نبوي حديث او نبوي سنت دا مهال برخه
درس د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نبوي سنت د الله پاک لخوانه وحي ده نبوي سنت او قرآن کريم دواړه د اسلام مبارک دين بنیاد او اساس دي او د توحيد په کلمه (لَا إِلَه إِلَّا الله وَشَهَادَة أَن مُحَمَّدًا رَسُول الله،) کې د يو بل سره لازم او ملزوم دي، نو هغه څوک چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت او احادیث نه مني او د هغې نه انکار کوي دوې په حقیقت کې قرآن هم نه مني او د قرآن نه انکار کوي.
د نبوي سنتو تعريف:
نبوي سنت: هر هغه څه چې نبي کريم ته د هغې نسبت وشي، وینا وي او کع فعل وي او که تقریر د يو کار وي او که پيدایشي صفت او اخلاق وي ديته نبوي سنت وايې.
د نبوي سنت مرتبه
د اسلام په مبارک دين کې د نبوي سنت ډیر لوړه مرتبه ده چې په لاندي ډول بیانيږي:
۱. سنت نبوي د اسلامي شريعت دويم بنیادي مصدر دی.
د قرآن کريم سره سنت نبوي د اسلامي شريعت دويم بنیادي مصدر دی، مقداد بن معدیکرب رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: خبردار! ماته د قرآن مجید په څير سنت هم راکړل شوي دي، خبردار! ماته د قرآن مجید په څير سنت هم راکړل شوي دي، خبردار! نيژدې به داسي يو سړی چې په ډکه خيټه به يې خوراک کړی وي او په کرسي به يې پلتۍ وهلې وي، او وايې به چې يواځې قرآن مجید په تاسې لازم دی يواځې هغه حلال چې په قرآن مجید کې ومومۍ هغه به حلال وي او هغه حرام چې یواځې په قرآن مجید کې ومومۍ هغه به حرام وي. مسند أحمد ( 17174).
۲. نبوي سنت الهي وحي ده.
نبوي سنت الهي وحي ده. د الله پاک لخوانه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته شوي ده، د الله پاک وينا ده: ﴿ وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى، إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى، عَلَّمَهُ شَدِيدُ الْقُوَى﴾ [النجم:3-5]. او دى له خپل خواهش نه خبرې نه كوي. نه دى دا (قرآن) مګر وحي چې (ده ته) وحي كول شي. ده ته (دا) د ډېرو سختو قوتونو والا (جبریل) ښودلى دى.
۳. نبوي سنت د قرآن کريم بیان او وضاحت دی.
نبوي سنت د قرآن کريم بیان او وضاحت دی. د الله پاک وينا ده: ﴿وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ﴾ [النحل:44]. په څرګندو معجزو او كتابونو سره او مونږ تا ته ذكر (وحي) نازل كړى دى، د دې لپاره چې ته خلقو ته هغه څه ښه واضحه كړې چې دوى ته نازل كړى شوي دي او د دې لپاره چې دوى ښه فكر وكړي.
په ډيرو ځایونو کې او احکامو کې قرآن مجید د اجمال په بڼه بیان کړی وی خو نبې کريم صلی الله علیه وسلم بیا د هغې بشپړ وضاحت په خپلې وینا او عملې بڼې سره کړی دی، د بیلګې په توګه د الله پاک دا وينا ده: ﴿ وَأَقِيمُوا الصَّلاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ﴾ [النور: 56]. او تاسو لمونځ قايموئ او زكات ادا كوئ او د رسول اطاعت كوئ، د دې لپاره چې په تاسو رحم وكړى شي. په دې مبارک آیت کې الله پاک په لڼده توګه ويلې دي چې لمونځ ادا کړۍ او زکات ورکړي، مګر د لمانځه بشپړ او تفصيلې وضاحت په نبوي سنت او حديثونو کې کړی دی هغه داچې د پنځه لمونځونو وختونه، او طریقه او نور احکام بیان کړي دي همدغه شان د زکات مسائل شو.
نبوي سنت هغه ذکر او وحي ده کومه چې د الله پاک په ساتنه محفوظ دي، د الله پاک ويڼا ده: ﴿ إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ﴾ [الحجر: 9]. بېشكه همدا مونږ پخپله ذكر نازل كړى دى او بېشكه مونږ د ده خامخا ساتونكي یو، په دې مبارک آیت کې د ذکر یادونه شوي ده او ذکر د الله پاک وحي ته ویلی شي چې دقرآن او حديث دواړه ته شامل دی.
الله پاک د نبوي سنتو او حديثونو ساتنه داسي کړې ده چې د حديثونو د ساتنې لپاره د حديث پوهه عالمانو ته ته داسي بخشش ورکړی چې هغوې په ډير کوشش او جهد و جهد سره نبوي حديث نه راټو ل او وليکل، او د حديثونو لپاره داسي قواعد وټاکل چې په هغې سره ټول هغه د دروغو خبرې چې نبوي سنت او حديث کې راننوتلې وي هغه په ګوته کړي، همدغه شان ځېنې قواعد د نبوي حديثونو د ساتنې لپاره داسي چې په هغې سره د حديث نقل کونکي دروغ او غلطې او وهمیات لري او مينځه يوسي، نو نبوي حديثونه يې ټول بیان او محفوظ کړل او د حديث د راویانو ټول حالات و کتل تر څو د حديثو بشړه پلټنه وشي.
نو الله پاک د نبوي حديثونو د راویانو او راسخ عالمانو په مټ محفوظ کړي دي.
نبوي سنت د قرآن کريم سره د اسلامي شريعت دویم بنیادي مصدر دی، او هیڅ کله د الله پاک اسلامي دين نه پشپړ کيږي چې تر څو د قرآن کريم سره نبوي سنت او حديثونه څنګ په څنګ نشي.
پس نبوي سنت د شرعي مسائلو د استنباط لپاره بنیاد دی، په نبوي سنت باندي عمل کول په عقيده او شرعي عملونو کې واجب دی.
نبوي سنت کله د قرآن مجید د احکامو بیان او وضاحت کوي، او کله پخپله د اسلامي احکامو تشریع جوړيږي نو نبوي سنت د قرآن مجید په څير حلال او حرام تشریع جوړونکی دی.
قرآني او نبوي دلیلونه د نبوي سنتو او حديثونو په حجیت ، دلالت او اسلامي شريعت کې د هغې په لوړ مقام او مرتبه متفق دي، ځکه چې ډیری قرآني اياتونه او نبوي حديثونه د نبوي سنتو باندي د منګلو لګولو او دلیل نیولو او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د تابعدارۍ حکم کوي، د الله پاک وينا ده: ﴿ وَمَا آتَاكُمْ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ﴾ [الحشر: 7]. او رسول چې تاسو ته څه هم دركړي، نو هغه واخلئ او له څه نه چې هغه تاسو منع كړي، نو تاسو منع شئ .
مقداد بن معدیکرب رضي الله عنه وايې: بیله شکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: نيژدې ده چې په کرسۍ ناست یو سړي ته به زما حديث بیان شي هغه به وايې: چې زمونک او ستاسې په مينځ کې یواځې د الله پاک کتاب قرآن مجيد فیصله کونکی دی هغه څه به حلال وي چې قرآن مجید کې حلال وي او هغه څه به حرام وي چې په قرآن مجید کې حرام وي، خبردار شې! هغه څه چې د الله پاک پيغمبر يې حرام وګرځوي هغه داسي دي لکه چې الله پاک يې حرام وګرځوي. ابن ماجه (12).
الله پاک په خپلو بندګانو باندي د خپل پيغمبر او د هغه د نبوي قولې او فعلې سنتو تابداري واجب کړې ده، د الله پاک وينا ده: ﴿قُلْ إِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ﴾ [آل عمران: ٣١]. (اى نبي!) ته ووایه: كه چېرې یئ تاسو چې له الله سره مینه كوئ، بیا نو زما اتباع وكړئ، الله به له تاسو سره مینه وكړي او تاسو ته به ستاسو ګناهونه وبخښي او الله ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى : ﴿وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ [الأعراف :158 ]. او تاسو د هغه پیروي وكړئ، د دې لپاره چې تاسو هدایت ومومئ.
عرباض بن ساریه رضي الله عنه وايې: بیله شکه نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: په تاسې باندي زما او د زما د راشدينو خلیفګانو د ینتو پیروي لازم ده په هغې منګولې ولګوئ او د جامو په غاښونو يې ونیسئ، او پام کوې په دين کې د نوي ایجاد شوي کارونو نه ځکه په دين کې هر نوی ایجاد شوی کار بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده. سنن أبي داود (4607).
د نبوي سنت پیروي داده چې د هغه په قولي او فعلي سنتو منلګولي ولګول شي او د هغه په لاره مزل وکړی شي د هغه ټول حکمونه ومنل شي او د هغه د نواهيو نه ډډه وکړی شي دين تطبیق او عملي کړی شي.
په واجبو احکامو کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پیروي واجب او په مستحبو کارونو کې مستحب ده.
د نبوي سنتو پيروي کول ډیری فضاېل او ګټي لري چې ځېنې د هغې په لاندي ډول بیانيږي:
د نبوي سنت په پیروي کې د هغه ډلو ټپلو نه خلاصون دی د کومو په هکله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم د اور پيشنګويې او ویره ذکر کړې ده، عبد الله بن عمرو رضي الله عنه وايې: چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: زما په امتیانو به د همغه حالت په څيرکوم چې په بني اسرائلو باندي راغلي وو هو بهو برابر راځي ، لکه څنګه چې يوه کيړۍ د بلۍ کيړۍ سره برابره وي تر دې پورې که چيرته په بني اسرائلو کې يو چا خپلې مور سره په ښکاره زنا کړي وي نو ځما په امت کې به هم يو څوک داسي وکړي، او بیله شکه بني اسرائل په دوه اویا ډلو باندي ويشل شوي وو، خو ځما امت به په درې اویا ډلو باندي ويشل کيږي ټو به د ججهنم اور ته ځي مګر يواځې يوه ډله به د جهنم د اور نه خلاصون ومومي، ملګرو يې وويل: ای د الله پاک پيغمبره! دا د خلاصون واله ډله به څوک وي؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل: دا به هغه ډله وي کومه چې زما او زما د ملګرو په لاره راون وي. الترمذي (2641).
د نبوي سنتو په پیروۍ کې سمه لار مندل او د ګمراهۍ نه خلاصون دی، د الله پاک وينا ده: ﴿وَاتَّبِعُوهُ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ﴾ [الأعراف :158 ]. تاسې د دې پيغمبر پیروي وکړي تر څو په سمه لار روان شۍ. ابو هريره رضي الله عنه وایې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: بیله شکه په تاسې کې ما دوه څيزونه پريښي دي چې د هغې د پیروۍ نه روستو به تاسې هيڅکله ګمراه نشي، د الله پاک دی او زما سنت دي. مستدرك الحاكم (319).
نبوي سنت هغه وخت د قبولتیا وړ ګرځي کله چې د نبوي سنتو سره برابر شي، نو په همدي بنیاد باید هغه عمل چې بنده يې تر سره کوي خامخا بايد د نبوي سنتو سره موافق وي. عائشه رضي الله عنها وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: څوک چې يو داسي عمل وکړي چې زمونږ نه د هغې دليل ثابت نه وي هغه عمل به خامخا رد او نامنظور وي. مسلم (1718).
د نبوي سنتو په پیروۍ کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره پيوستون دی نو هغه څوک د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه لري دي څوک چې د هغه پیروي نه کوي، انس ین مالک رضي الله عنه وايې: درې کسان د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د بي بیانو کور ته راغلل په دې خاطر چې هغوې نه د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عبادت په هکله پوښتنه وکړي کله چې هغوې ته د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د عبادت په هکله معلومات ورکړل شو، نو دوې خپل عملونه ډير لږ وګڼل او وېويل: مونږ چيرته د الله پاک پيغمبر ته رسیدلی شو، هغه ته خو مخکني او روستني ګناهونه بښل شوي دي، نو په دوې کې يو تن وويل: زه به نو ټوله شپه عبادت همیشه کوم، بل وويل: زه به هميشه روژې نیسم، او هغه بل وويل: زه به هيڅکله واده نه کوم، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ورغی او ورته يې وويل: آیا تاسې داسي داسي خبري کړي دي، خبردارشۍ! په الله پاک قسم کوم چې زه په تاسې کې د الله پاک نه ډير وريدونکی او تقوا داریم مګر زه روژې هم نیسم او پوزه کيږم هم، لمونځ هم کوم او خوب هم کوم، او د ښځو سره ودونه هم کوم، نو هغه څوک چې زما د طريقې نه مخ اړوي زما نه نه دی. البخاري (5063).
د نبوي سنتو په پیروۍ کې د فتنو او دردناک عذابونه څخه خلاصونه دی، د الله پاک وينا ده: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴾ [النور: 63]. نو هغه كسان دې ووېرېږي چې د هغه (رسول) له حكم نه مخالفت كوي، له دې نه چې دوى ته څه افت ورسېږي، یا دوى ته ډېر دردوونكى عذاب ورسېږي.
د نبوي سنتو په پیروۍ کې د دنیا او د آخرت پیروزي او نیک بختۍ ده، د الله پاک وينا ده: ﴿وَمَنْ يُطِعِ اللهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللهَ وَيَتَّقْهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ﴾ [النور: 52]. او هر څوك چې د الله او د هغه د رسول اطاعت وكړي او له الله نه ووېرېږي او د هغه تقوىٰ اختیار كړي، نو همدغه خلق برى موندونكي دي