د کلمې طيبي دوه بخشونه دا مهال برخه
درس د لا إله إلا الله ګواهي
د اسلام مبارک دين د توحيد کلمې ( لا إله إلا الله ) ته ډير لوړ مقام او مرتبه ورکړې ده.
د ( لا إله إلا الله ) مقام او مرتبه
ځکه خو د ( لا إله إلا الله ) پيژندل اهم او لازمي و جيبه ده.
د ( لا إله إلا الله ) معنا.
د اله معنی: اله په معنی د هغه معبود سره راځې چې زړونه ورته خشوع او عاجزي کوي، د هغه تعظیم کوي د هغه نه دعاګاني غواړي، خوف ( ويره ) او رجا ( اميد ) ترينه کوي، څوک چې يو شي ته خشوع او عاجزي وکړي اوځان هغې ته ذليله کړي، بي حده مينه ورسره وکړي او اميدونه تري کوي، بیشکه چې ده د هغه نه معبود جوړ کړ، او دهمدغه شان ټول معبودان باطل دي مګر يواځې د الله پاک ذات دی چې معبود برحق دی، او يواځې هغه د ټولو کائناتو خالق او رب دی.
الله پاک هغه ذات دی چې يواځې د عبادت حقدار دی بل هيڅوک د عبادت مستحق نه دي، الله پاک هغه ذات دی چې د بندګانو زړونه د هغه عبادت کوي د هغه سره مينه کوي، د هغه تعظیم کوي، هغه ته تضرع او عاجزې کوي، د هغه نه ويريږي، په هغه توکل کوي، د هغه نه دعاګاني غواړي، پس دعاګاني، او فرياد، او توکل به يواځې د الله پاک په ذات کولی شي، همدغه شان مونځ ، ذبح، نذر و نیاز وغیره ټول عبادتونه د الله پاک لپاره خالص دي او هيڅوک ورسره د شراکت حق نلري. د الله پاک وينا ده: (وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ) (البينة:4). دوې ته حکم نه و شوی مګر ددي خبري چې يواځې بايد په اخلاص سره د الله پاک عبادت وکړي.
هغه څوک چې يواځې د الله پاک عبادت او بندګي په اخلاص سره وکړې، چې همدا د (لا إله إلا الله) تقاضا ده، په دې سره به د دنيا او آخرت خوشبختې او کاميابي، د زړه خوشحالې او ښه ژوند تر لاسه کړي، ځکه د زړونو حقيقي خوشحالې او راحت يواځې د الله پاک په بندګي کې دی د الله پاک وينا ده: (مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَة) (النحل: 97). څوک چې نیک عمل وکړي، نارینه وي او که زنانه وي او مؤمن وي پس خامخا به مونږ هغه ته د خوشحالۍ ژوند ورکړو.