روژ نیول. دا مهال برخه
درس هغه کسان چې الله ورته د روژه نه نیولو اجازت ورکړی:
کومو کسانو ته الله د روژه نه نیولو رخصت ورکړی؟
نو دده لپاره روژه نه نیول جایز دي،او د روژې نه پس چې کله الله صحت ورکړي،نو قضايي به راوړي.
څوک چې عمر يې زیات دی،یا داسې مرض کې مبتلا دی چې د شفا امید نشته،نو دده لپاره روژه نه نیول جایز دي،او د هرې ورځې فدیه به یو مسکین ته خوراک وکوي چې مقدار يې یو نیم کیلو خوراک دی.
نو دواړو باندې روژه نیول حرام دي،او که ویې نسیې نو نده صحیح،او د روژې د میاشت نه پس په دواړو قضايې راوړل فرض دي.
کله چې حامله یا شیده ورکوونکې ښځه د ځان باره کې ویریږي،یا په خپل بچي باندې،نو روژه به نه نیسې،او وروسته به قضايي راوړي،د انس رضي الله عنه نه روایت دی،چې رسول الله فرمايي:کینه زه تاته د روژې باره کې حدیث بیانوم،بیشکه الله تعالی د مسافر څخه نیم مونځ معاف کړی،او د مسافر،حامله،او شیده ورکوونکې ښځې ته یې روژه معاف کړې.
د سفر په دوران،یا په یو ځاي کې د څلورو ورځو نه د کم اقامت په وخت، د مسافر لپاره جایز ده چې روژه ماته کړي،او د رمضان نه پس يې قضا راوړي.
الله تعالی فرمايي:او څوک چې مریض و،یا په سفر باندې و،نو روژه دې نه نیسي،بلکې د رمضان نه پس په نورو ورځو کې قضايې دې ورکړي،الله غواړي چې تاسو سره د اسانۍ معامله وکړي،او نه غواړي چې مشکل کې مو واچوي.