طهارت ( پاکوالی ) دا مهال برخه
درس د طهارت او پاکوالي اړوند ځېنې خاص مسائل او احکام.
په جرابو باندي مسح کول:
د اسلام په نرمۍ او آسانۍ کې دا هم ده چې مسلمان د اودس کولو په وخت په خپل لوند لاس د جورابو په بره برخه مسح وکړي دا به يې د ښپو د وينځلو پّ ځاې بسنه وکړي.
په موزو او جورابو باندي د اودس په مهال هغه وخت مسح رواه کيږي چې کله يې هغه په طهارت او پاکوالی سره په ښپو کړي وي.
په جورابو د مسح کولو مده
د اودس په مهال په مورو باندي مسح کول جواز لري خو د غسل کولو په وخت به موزې خامها وباسي او ښپې به وينځي.
او په موزو باندي مسح کول به د اول ځل مسح کولو نه بعد نه شمیرل کيږي.
پټې هغه دوسماله چې د اودس په اندامونو باندي هغه وخت لګلو کيږي چې مات يا زخمي وي تر څو په بیړه سره ورغيږي، او درونه يې آرام شي.
په پټۍ باندي په لوند لاس سره مسح کول د ضرورت په وخت جواز لري که دا مسح د پتي د اودس په مهال وي يا د غسل کولو په مهال.
پټۍ چې په کوم اندام د اودس لګيدلي وي نو کومه برخه د اندام چې ښکاره وي بايد ووينځل شي او باقي پاتي برخه باندي چې په هغې پټۍ لګيدلې وي مسح وکړی شي.
په پټۍ باندي د مسح کولو مدت
تر څو چې پتۍ ته ضرورت وي تر هغه وخت پورې ورباندي مسح کول جواز لري اګر که ډير وخت واخلي خو چې کله زخم جوړ او ضرورت ختم شي نو بايد پټۍ لري کړي او په اودس کولو کې د دغه اندام وينځل شروع کړي.
هغه څوک چې د اوبو په استعمال قادره نه وي.
هغه څوک چې په اودس يا غسل کولو کې د اوبو په استعمال قادره نه وي یا خو مریض وي یا اوبه نه وي يا ورسره اوبه وي خو يواځې د څکلو لپاره بسنه کوي، نو هغه لپاره په خاوره تیمم وهل جواز لري تر دې چې اوبه پيدا کړي او د اوبو په استعمال قادره شي.
د تیمم وهلو طریقه:
په دواړه لاسونو به مسلمان خاورې يو ځل ووهي.
په هغه ګرد وغبار چې په لاسونو پورې يې نښتي وي خپل مخ مسح کړي.
دواړه لاسونه لمړی به خپل ښي لاس تر مړوند پورې په چپ لاس او بیا چپ لاس په ښي لاس سره مسح کړي.