زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم پيژندنه. دا مهال برخه

درس د نبي کريم محمد صلی الله علیه وسلم پيغام.

دا چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د شخصیت او د هغه د سنتو مقام او مرتبه وپيژني.

  • دا چې د پيغمبرانو د بعث ( راليږلو ) حکمت وپيژني.
  • دا چې په نورو پيغمبرانو باندي د نبي کريم صلی الله علیه وسلم فضيلت معلوم کړي.

د الله پاک پيغمبرانو ته د بشريت حاجت

د الله پاک د حکمت تقاضا داده چې په هر امت کې بايد د هغوې نه يو نذير ( ويره ورکونکی) راوليږي تر څو هغوې ته د الله پاک د هغه دين او هدايت لارښونه او وضاحت وکړې کوم چې الله پاک د خپلو بندګانو د هدایت او د هغوې د دنيا او اخرت د سوکالۍ لپاره راليږلی دی، د الله پاک ويڼا ده: ﴿ وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خَلَا فِيهَا نَذِيرٌ ﴾ [فاطر: 24]. او نه و هيڅ ي، امت مګر په هغوې کې ي، ويره ورکونکی تیر شوی دی.

په دنيا او آخرت کې نیک بختۍ او کاميابۍ ته هيڅ لار نشته مګر د پيغبرانو په لاسونو، همدغه شان ښه او بد، پاک او ناپاک په تفصيل سره پيژندلو ته هم هيڅ لار نشته مګر د پيغمبرانو د لارې نه، همدغه شان يو بنده د الله پاک رضا نشي حصلولی مګر د پيغمبرانو په لاس او د هغوې په تعلیماتو، ځکه چې ښه عملونه، ښې خبري او ښه اخلاق نه دي مګر د هغوې راوړي ډالي ده.

د نبي کريم محمد صلی الله علیه وسلم په نبوت او رسالت ايمان

مونږ ایمان او باور لرو چې نبي کريم محمد صلی الله علیه وسلم د الله پاک بنده او د هغه پيغمبر دی، د اولنو او آخرنو سردار دی، د ټولو پيغمبرانو اخرنی مهر دی، د هغه نه بعد بل هيڅ نبي او پيغمبر نه راځي، بیشکه هغه د الله پاک پيغام خپل امت ورسوو، او دا امانت يې په پوره توګه ادا کړ، او د خپل امت پوره خير خواهي يې وکړه، او د الله پاک په لاره کې حق جهاد وکړ.

د الله پاک وينا ده: ﴿ مُّحَمَّدٌ رَّسُولُ اللَّهِ ﴾ [الفتح: 29] محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ د الله پاک پيغمبر دی.

په مونږ ټولو واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په هره خبره باور او د هغې تصدیق وکړو، او د هغه ټول حکمونه ومنو، او د هر هغه څه نه ځان وساتو د څه نه چې هغه صلی الله علیه وسلم منع فرمايلې ده، او د هغه ـ صلی الله علیه وسلم ـ د تعلیماتو په رڼا کې د الله پاک عبادت وکړو، او په مونږ واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ پوره تابعداري او د هغه اقتدا وکړو.

د ټولو پيغمبرانو اخري نبي

محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ټولو پيغمبرانو اخري نبي او مهر دی د هغه نه بعد بل هيڅ پيغمبر نه راځي او د هغه په رسالت باندي د رسالت سلسله بنده او مخکني ټول اسماني ادیان (دينونه) منسوخ وګر ځيدل.

د الله پاک وينا ده: ﴿مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ﴾ [الأحزاب: 40]. محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ په تاسو سړي، کې د چا پلار نه دی، او ليکن د الله پاک رسول دی او پيغمبرانو دلړي ختمونکی دی.

د ابو هريره - رضي الله عنه - نه روایت دی، نبي کر یم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: زما او د مخکنو پيغمبرانو مثال داسي دی لکه چې يو سړی دی په ډير ښه شان سره يې يوه ښآيسته ابادي کړي ده خو د ابادۍ په يو طرف کې د يوې خښتي ځاې پريښی دی، خلک ورځې او دابادۍ نه ګير چاپیره ګرځې او داسي وايي: چې ابادي ډيره ښايسته ده خو چې دا يوه خښته يې ولي پريښې ده؟ نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وفرمايل زه د انبیاو په سلسله کې د هغه اخرنۍ خښتي په مثال یم، اخري نبي یم زما نه بعد بل هيڅ نبي نه راځي. البخاري (3535).

په ټولو پيغمبرانو کې غوره.

زمونږ پيغمبر په ټولو پيغمبرانو کې غوره ده بلکه په ټولو مخلوقاتو کې غوره دی، او د الله پاک په نيز د ډيرې لوړې مرتبي خاوند دی، الله پاک د هغه شان او مقام اوچت کړی دی، هغه په ټولو مخلوقاتو د الله پاک په نيز غوره او د عزت خاوند دی، د الله پاک وينا ده: ﴿وَأَنْزَلَ اللَّهُ عَلَيْكَ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَعَلَّمَكَ مَا لَمْ تَكُنْ تَعْلَمُ وَكَانَ فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكَ عَظِيمًا﴾ [النساء: 113]. الله پاک په تا باندي کتاب ( قرآن ) او حکمت ( سنت ) نازل کړی دی، او ته ته يې هغه څه زده کړي دي چې ته ورباندي نه پوهيدلي، او دی په تاباندي د الله پاک فضل ډير لوې.

نبي ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ټولو انسانانو سردار دی، لمړی به همدا د قبر نه راپورته کيږي، لمړی به همدا شفارش کوي او سفارش به يې قبليږي، د قیامت په ورځ به يې په لاس کې د ستايني جڼډه وي، لمړی به همدا د صراط په پل ورتيريږي، لمړی به همدا د جنت دروازه ټکه وي او لمړی به همدا جنت ته داخليږي.

الله پاک خپل پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ټول مخلوق لپاره حمت ليږلی او د هغه پيغام ټولو خلکو انسانانو او پيرانو ته شامل دی د الله پاک وينا ده: ﴿وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ﴾ [ الأنبياء:107]. او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت.

د ټول مخلوق لپاره رحمت:

الله پاک فرمايي: ﴿ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ﴾ [ سبأ : 28]. او مونږ ته نه يې لیږلی مګر د ټولو خلکو لپاره. همدغه شان الله پاک فرمايي: ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا﴾ [ الأعراف:158]. ته ووايه: ای خلکو زه تاسو ټولو ته د الله پاک استازی یم.

الله پاک خپل پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو خلکو لپاره رحمت راليږلی دی ځکه چې خلک يې د شرک، کفر، او جهالت د تیارو نه د علم، ایمان، او توحيد رڼا ته را وويستل، چې تر څو په دې سره دوي د الله پاک رضا او مغفرت تر لاسه کړي او د هغه د قهر او عذاب نه خلاصون ومومي.

-

په نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي ایمان راوړل او د هغه تابعداري کول واجب ده.

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم رسالت د مخکنو پيغمبرانو رسالت منسوخ کړی دی، وس الله پاک د هيچانه دین او عبادت نه قبلوي مګر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په طريقه باندي، او هيڅوک د جنت نعمتونو ته نشي رسيدلی مګر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په لاره باندي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ټولو پيغمبرانو کې غوره پيغمبر دی او امت يې په ټولو امتونو کې غوره امت دی، او شریعت يې په ټولو شريعتونو کې بشپړ او کامل شريعت دی.

د الله پاک وينا ده: ﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [آل عمران: 85]. او هغه څوک چې د اسلام نه غير بل دين ولټوي، پس هيڅکله به يې الله پاک ترينه قبول نه کړي، او هغه به په اخرت کې د تاوان والاو نه وي.

د ابو هريره رضي الله عنه روايت دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په هغه ذات قسم چې د محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ روح د هغه په لاس کې دی، په دې امت کې زما په هکله یهودي يا نصراني د رسالت خبر واوري او بيا په داسي حالت کې مړ شي چې زما په رسالت يې ایمان نه وي راوړی، د دوزخ والاو نه به وي. مسند أحمد (8609).

ځينې هغه معجزات کوم چې د نبي کريم - صلی الله علیه وسلم - د پيغمبرۍ ګواهي ورکوي

الله پاک زمونږ د پيغمبر محمد - صلی الله علیه وسلم - په لاسونو باندي ډير نا اشنا معجزات او د قدرت دلائل جاري کړي دي چې په هغې کې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د رشتني نبوت او رسالت ګواهي او دلالت شتون لري، ځينې دغه معجزات:

قرآن کريم

په هغه لویو او عظيمو معجزاتو کې چې نبي کريم ـ صلی الله علیه ـ وسلم ته ورکړی شوي دي هغه قرآن کريم دی، چې بشري نفسونه او عقلونه مخاطب

د الله پاک وينا ده: ﴿قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا﴾ [ الإسراء :88]. ته ووايه: خامخا که انسانان او پیريان ټول په دې خبره سره جمع شي چې ددي قرآن مثل راوړي، نو دده په مثل به رانه وړی شي اګر که د دوي ځينې د ځينو نورو ملاتړي هم وي.

د سپوږمۍ چاودل

الله پاک فرمايلي دي:﴿ اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ * وَإِنْ يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُسْتَمِرٌّ ﴾ [القمر: 1، 2] قیات ډير رانيژ دې شو، او سپوږمۍ وچاودله، او که چيري دوي کوم دلیل وويني، نو مخ اړوي او وايي، دا خو راروانه قوي جادو ده. د سپوږمۍ دا انشقاق ( چاودل ) د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ژوند کي واقع شوي وو، او د مکي قريشو او نورو خلکو هم ليدلي و.

تر دي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم او هغه ملګري کوم چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره موجود و، هغوې ټولو ترينه خوراک وکړ، مګر خوراک ختم نه شو، لکه څنګه چې د سمره بن جندب رضي الله عنه په حديث کې راغلي دي: وايې: مونږ د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره وو چې د خوراک يو کاسه راوړل شوه چې ماته ډوډي په کې وه، نبي کريم صلی الله علیه وسلم او د هغه ملګرو ټولو ترينه خوراک وکړ، خو خوراک ختم نه شو تر ماسپيښين نيژدي پورې خلک په يو بل پسي راتلل او خوراک يې کولو يو قوم به راغی چې هغه به لاړو بل به راغي او خوراک به يې وکړ. مسند أحمد [20135]

د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په مخ کې لږ خوراک ډيريدل.

د غيبي امورو په هکله د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ خبر ورکول

او بيا په همغه کيف او طریقه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ يې خبر وکړی دی دا خبري واقع کيږي، او داسي ډير مثالونه شتون لري چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خبر سره سم هغه کار واقع شوی وي، او تر اوسه مونږ دداسي واقعاتو شاهد يو چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ يې خبر ورکړی دی او همغسي واقع کيږي.

انس بن مالک رضي الله عنه وايي، يوه ورځ مونږ ته عمر بن الخطاب رضي الله عنه د بدر غزا په هکله خبري کولي، نو ويې ويل: چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د بيګا نه مونږ د مشرکانو د مرګ ځايونه راوښودل او داسي يې وفرمايل: چې که الله پاک وغواړي په دې ځاې کې به فلانکي پروت وي او دلته به فلانکی پروت وي، بيا عمر رضي الله عنه وويل: په هغه ذات قسم کوم چې نبي کريم ـ صلي الله علیه وسلم ـ يې په حقه پيغمبر راليږلی دی ، په همغه ځايونو کې د مشرکانو مړي پراته ول کوم ځايونه چې ورته نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په نښه کړي و. مسلم [2873].

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ حقونه د هغه په امت باندي

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ حقونه د هغه په امت باندي ډير دي چې ځينې د هغې په لاندي ډول بیانيږي:

۱. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په نبوت او رسالت باندي ایمان لرل

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په نبوت او رسالت باندي ایمان لرل، او دا عقيده لرل چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم په راتګ سره د مخکنو پيغمبرانو دينونو منسوخ وګرځيدل.

۲. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ تصديق کول

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خبرو تصديق کول او په حکمونو یې عمل کول او د هر هغه څه نه ځان ساتل د کوم څه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ منع فرمايلې ده، او د الله پاک بندګي د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د شريعت په رڼا کې ادا کول. د الله پاک وينا ده: ﴿وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا ﴾ [الحشر: 7]. او رسول چې تاسو ته څه درکړي نو هغه واخلئ او د څه نه چې هغه تاسو منع کړي د هغې منع شئ.

۳. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شريعت منل

په مونږ واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شريعت ومنو، او د هغه د سنتو تابعدار شو، او د هغه د راوړي ډالۍ احترام او تعظية وکړو، د الله پاک وينا ده: ﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ [النساء: 65]. پس داسي نه ده، ستا په رب مي د ې قسم! دوې مؤمنان کيدی نشي تر هغه پورې چې دوې په خپل مینځ کې په پيښو جګړو کې تا فيصله کونکی ومني، او بيا په خپلو نفسونو کې ستا د کړې فيصلې په باره کې هيڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني.

۴. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخالفت نه ويريدل.

مونږ بايد د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخالفت نه وويريږو، ځکه چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مخالفت د فتنو، ګمراهۍ، او د درناک عذابونو سبب ګرځي، د الله پاک وينا ده: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴾ [النور: 63]. نو هفه خلک دې وويريږي چې د رسول د حکم نه مخالفت کوي، له دې نه چې دوې ته څه افت ورسیږي يا دوې ته ډير دردناک عذاب ورسیږي.

۵. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم سره د هر چانه ډيره مينه او محبت کول.

په مونږ واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سره د خپل ځان، مور او پلار، بچو او د ټولو خلکو نه ډیره مينه او محبت وکړو، د انس رضي الله نه روایت دی، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: په تاسې کې هيڅوک تر هغه وخت د پوره ايمان خاوند کيدی نشي تر څو چې ماسره د خپل ځان، مور اوپلار، بچو او د ټولو خلکونه ډيره مينه ونه کړي.(البخاري 15، مسلم 44)

دا ایمان او عقيده لرل چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خپل رب پيغام خپل امت ته رسولی دی

دا ایمان او عقيده لرل چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خپل رب پيغام خپل امت ته په پوره امانت او نصیحت سره رسولی دی، خپل امت ته يې د هر خير ښودنه او ترغيب ورکړی دی، او د هر شر نه يې ويرخ ولي او منع کړي دي، د الله پاک وينا ده: ﴿الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا ﴾ [المائدة: 3]. نن ورځ ما ستاسو لپاره ستاسو دين مکمل کړو، او په تاسو مي خپل نعمتونه پوره کړل، او ستاسو لپاره مي د اسلام دين غوره کړ.

د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د دين په تبلیغ باندي د هغه ټولو صحابه کرامو په هغه ورځ ګواهي ورکړه کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم هغوې ته په اخري حج کې خطبه ورکړه، د جابر رضي الله عنه په حديث کې راځي: نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: تاسو نه به زما په هکله تپوس کيږي تاسو به څه وايي؟ صحابه کرامو وويل: مونږ به دا ګواهي ورکوو، چې تا په پوره امانت او نصيحت سره د دين تبلیغ وکړ، نبي کريم صلی الله علیه و سلم د تشهد په ګوتې سره د اسمان په لورې اشاره وکړه او بيا يې خلکو ته هم اشاره وکړه او داسي يې و فرمايل: ای زما پروردګاره ته ګواه شه، ای زما پروردګاره ته ګواه شه، ای زما پروردګاره ته ګواه شه.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه