د کلمې طيبي دوه بخشونه دا مهال برخه
درس د نبي کريم ( صلی الله علیه وسلم ) پيژندنه
زمونږ د پيغمبر ـ صلی الله علیه وسلم ـ نوم
الله پاک زمونږ نبي محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ټولو خلکو لپاره چې د هر قوم او قبیلې سره اړه لري د استازي په حیثیت پيغبمر رالیږلې دی او په ټولو خلکو يې د هغه ـ صلی الله علیه وسلم ـ تابعداري واجب کړيده، د الله پاک وينا ده: (قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا) (الأعراف: 158). ته ووايه ـ اې پيغمبره ـ زه ستاسو د ټولو لپاره د الله پاک لخوانه استازی یم.
الله پاک په نبي کريم محمد ـ صلی الله علیه وسلم باندي خپل عظيم کتاب قرآن کريم نازل کړ، هغه کتاب چې باطل ورته د هيڅ لاري راتګ نشي کولی.
الله پاک د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په رسالت سره د ټولو پيغمرانو د نبوت لړ ۍ پاې ته ورسوله، او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ نه بعد بل هيڅ پيغمبر او نبي نه راځي، لکه څرنګه چې الله پاک فرمايلې دي: (وَلَكِنْ رَسُولَ اللهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّين) (الأحزاب: 40). او ليکن د الله پاک پيغمبر دی او د پيغمبرانو د لړۍ ختمونکې دی.
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ پيدائش.
نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په خپله قبیله د قريشو کې څلو يښت کاله مخکې د نبوت نه تير کړل (570-610م) د ژوند په دې برخه کې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ښو اخلاقو، او استقامت يوه نمونه او مثال و، تر دې چې د قريشو په مینځ کې د صادق امين ( رښتینې او امانتدار ) په نوم ونومول شو، د میږو(ګډو )ووزو(بيزو) چوپاني به يې کوله بیا يې تجارت شروع کړ، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د اسلام د مبارک دين نه مخکې هم د توحيد په عقيده وو، او د ملت ابراهيمې مطابق به يې د الله پاک بندګې کوله، او د بوتانو بندګې او دشرکي کارونو نه به يې ځان ساتلو.
کله چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د خپل ژوند څلو يښت کاله تیر کړل، د نور په غره کې به يې د حراء په غار کې د الله پاک بندګي کوله او د الله پاک په مخلوقاتو کې به يې فکر او سوچ کولو، تر دې چې د الله پاک لخوانه ورته وحي راغله، او د قرآن پاک نزول شروع شو، او د قرآن کريم دا اياتونه لمړي نازل شول، د الله پاک وينا ده:(اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ) (العلق:1) ته د خپل هغه رب په نامه سره ولوله چې پیدا كړي يې دي (ټول مخلوقات). په دې اياتونو سره نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ دا اعلان وکړ، چې د نبوت دا دور د شروع نه يو نوی د علم پوهې، رڼا، او د خلکو د رهنمايې دور دی. بیا پرله پسې قرآن کريم په درويشت کلونو کې نازل شو.
۴. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د دعوت پیل.
مدينې ته د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ هجرت کول.
نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د کال (622- 632م) پورې په مدينه منوره کې د اسلامي تمدن بنیاد کيښود، او د اسلامي ټولني نښي يې نالې کړې، قومې تربګنۍ ته يې د پاې ټکی کيښود، د پوهې رڼا يې خوره کړه، د انصاف، استقامت، ورور ولۍ او د يو بل سره د مرستې کولو او د ژوند تیرولو نظام يې برابر کړ، ځينې قومونو کوشش کولو تر څو د اسلام دین د مينځه يوسي، نو ځکه خو يو شمير جنګونو او واقعات مينځ ته راغلل خو الله پاک د خپل دين او پيغمبر مدد وکړ، بیا نو پرله پسي خلک د اسلام په مبارک دين کې داخل شو، مکه او يو شمير نور ښارونو د عربو په جزيره د اسلام مبارک دين ته تسلیم شول او په خپله خوښه يې د اسلام دين قبول کړ.
په يولسم کال د نبوی هجرت باندي روستو ددې نه چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ خپل امت ته اسلامي پيغام ورسولو او پوره امانت ېې اداکړ، او الله پاک په خلکو باندي د دين په پوره کولو سره خپل نعمت تمام کړ، نو نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په تبه مريض شو او مرض يې سخت شو، او په پاې کې په یولسم کال د نبوي هجرت د ربيع اول د میاشتې د دوشنبې په ورځ د درې شپيتو کالو په عمر وفات شو، او د عائشې رضي الله عنها په کور کې دننه د نبوي مسجد په څنګ کې دفن شو.