عبادت دا مهال برخه
درس شرک
د شرک معنا:
د شرک بیلګې:
د شرک خطرناکې پايلې:
شرک د بنده نیک عملونه د مينځه وړي، د الله پاک وينا ده: (وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُون)(الأنعام: : 88). او كه چېرې هغوى شرك كړى وَى (، نو) له هغوى نه خامخا به ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى به كول.
شرک بنده دوزخ په اور کې د هميشه لپاره داخله وي، د الله پاک وينا ده:(إِنَّهُ مَنْ يُشْرِكْ بِاللهِ فَقَدْ حَرَّمَ اللهُ عَلَيْهِ الْجَنَّةَ وَمَأْوَاهُ النَّار) (المائدة: 72). نو یقینًا په هغه باندې الله جنت حرام كړى دى او د هغه استوګنه اور دى.
د شرک ډولونه:
بنده چې کله عبادت يو ډول د الله پاک نه پرته د بل چا لپاره تر سره کړي ديته شرک اکبر وايې، هر هغه وينا او عمل چې د الله پاک خوښ او هغه ورباندي رضا کيږي او دغه عمل د الله پاک نه پرته د بل چا لپاره ګرځول دا کفر او لوې شرک دی، ددې مثال او بیلګه، لکه هغه څوک چې د الله پاک نه پرته د بل چا نه خپل حاجتونه غوښتل او د هغه نه د مرضونو شفا او جوړتیا غوښتل.
دا دعاګاني او دا نیک عملونه او ديته ورته نور عملونه د الله پاک نه پرته د بل چا لپاره ګرځول شرک او کفر دی، ځکه چې د مرض نه خلاصون او د رزق ورکول د الله پاک د ربوبیت د ځانګرتيا و څخه دي او په الله پاک باندي ځان سپارښتل او هغه ته سجده لګول د الله پاک د الوهیت د ځانګرتیاو څخه دی.
د شرک وړوکی ډول
د وړوکي شرک بیلګې:
ایا د خلکو نه حاجتونه غوښتل شرک دی؟
د مړو یا بي روح شیانو نه حاجتونه غوښتل شرک او د اسلام د مبارک دين سره په ټکر او د ایمان منافي عمل دی، ځکه چې مړي يا بي روح شیان د انسان حاجت غوښتل نه اوري او نه د هغې د پوره کولو توان او طاقت لري، او دعا غوښتل عبادت دی او عبادت د الله پاک نه پرته د بل چا لپاره ګرځول شرک دی، او د عربو مشرکانو د نبي کريم صلی الله علیه وسلم د پيغمبري په وخت د همدي بي روح شیانو او د مړو نه خپل حاجتونه غوښتل چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم يې د ژوند تر پایه په هغه مشرکانو رد او هغوې د سمې لارې په لور دعوت کړل.