قرآن کریم دا مهال برخه
درس د قران کريم فضائل
د قران کريم ډير زیات فضائل دي چې ځينې د هغې په لاندي ډول بیانيږي
عثمان بن عفان رضي الله عنه روايت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: (په تاسې کې غوره هغه څوک دی چې قران خپله زده کوي او نورو ته د هغې تعلیم ورکوي) بخاري (5027)
انس بن مالک رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( د الله پاک ځېنې خاص خلک دي په بندګانو کې) پوښتنه وشوه چې دا څوک دي ای د الله پاک پيغمبره؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل: د قران سره تعلق لرونکي خلک د الله پاک اهل او د هغه خاص خلک دي) ابن ماجه (215)
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه روایت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( څوک چې د الله پاک د کتاب يو حرف ولولئ هغه ته به يوه نيکي لس چنده ورکړی شي، او زه د ( الم ) په هکله نه وایم چې دا يو حرف دی بلکه الف جدا حرف دی او لام جدا حرف دی او میم جدا حرف دی) ترمذي (2910)
۴. د الله پاک رحمت، سکينه او د ملائکو نزول کيږي د قران کريم د تلاوت او درس وتدريس په مجلسونو باندي
۵. قران کريم د قيامت په ورځ د خپلو ملګرو شفاعت کوي
عائشه رضي الله عنها روايت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( د قران کريم ماهر به د سفره نيکانو ملائکو سره ملګری وي، او هغه څوک چې د قران تلاوت کوي خو د قران تلاوت ورته سخت وي د هفه لپاره دوه اجرونه دي) مسلم ( 798 )
۷. قران کريم خپل ملګري ته عزت ورکوي.
عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما روایت کوي چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ( د قران قارئ ته به وويل شي، چې د قرآن تلاوت په آرام سره کوه لکه څنګه چې به تا په دنيا کې د قران تلاوت کولو او د جنت په درجو بره ځه ستا اخرنې درجه به هغه وي کوم ځاې چې ته د قران کريم اخرنی ایت تلاوت کړې) ابو داود ( 1464 )