ایمان دا مهال برخه
درس په نبي کريم محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ باندي ایمان:
د نبي کريم محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ په هکله زمونږ زمواریاني:
۱.مونږ ایمان او باور لرو چې نبي کريم محمد صلی الله علیه وسلم د الله پاک بنده او د هغه پيغمبر دی، د اولنو او آخرنو سردار دی، د ټولو پيغمبرانو اخرنی مهر دی، د هغه نه بعد بل هيڅ نبي او پيغمبر نه راځي، بیشکه هغه د الله پاک پيغام خپل امت ورسوو، او دا امانت يې په پوره توګه ادا کړ، او د خپل امت پوره خير خواهي يې وکړه، او د الله پاک په لاره کې حق جهاد وکړ.
۲. مونږ د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په هره خبره باور او د هغې تصدیق کوو، او د هغه ټول حکمونه منو، او د هر هغه څه نه ځان ساتو د څه نه چې هغه صلی الله علیه وسلم منع فرمايلې ده، او د هغه ـ صلی الله علیه وسلم ـ د تعلیماتو په رڼا کې د الله پاک عبادت او بندګي کوو، او مونږ يواځې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ پوره تابعداري او اقتدا کوو. د الله پاک وينا ده: (لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِمَنْ كَانَ يَرْجُو اللهَ وَالْيَوْمَ الْآَخِرَ وَذَكَرَ اللهَ كَثِيرًا) (الأحزاب: 21). یقینًا یقینًا تاسو لپاره په (كار د ) رسول الله كې ډېره ښه اقتدا ده، د هغه چا لپاره چې د الله او د وروستنۍ ورځې امېد لري او الله ډېر زیات یادوي.
په مونږ واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مينه او محبت د مور او پلار، بچو او او د ټولو خلکو په مينه او محبت باندي مخکې کړو، د انس رضي الله نه روایت دی، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: په تاسې کې هيڅوک تر هغه وخت د پوره ايمان خاوند کيدی نشي تر څو چې ماسره د خپل ځان، مور اوپلار، بچو او د ټولو خلکونه ډيره مينه ونه کړي.(البخاري 15، مسلم 44). د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د رښتنې مينې مظهر د هغه تابعداري او پيروي ده، حقيقې نیک بختې او بشپړ هدایت د سمې لارې يواځې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ په تابعدارۍ او پیروۍ کې ده. د الله پاک وينا ده: (وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِين) (النور: 54).او كه تاسو د هغه (رسول) اطاعت وكړئ (نو) نېغه لار به ومومئ، او د رسول په ذمه نشته مګر ښكاره پېغام رسول.
۴. په مونږ واجب ده چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ شريعت ومنو، او د هغه د سنتو تابعدار شو، او د هغه د راوړي ډالۍ احترام او تعظية وکړو، د الله پاک وينا ده: ﴿فَلَا وَرَبِّكَ لَا يُؤْمِنُونَ حَتَّى يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لَا يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجًا مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيمًا﴾ [النساء: 65]. پس داسي نه ده، ستا په رب مي د ې قسم! دوې مؤمنان کيدی نشي تر هغه پورې چې دوې په خپل مینځ کې په پيښو جګړو کې تا فيصله کونکی ومني، او بيا په خپلو نفسونو کې ستا د کړې فيصلې په باره کې هيڅ تنګي ونه مومي او په ښو منلو سره يې ومني.
۵. مونږ بايد د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مخالفت نه وويريږو، ځکه چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ مخالفت د فتنو، ګمراهۍ، او د درناک عذابونو سبب ګرځي، د الله پاک وينا ده: ﴿فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَنْ تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴾ [النور: 63]. نو هفه خلک دې وويريږي چې د رسول د حکم نه مخالفت کوي، له دې نه چې دوې ته څه افت ورسیږي يا دوې ته ډير دردناک عذاب ورسیږي.
محمدي نبوي پيغام د نورو مخکني اسماني پيغامونونه يو څو ځانګرتیاوې لري چې ځېنې يې دادي:
۱. محمدي نبوي پیغام د نورو مخکنيو پیغامونو لړي پاې ته رسولې ده ، د الله پاک وينا ده: ﴿مَا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِنْ رِجَالِكُمْ وَلَكِنْ رَسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ﴾ [الأحزاب: 40]. محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ په تاسو سړي، کې د چا پلار نه دی، او ليکن د الله پاک رسول دی او پيغمبرانو دلړي ختمونکی دی.
۲. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم رسالت د مخکنو پيغمبرانو رسالت منسوخ کړی دی، وس الله پاک د هيچانه دین او عبادت نه قبلوي مګر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په طريقه باندي، او هيڅوک د جنت نعمتونو ته نشي رسيدلی مګر د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په لاره باندي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په ټولو پيغمبرانو کې غوره پيغمبر دی او امت يې په ټولو امتونو کې غوره امت دی، او شریعت يې په ټولو شريعتونو کې بشپړ او کامل شريعت دی.د الله پاک وينا ده: ﴿وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ﴾ [آل عمران: 85]. او هغه څوک چې د اسلام نه غير بل دين ولټوي، پس هيڅکله به يې الله پاک ترينه قبول نه کړي، او هغه به په اخرت کې د تاوان والاو نه وي. او نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: په هغه ذات قسم چې د محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ روح د هغه په لاس کې دی، په دې امت کې زما په هکله یهودي يا نصراني د رسالت خبر واوري او بيا په داسي حالت کې مړ شي چې زما په رسالت يې ایمان نه وي راوړی، د دوزخ والاو نه به وي. (مسلم 153، أحمد 8609).
۳. محمدي نبوي پیغام د ټولو انسانانو او پیريانو لپاره دی، د پیریانو په هکله د الله پاک وينا ده: (يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ الله) (الأحقاف: 31) اى زمونږ قومه! تاسو د الله د بلونكي وینا قبوله كړئ او په ده ایمان راوړئ. د الله پاک وينا ده: ﴿ وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ﴾ [ سبأ : 28]. او مونږ ته نه يې لیږلی مګر د ټولو خلکو لپاره زیری ورکونکی او ویره ورکونکی يې. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: زه د نورو پيغمبرانو نه په شپږ خبرو سره ځانګری شوی یم، ماته د بشپړ معنا واله خبرې راکړی شوي دي، او د دښمن په زړه کې زمانه ويره وي، او د جهاد غنمتونه زما لپاره حلال دي، زما لپاره زمکه پاکونکی او مسجد دی، او زه د ټولو خلکو لپاره پيغمبر یم، او په ما باندي د پيغمبرانو لړۍ پاې ته رسيدلې ده. (البخاري 2815، مسلم 523).
الله پاک هیڅ يو پيغمبر نه دی ليګلی مګر د هغه په ټولو پيروانو کې د هغه نيژدې ملګري غوره وي، او د هغه د ملګرو پيړۍ په ټولو کې غوره پيړۍ وي، الله پاک د خپل پيغمبر د ملګرتوب لپاره د پيغمبرانو نه بعد د هغه غوره بندګان غوره کړل، ددې لپاره چې هغوې د الله پاک ددين پيغام په غاړه واخلي او نورو خلکو ته يې په بشپړ امانت سره پاک صفا ور ورسوي، د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: زما د امت په پيړيو کې غوره پيړۍ هغه ده په کومه کې چې زه پیغمبر شوم، بیا په دوې پسې غوره هغه دي چې دوې ته نيژدې دي، او بیا هغه چې دوې ته نيژدې دي. (مسلم: 2534).
د صحابي تعريف او پيژندنه:
صحابي هغه څوک دی چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سره يې د اسلام په حالت کې ملاقات شوی وي، او بیا په اسلام د هغه وفات شوی وي.
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ملګرو صفت او ستاېنه او غوره والی په قرآن او سنت کې په دې ځايونو کې راغلی دی چې ځېنې د هغې دادي:
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د ملګرو او کورنۍ په هکله د مسلمان وجيبه.
په هر مسلمان باندي د صحابه کرامو او کورنۍ په هکله د يو څو خبرو لحاظ ضوروري دی:
۱. د هغوې سره مينه، د هغوې احترام او د هغوې لپاره د خیر دعاګاني غوښتل:
الله پاک د مهاجرینو صحابه و صفت او ستاېنه کړې چې دوې د دين په خاطر د الله پاک د رضا لپاره خپل کورونه او مالونه پريښودل او مدينې ته يې هجرت وکړ، ورپسې الله پاک په مدينه کې د اوسيدونکو انصارو صحابه و صفت او ستاېنه وکړه چې د خپلو مهجرینو ورونو مرسته او مدد يې وکړو، او هغوې يې د خپلو ځانونو سره په خپل مال ومتاع کې شریک کړل، بلکه انصارو خپل مهاجرين ورونو په خپل ځانونو مهکې کړل، بیا الله پاک د هر هغه کسانو صفت او ستاېنه کړي چې ددوې نه روستو به راځې او د صحابه و سره مینه کوي د هغوې احترام او تعظیم کوي او هغوې ته د خیر دعاګانې کوي، او په صحابه کې د هيچا سره بغض او کينه نلري.
د الله پاک وينا ده: (لِلْفُقَرَاءِ الْمُهَاجِرِينَ الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دِيَارِهِمْ وَأَمْوَالِهِمْ يَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللهِ وَرِضْوَانًا وَيَنْصُرُونَ اللهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ هُمُ الصَّادِقُونَ • والَّذِينَ تَبَوَّأُوا الدَّارَ وَالإِيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّونَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَلا يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَةً مِمَّا أُوتُوا وَيُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَلَوْ كَانَ بِهِمْ خَصَاصَةٌ وَمَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ • والَّذِينَ جَاءُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلإخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالإِيمَانِ وَلا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلاً لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤُوفٌ رَحِيمٌ) (الحشر: 8-10).(دغه مالونه) د هغو فقیرو هجرت كوونكو لپاره دي چې له خپلو كورونو او خپلو مالونو نه اېستل شوي دي، په داسې حال كې چې دوى د الله فضل او رضامندي لټوي او د الله او د هغه د رسول مدد كوي، همدغه كسان رښتیني دي. او د هغو كسانو لپاره دي چې دوى له دغو (مهاجرینو) نه مخكې په دغه كور (مدینه) كې او په ایمان كې ځاى نیولى دى، دوى له هغو كسانو سره مینه كوي چې دوى ته يې هجرت كړى دى او دوى په خپلو سینو (زړونو) كې هېڅ غصه (او حسد) نه مومي د هغه (مال) په وجه چې دغو (مهاجرینو) ته وركړى شو او دوى په خیلو ځانونو باندې (هجرت كوونكو ته) ترجیح وركوي اګر كه په دوى باندې تنګي (او حاجت مندي) وي او هر هغه څوك چې د خپل نفس له بخیلۍ نه بچ كړى شو، نو همدغه كسان كامیاب (او په مراد رسېدلي) دي. او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې.
۲. صحابه ګرامو ته د الله پاک درضا دعا غوښتل:
هر سلمان بايد کله چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ صحابه ملګري یاد شي نو ـ (رضي الله عنه) ته ورته ووايې: ځکه چې الله پاک خبر ورکړی چې د صحابه و عملونه يې قبول کړي او د هغوې نه يې د خپلې رضا اعلان کړی دی او همدغه شان صحابه کرام هم د الله پاک نه خوشحاله دي چې هغوې ته يې د دنيا او اخرت ټول نعمتونه ورپه برخه کړل، د الله پاک وينا ده: (وَالسَّابِقُونَ الأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأَنصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ) (التوبة: 100). او له مهاجرینو او انصارو نه هغه وړاندیني اولني (ایمان لرونكي) او هغه كسان چې په نېكۍ سره يې د دوى پیروي كړې ده، الله له دوى نه راضي شوى دى او دوى له هغه نه راضي شوي دي او هغهٔ، د دوى لپاره داسې جنتونه تیار كړي دي چې د هغو له لاندې وَلې بهېږي، چې دوى به په هغو كې تل ترتله وي، همدا ډېره لویه كامیابي ده.
۱. د د الله پاک د پيغمبر ټول ملګري غوره دي خو په دوې ټولو کې بیا څلور راشدين خلفا غوره دي، او په دوې کې بیا ترتیب وار، ابو بکر صديق، عمر بن الخطاب، عثمان بن عفان، او علي بن ابی طالب، رضي الله عنهم ـ غوره دي. الله پاک دې دټولو نه راضي ـ شي.
۲. د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ملګري بشر او انسانان دي کيدې شي چې د هغوې نه هم خطا شوي وي، خو دا حقيقت دی چې د هغوې خطايې د نورو خلکو د خطايې په پرتله ډیره کمه ده او د هغوې حق وینا او حق ته رسيدل د نورو خلکو په پرتله ډيره زیاته ده، دوې الله پاک د خپل پيغمبر د ملګرتوب لپاره غوره کړي دي ځکه چې دوې په ټولو خلکو کې د الله پاک غوره بندګان دي چې ترڅو د الله پاک دين په غاړه واخلۍ او نورو خلکو ته يې ورسوي، د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: زما په امت کې غوره پيړۍ هغه ده چې زه په هغې کې پيغمبر شوی یم، پیا هغه چې دوې ته نيژدې، او بیا هغه چې دوې ته نیژدي دي. (مسلم: 2534).
۳. مونږ د ټولو صحابه کرامو د عدل او احسان ګواهي ورکوو اود هغوې ښې کړنې ذکر کوو، او د هغوې هغه خطایانې کومې چې د هغوې نه د اجتهاد په بنیاد واقع شوي دي د هغې نه مونږ چپ پاتي کيږو، ځکه چې د هغوې رښتنی ایمان ، نیک عملونه او د حق پیروي د هغوې په اجتهادي غلطيلو باندي غالبه دي، د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ويڼا ده: زما ملګرو ته سپکې سپورې مه وايې: ځکه په تاسې کې د يو چا د احد د غره په برابر صدقه د هغوې د نیمې لپې صدقې ته نشي رسيدلی. (البخاري 3470).
د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ کورنۍ د هغه ښځې بچې او خپلوان د تره ځامن کوم چې د علي ، عقیل، جعفر، او د عباس کورنۍ او د هغې بچي دي.
او په دوې کې بیا غوره هغه څوک دي چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ سره يې ملاقات شوی وي، لکه علي بن ابي طالب رضي الله عنه او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ لور فاطمه رضي الله عنها او د هغې ځامن: حسن او حسین ـ رضي الله عنهما چې د جنت د ځوانانو سرداران دي او همدغه شان د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ښځې د مؤمنانو ميندې، لکه خديجه او عائشه ـ رضي الله عنهم ـ.
بیشکه الله پاک د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د بي بیانو په هکله چې کله يې هغوې ته د ښو ادابو او اخلاقو لار ښونه وکړه بيا يې داسي وفرمايل: (إِنَّمَا يُرِيدُ اللهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) (الأحزاب: 33).بېشكه همدا خبره ده چې الله غواړي چې له تاسو نه، اى اهل بیتو! ګناه لرې كړي او تاسو پاك كړي پاكول.
د نبوي کورنۍ سره مينه:
هر مسلمان د نبوي کورنۍ سره کوم چې د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د لارې پیروان دي د هغوې سره مينه کوي، او د هغوې سره مينه د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د مينې یوه برخه بولي، او د نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د هغه لارښونۍ پيروي کوئ کومه چې د خپلۍ کورنۍ په هکله د ښو اخلاقو، احسان او د احترام وصيت او سپارښتنه کړې ده او داسې يې فرمايلي دي: زه تاسې ته د خپلې کورنۍ په هکله د الله پاک يادونه کوم، زه تاسې ته د خپلې کورنۍ په هکله د الله پاک يادونه کوم، (مسلم: 2408) داسي لکه چې يو مهربانه پلار د خپلو بچو په هکله وايې: زه تاسې ته د خپلو بچو په حق کې د الله پاک يادونه کوم.
په دې هکله مسلمان د دوه قسمه خلکو نه بيزارې اختیاره وي.
ال بیت د ګناهونو څخه معصوم نه دي:
ال بیت د نورو قومونو او قبیلو په څير ده په هغوې کې مسلمان. کافر، نیک عمله ، بد عمله ټول شته مونږ يې د نیک عملو سره مينه کوو، او د هغوې لپاره د اجر او ثواب امید لرو، او د بد عملو په هکله ويريږو او هغوې ته لپاره د سمې لارې غوښتنه کوو، ال بیت داسي نه دي چې په هر وخت کې په هر چا بادي غوره دي ځکه چې خلک په بیلابیلو اړخونو کې غوره والی لري کيدی شي چې ځېنې خلک په ال بیت باندي غوره والی او فضيلت ولري.