لمونځ دا مهال برخه
درس د لمانځه طريقه:
۱. نیت کول.
د لمانځه د صحت لپاره نیت کول شرط دي، د نیت معنا داده چې لمونځ کونکی بايد د زړه په قصد او ارادې سره د الله پاک د بندګۍ په موخه د ټاکلي لمونځ لکه ماښام، يا ماخوستن و غیره د ادا کولو نیت وکړي، او په خوله باندي نيت ويل مشروع نه دي بلکه د زړه اراده او د ذهن تصور د ټاکلي لمانځه لپاره بسنه کوي او په خوله باندي د نیت ويل صحیح نه دي ځکه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو نه يې هيڅ ثبوت نشته.
چې کله لمانځه ته ودريږي نو په ولاړ به (الله أكبر) وايې او خپل لاسونه به د اږو یا د غوږونو تر نرمیو پورې پورته کړي ګوتې به يې نیغې وي او د لاسونو ورغويې به يې د قبلې په طرف مخامخ وي.
په لمانځه کې د تکبیر (الله أكبر) معنا:
په لمانځه کې تکبیر يواځې په همدې (الله أكبر) لفظ صحیح کیږي معانې د الله پاک لوې او پاکې بیانول دي، ځکه چې الله پاک د هر څه نه ډير لوې دی دنیا او د نیا خوندونه او مزي د الله پاک په مقابل کې هيڅ دي نو بايد مونږ د (الله أكبر) په ويلو سره د نیا او د نیا خوندونه او مزي ټولې په څنګ کې کيږدو او خپل لوې رب الله پاک ته په لمانځه کې په زړه او بدن سره په خشوع او عاجزۍ سره ودريږو.
۳. د تکبیر تحریمه نه بعد بايد خپل ښي لاس د چپ لاس د پاسه هميشه په سينه باندي کيږدي.
۴. د لانځه پیل به په هغه دعاګانو سره کوي کوم چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه ثابت وي د هغې دعاګانو څخه يوه داده: "سبحانك اللهم وبحمدك، تبارك اسمك وتعالى جدك، ولا إله غيرك". الهي! پاکي او ستاېنه ستا لپاره ده نوم دې برکتناک او شان دي ډير لوړ دی، او بیله ستانه هيڅ برحق معبود نشته.
۵. بیا به (أعـوذ بالله من الشيطان الرجيم) ووايې: ددې معنا داده: زه په الله پاک پورې د شیطان رتلی شوي نه پناه غواړم.
۶. بیا به (بسم الله الرحمن الرحيم) ووايې: ددي معنا داده: د الله پاک په نوم چې رحمن او رحیم دی شروع کوم.
۷. بیا به سورت فاتحه ولولي، سورت فاتحه په ټول قرآن مجید کې عظیم سورت دی.
دا مبارک سورت الله پاک يواځې خپل پيغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته په ډالۍ کې ورکړی دی د الله پاک وينا ده: {وَلَقَدْ آتَيْنَاكَ سَبْعًا مِنَ الْمَثَانِي وَالْقُرْآنَ الْعَظِيمَ} (الحجر: 87) او یقینًا یقینًا مونږ تا ته بیا بیا لوستل كېدونكي اوه ایتونه دركړي دي او عظیم قرآن (هم). د سبع مثاني نه مراد سورت فاتحه ده، او سبع مثاني ورته ځکه وايې: چې دا اوه ایاتونه دي چې په لمانځه کې هره ورځ څو څو ځله لوستل کيږي.
په هر مسلمان باندي واجب ده تر څو سورت فاتحه په ښه شان سره زده کړي ځکه چې د سورت فاتحې لوستل په هغه لمانځه کې رکن دی کوم لمونځ چې یواځې ادا کيږي يا هغه لمونځ چې مقتدي يې د امام پسي ادا کوي او لمونځ سري وي.
سورت فاتحه:
۸. د سورت فاتحې لوستلو يا د امام نه اوريدلو نه بعد د (آمين) ویل مشروع دي او معنا يې ده: الهي زمونږ دعا قبوله کړه.
۹. د سورت فاتحې نه بعد به په اولني دوه رکعتونو کې يو بل پوره سورت يا يو څو ایاتونه لولي، او په دريم او څلورم رکعت کې به يواځې د سورت فاتحې په لوستلو بسنه کوي.
د سورت فاتحې او ورسره نور آیاتونه د سهار په لمانځه کې او د ماښام او ماخوست په اولني دوه رکعتونو کې بايد په جهر ( اوچت ) اواز سره ولوستل شي ، او د ماسپښين، مازديګر، او په دريم رکعت د ماښام لمونځ او همدغه شان په دريم او څلورم رکعت د ماخوستن لمونځ کې بايد په سر ( پټه ) سره ولوستل شي.
بیا به رکوع ته د تللو لپاره تکبیر ( الله أکبر ) ووايېاو خپل لاسونه به د اږو برابر يا نور هم اوچت کړي او د لاسونو ورغوي به يې د قبلې په طرف مخامخ وي کله څنګه چې يې د تکبیر تحریمه په مهال اوچت کړي وو.
رکوع ع داسي وکړي چې د قبلې په طرف به ملا ښکته کړي، نلا او سر به يې د يوبل سره برابر وي لاسونه به په زنګنونو کيږدي او د لاسونو ګوتې به خورې او بیرته وي، او (سبحان ربي العظيم) به ووايې: معنا يې داده چې زما پروردګار ډیر لوې دي، ي، ځل ويل يې واجب او درې ځل ويل ويې غوره او مستحب دي، رکوع په لمانځه کې د الله پاک د لوې بیانولو ځاې دی.
د (سبحان ربي العظيم) معنا داده: زه د خپل پروردګار لوې وایم او د هر ډول نقصان نه د هغه پاکي بیانوم، لمونځ کونکی به د رکوع په حالت کې دا وايې.
د رکوع نه به بیرته ولاړ شي او قیام وکړي، لاسونه به د اږو برابر پورته کړي او لاسونو ورغوي به د قبلې په طرف وي لکه مخکي چې بیان شول، بیا به (سمع الله لمن حمده) ووايې که چيرته امام يا يواځې لمونځ کونکی و، معنا يې داده: الله پاک د هغه چا ستاېنه اوري او قبلوې څوک چې د هغه ستاېنه کوي، او بیا به ټول (ربنا ولك الحمد). ووايې. معنا يې داده: ای! زمونګ پر وردګاره ستا لپاره ثنا او ستاېنې دي.
او ددې نه روستو د هغه لپاره د ددي کلماتو ویل غوره او مستحب دي: (...حمداً كثيراً طيباً مباركاً فيه، ملءَ السماء وملء الأرض وملء ما شئت من شيء بعد). ای! زمونګ پر وردګاره ستا لپاره ثنا او ستاېنې دي. ډیري پاکي او برکتناکي د اسمانو او زمکو د ډکوالي په اندازه او د هغه څه د ډکوالي په اندزه کوم څه چې ته غواړې.
۱۳. بیا به سجدې ته د تللو لپاره الله أکبر ووايې او په اووه اندامونو به سجده وکړي هغه اووه اندامونه دادی چې مخ سره د پوزې نه، دواړه لاسونه، دواړه زنګنونه، دواړه قدمونه، غوره او مستحب ده چې دواړه لاسونه د خپل اړخونو نه او خيټه د ورنونو نه او ورنونه د ښپو نه لري وساتي.
۱۴. د سجدې په مهال به (سبحان ربي الأعلى) وايې. يو ځل ويل يې واجب او درې ځل يې ويل غوره او مستحب دي.
د (سبحان ربي الأعلى) معنا داده: زه د خپل پروردګار الله پاک لوې او عظیم شان بیانوم د ټولو اسمانونو نه بره او د هر ډول نقصان نه پاک دی، په دې کې سجده کونکي ته تنبیه ده چې هغه تو پیر ته بايد پاملرنه وکړي چې د ده او د الله پاک تر مينځ ده دا ورته پّ خاورو پروت دی او دده پروردګار د اسمانونه نه بره ده ډير لوې عظمت لري نو په دې سره به دده په زړه کې عاجزي نوره هم ډيره شي.
د سجدې حالت د الله پاک نه د دعا غوښتلو لپاره ډير غوره حالت دی، مسلمان بنده بايد په دې حالت کې د واجب ذکر نه بعد د الله پاک نه د دنیا او د آخرت خیرونه اوغواړي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: الله پاک ته بنده د سجدې په حالت کې ډير نيژدي وي نو تاسې ډيري دعاګاني د الله پاک نه اوغواړئ. (مسلم 482).
۱۵. بیا به الله اکبر ووايې، د سجدې نه به سر راپورته کړي او د دوه سجدې په مینځ کې به کيني غوره ده چې ښي ښپه اودروي او په چپه ښپه کيني، او خپل داوړه لاسونه به زنګنونو ته نيژدي اورنونو باندي کيږدي.
په لمانځه کې قعدې ته د کيناستلو طريقه:
د لمانځه په ټولو کيناستلو کې همغه طریقه چې مخکي بیان شوه غوره دی مګر په اخري قعده کې د کيناستلو غوره طريقه داده: چې خپه ښي ښپه اودروي او چپه ښپه د ښي ښپې لاندي اوباسي او په زمکه کې باندي خپل کوناټي کيږي.
۱۶. له چې د دوو سجدو په مینځ کې کيني نو بايد چې دا دعا ووايې: (ربِّ اغفر لي) درې ځل ويل يې غوره او مستحب دي. معنا يې داده: ای زما پروردګاره! بښنه راته وکړي.
۱۷. بیا د لمړي ځل پڅير دویمه سجده هم وکړي.
۱۸. بیا به د دويمې سجدي نه ولاړ شي قیام به وکړي او الله اکبر به ووايې.
۱۹. او دویم رکعت به د لمړي رکعت په څير ادا کړي.
۲۰. په دویم رکعت کې به د دويمې سجدې نه بعد لمړۍ قعده کې د تشهد ويلو لپاره داسي کيني لکه څنګه چې د دوو سجدو په مینځ کیناستلو، او د ښي لاس د تشهد په ( سونډې ) ګوتي د قبلې په طرف اشاره کوي، او دا تشهد به ووايې: (التحيات لله والصلوات والطيبات، السلام عليك أيها النبي ورحمة الله وبركاته، السلام علينا وعلى عباد الله الصالحين، أشهد أن لا إله إلا الله، وأشهد أن محمدا عبده ورسوله). ټول ژبني او ما لي او بدني عبا د تونه الله جل جلاله لره دي سلام او دالله رحمتونه اوبرکتونه دي وي په تا ای پيغمبره سلام دي وي په مونږ او دالله په نيکو بنده ګانو باندي زه ګواهي ورکوم چه بيله الله جل جلاله بل څوک دعبا دت لا ئق نشته ، اوزه ګواهي ورکوم چه محمد صلی الله عليه وسلم د الله بنده او پيغمبردی.
۲۱. بیا به د باقي پاتي لمونځ لپاره اودريږي.
که چيرته لمونځ درې رکعتيز يا څلور رکعتيز و، خو په دریم او څلورم رکعت کې به يواځې سورت فاتحه لولي.
۲۲. بیا به د لمانځه به اخرني رکعت کې د دويمې سجدې نه بعد د اخرني تشهد ويلو لپاره داسي کيني چې خپله ښي ښپه به اودروي او د هغې نه لاندي به چپه ښپّ اوباسي او په کوناټو به په زمکه کيني او هغه تشهد چې په لمړۍ قعده کې يې ویلو و، هغه به ولولي. او ورسره به درود هو ولولي: «اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ. اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِيْمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِيْمَ، إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ». الهي په محمد صلی الله عليه وسلم اوپه آل د محمد صلی الله عليه وسلم رحمتونه را وليږه لکه څنګه چه دې په ابراهيم عليه السلام او دهغي په آل رحمتونه را ليږلي وو په رښتيا سره ته ستا يلی شوی اود لويي خاوند يي الهي په محمد صلی الله عليه وسلم او په آل د محمد صلی الله عليه سلم باندي برکتونه راوليږه لکه څنګه چه دي په ابراهيم عليه السلام او دهغه په آل با ندي برکتونه راليږلي وو په رښتيا سره ته ستا يلی شوی اود لو يی خاوند يی .
او ددينه بعد غوره او مستحب ده چې دا دعا ولولي: (أعوذ بالله من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن فتنة المسيح الدجال) الهي زه په تا سره دعذاب دجهنم نه پناه غواړم او دقبر دعذاب نه پنا ه غواړم او د ژوند او د مرګ دفتنونه پناه غواړم او د دجال دفتنې دشر نه پنا ه غواړم . یا هغه دعا چې خوښه يې شي.
بیا به ښي خواته مخ واړوي او (السلام عليكم ورحمة الله) به ووايې، بیا به چپ خواته مخ واړوي او (السلام عليكم ورحمة الله) به ووايې، او په دې اخري سلام سره به د مسلمان لمونځ باې ته ورسيږي. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: په لمانځه کې حرام ګرځونکی الله اکبر ويل دي او حلال ګرځونکی سلام اړول دي. (أبو داود: 61 ، الترمذي: 3) یعني په لمانځه کې په الله اکبر سره انسان داخليږي او په سلام ګرځولو سره خارجيږي.
۲۴. د فرضي لمونځ د سلام ګرځولو نه بعد دا اذکار ويل غوره او مستحب دي:
داسي کس بايد ډير زیار او کوشش وکړي تر څو سورت فاتحه او د لمانځه نور ازکار په عربي ژبه ياد کړي ځکه چې ددې نه بغیر لمونځ نه کيږي، لکه سورت فاتحه شوه، تکبیرونه شول، سبحان ربي العظيم شو، وسمع الله لمن حمده شوه، ربنا لك الحمد. شوه، وسبحان ربي الأعلى. ربِّ اغفرلي. التشهد والصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم. السلام عليكم ورحمة الله. داسي کس بايد ډير زیار او کوشش وکړي تر څو سورت فاتحه او د لمانځه نور ازکار په عربي ژبه ياد کړي ځکه چې ددې نه بغیر لمونځ نه کيږي، لکه سورت فاتحه شوه، تکبیرونه شول، سبحان ربي العظيم شو، وسمع الله لمن حمده شوه، ربنا لك الحمد. شوه، وسبحان ربي الأعلى. ربِّ اغفرلي. التشهد والصلاة على النبي صلى الله عليه وسلم. السلام عليكم ورحمة الله. داسي کس بايد ډير زیار او کوشش وکړي تر څو سورت فاتحه او د لمانځه نور ازکار په عربي ژبه ياد کړي ځکه چې ددې نه بغیر لمونځ نه کيږي، لکه سورت فاتحه شوه، تکبیرونه شول، سبحان ربي العظيم شو، وسمع الله لمن حمده شوه، ربنا لك الحمد. شوه، سبحان ربي الأعلى شو. ربِّ اغفرلي شو .شتهد شو، او درود شو، او السلام عليكم ورحمة الله. شو.
او تر هغه وخت پوري چې سورت فاتحه يې زده کړي نه وي بايد په لمانځه تسبیح ( سبحان الله ) او تحمید ( الحمد لله ) او تکبیر ( الله اکبر ) او یا هغه د قرآن مجید آیت چې ده ته یاد وي هغه تکرا رکړي ځکه چې د الله پاک وينا ده: (فَاتَّقُوا الله مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن: 16). نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ.
پوره کو شش بايد وکړي چې لمونځ په جماعت سره ادا کړي تر څو لمونځ يې صحیح شي ځکه چې امام د مقتدي د لمانځه تقصیر جبرانه وي.