ایمان دا مهال برخه
درس د الله پاک په ربوبیت بادندي ایمان
د الله پاک په ربوبیت باندي د ایمان لرلو معنا:
چې الله پاک يواځې د دې ټولو کائناتو خالق دی بل هيڅ خالق نشته لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (اللهُ خَالِقُ كُلِّ شَيْء) (الزمر: 62). الله پاک د هر شي خالق دی. او هغه څه چې مخلوق يې جوړوي نو دا پیدا کول نه دي بلکه دا د يو صفت نه د يو شي بل صفت ته نقل کول جمع کول، او يوځاې کول دي، وغيره خو د هغه شي پيدا کول نه دي او نه د هغه شي د عدم نه وجود ته راوستل دي، او نه د مرګ نه بعد د هغه پیدا کول دي.
او دا چې الله پاک د ټولو مخلوقاتو رازق او روزې رساند دی بل هيڅوک رازق او روزي رساند نشته لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللهِ رِزْقُهَا) (هود: 6). او په ځمكه كې هېڅ خوځنده (ذي روح) نشته مګر د هغه رزق خاص په الله باندې دى.
او دا چې الله پاک د هر شي مالک دی او په حقيقت کې بل هيڅ مالک نشته لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (لِلهِ مُلْكُ السَّموَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا فِيهِن) (المائدة: 120). خاص د الله لپاره ده بادشاهي د اسمانونو او د ځمكې او د هغه څه چې په دغو كې دي.
او دا چې الله پاک د هر شي تدبیر کونکی دی، بل تدبیر کونکی نشته، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْض) (السجدة: 5). هغه د كار تدبیر كوي له اسمان نه ځمكې ته
د الهي او انساني تدبیر په مینځ کې فرق
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې مشرکان هم د الله پاک د ربوبیت قاېل وو:
دا خبره کله عقل مني چې يو څوک دې د الله پاک د خالقیت، مالکيت، اقرار کوي او دا منې چې ژوند، مرګ، او د کاېناتو نظام د هغه په لاس کې دی او بیا دې عبادت د بل چا کوي دا خو ډير لوې ظلم او لویه ګناه ده، ځکه خو لقمان حکیم خپل ته داسي نصیت کړی وو: (يَا بُنَيَّ لَا تُشْرِكْ بِاللهِ إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيم) (لقمان: 13). اى زما خوږه زویه! له الله سره شریك مه نیسه، بېشكه شرك یقینًا ډېر لوى ظلم دى.
او کله چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نه پوښتنه وکړی شوه چې د الله پاک په نيز کومه ګناه ډيره لویه ده؟ هغه وفرمايل: دا چې د الله پاک سره شريک جوړ کړی حال دادی چې ته الله پاک پيدا کړی ېئ (البخاري 4207، مسلم 86).
کله چې بنده پوهه او په دې یقین وکړي چې هيڅ یو مخلوق د الله پاک د قدرت نه نشي بهر کيدلی، ځکه چې الله پاک د هرشي خالق او مالک حقیقي دی او د خپل حکمت سره سم په هغې کې تصرف کوې او ټول اختیار د الله پاک دی، بل هيڅ خالق، مالک ، رازق نشته مګر يواځې د الله پاک ذات دی او يواځې هغه د ټولو مخلوقاتو نظام چلوې هيڅ يوه زره د هغه د اجازې نه پرته نه حرکت کولی شي او قراری نیولی شي، نو په دې سره د بنده زړه يواځې د الله پاک سره تعلق ونیسي، يواځې هغه ته زاري کوي او د ژوند په ټولو کارونو کې په هغه اعتماد او باور کوي.