نيکه عبد المطلب هم په مکه مکرمه کې وفات شو.
٣
او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ تربيت او پرورش ته د هغه تره ابو طالب مټي راونغښتلې، او د خپلو بچو سره يې يوځاې او په هغوې مخکې کړ، ابو طالب به د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ډير احترام او عزت کولو تر دي چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ څه د پاسه څلويښت کالو عمر ته ورسيد او ابو طالب به يې بیا هم دفاع او ساتنه کوله.

د نبوت نه مخکې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم کسب وکار

١
نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په وړوکوالی کې د مکې خلکو لپاره د يو څو رپو په بدل کې د هغوې ګډي، بيزې ساتلې.
٢
کله چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ځوان شو، د خپل تره ابو طالب سره د تجات لپاره شام ته لاړ، او ددينه مخکې به یې د مکې په بازارونو کې تجارت هم کولو، بیا يو ځل شام ته د تجارت لپاره لاړ او د ځان سره يې د خديجې بنت خویلد رضي الله عنها مال واخست تر څو ورباندي تجارت وکړې او دا ځکه چې کله خديجې بنت خويلد رضي الله عنها ته خبر ورسيد چې محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ په خبرو کې ډير رښتنی او په عمل کې ډير امانتدار، او په اخلاقو کې ډير لوړ مقام لري، نو خديجې رضي الله عنها په نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم پسې خبر وليږ او ورته يې وويل چې زما مال واخله او شام ته د تجارت لپاره لاړ شه زه د نورو تجارانو نه تاته ډيره مزدوري درکړم، او ورسره يې يو غلام چې میسره نوميد هم روان کړ، نبي کريم صلی الله علیه وسلم د هغې خبره ومنله او د ميسره سره يو ځاې د شام په لور روان شو تر دې چې شام ته ورسيدل.

د نبوت نه مخکې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ژوند

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ژوند مخکې ددينه چې په پيغمبرۍ مبعوث شي هم د عزت او شرافت ژوند و، چې ورباندي هيڅ ډول لعن طعن او عیب نه و، ځکه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د الله پاک په نګهبانۍ او ساتنه کې را ځوان شو، او د جاهلیت د هر ډول نجاست (پليتۍ ) نه الله پاک وساته. تر دې چې په خپل قوم کې ډير د ښو صفاتو او خلاقو خاوند شو، په ټولو کې د ښه نسب او خاندان، خاوند، د ټولو سره به يې ښه چال چلن کولو ، په ټولو کې ډير نرم او بردباره و، په ټولو کې ډير رښتنی، او په ټولو کې ډير امانتدار و، د فحشا او بد اخلاقۍ نه چې د انسان په سړيتوب داغ لګوي ډير لري، تردي چې په خپل قوم کې د صادق الأمین ( ډير ښتنی امانتدار ) په لقب سره ونمول شو.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ بي بيانې

نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ چې کله پنځه ويشت کلن شو، د خديجې رضي الله عنها سره يې واده وکړ، دا هغه وخت کله چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خديجې رضي الله عنها مال او د هغې غلام میسره د ځان سره واخست او د تجارت لپاره شام ته لاړ، په دې سفر کې د خديجې رضي الله عنها غلام میسره د نبي کريم ـ صلی الله عله وسلم ـ هغه ښکلي صفات او ښائسته اخلاق، رښتنولي، او امانتداري وليده چې میسره ورته ګوته په غاښ پاتي شو، کله چې د شام نه بیرته راغی نو خپلې مالکې خديجې رضي الله عنها ته يې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم دا صفات بیان کړل، خديجه رضي الله عنها ديته ليواله شوه او غوښتل يې چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم يې په نکاح سره واخلي، دا لمړې هغه ښځه وه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ورسره نکاح وکړه بيا يې ددې په ژوند کې د بلې ښځې سره نکاح ونه کړه تر دې چې خديجه رضي الله عنها وفات شوه، خديجه رضي الله عنها د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ټولو بچو مور ده بغير ابراهیم نه او د ژوند په پاې کې خديجه رضي الله عنها د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د هجرت نه درې کاله مخکې وفات شوه.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم بي بياني.

١
خديجه رضي الله عنها
٢
کله چې خديجه رضي الله عنها وفات شوه نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ زمعه دلور سوده رضي الله عنها سره واده وکړ.
٣
بیا يې د ابو بکر صديق رضي الله عنه لور عائشه رضي الله عنها په نکاح واخسته.
٤
بیا يې د عمر رضي الله عنه لور حفصه رضي الله عنها په نکاح سره واخسته.
٥
بیا يې د خزیمه لور زینب رضي الله عنها سره واده وکړ.
٦
بیا يې ام سلمه رضي الله عنها په نکاح سره واخسته چې د امیه لور وه چې هند نوميده .
٧
بیا يې د جحش لور زينب رضي الله عنها سره واده وکړ.
٨
بیا يې د حارث لور جويره رضي الله عنها په نکاح واخسته.
٩
بيا يې د ابو سفیان لور ام حبیبه چې رمله يا هند نوميده په نکاح کړه.
١٠
د خیبر د فتحې نه بعد يې د حیي بن اخطب د لور صفیه رضي الله عنها سره واده وکړ.
١١
بیا يې په اخره کې د حارث لور میمونه رضي الله عنها سره واده وکړ.

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اولاد غوره قول مطابق اوه کسان و، چې دري نارينه او څلور ښځينه اولاد يې و.

۷. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم اولاد.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نارينه اولاد دري هلکان و: قاسم چې په همدي سره د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ اسم کنیه هم و، لږې ورځې ژوندي و، بیا وفات شو، بل ځوې يې عبد الله و، چې په طاهر او طيب سره هم نوميده، او بل ځوې ابراهم و.

لورياني د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ څلور وي، مشره لور يې زينب وه، بله لور يې رقيه، ورسره ام کلثوم، او کشره لور يې فاطمه رضي الله عنهم وه. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ټول اولاد د خديجې رضي الله عنها نه پیدا شوی و، بغیر د ابراهیم نه چې هغه د نبي کرية ـ صلی الله علیه وسلم ـ د وينځې چې ماريه قبطيه نوميده چې يو عیسوي راهب ورته هديه کړي وه د هغې نه پيدا شوی و.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه