زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس د الله پاک په نومونو او صفتونو ایمان.

قرآن کريم په ډير تاکيد او تکرار سره بندګانو ته د خپل رب او خالق پيژندنه ورمعرفي کوي، ځکه چې د هر مسلمان لپاره د خپل رب پيژندنه او د هغه ښاېسته نومونه او د کمال او جلال هغه صفتونه په کومو چې الله پاک موصوف دی پيژندل ډير زيات اړين او ضروري دي، تر څو وکولی شي چې د خپل رب عبادت او بندګي په بصيرت سره وکړي او د هغه د نمونو او صفتونو نه په خپل ژوند او عبادت کې اثر واخلي.

  • د توحيد اسماء و صفات پيژندنه.
  • په توحيد اسماء و صفات کې د اهل سنت والجماعت عقيده. 
  • د الله پاک د ځينې نومونو معنا پيژندل. 

د الله پاک په نومونو او صفتونو ایمان.

قرآن کريم په ډير تاکيد سره په وار وار بندګانو ته د خپل رب او خالق پيژندنه ورمعرفي کوي، او دا ځکه چې د هر مسلمانه لپاره د خپل رب پيژندنه او د هغه ښاېسته نومونه او د کمال او جلال هغه صفتونه په کومو چې الله پاک موصوف دی پيژندل ډير ضروري دي، ترڅو په بصيرت سره د الله پاک بندګي وکړي او د هغه د نومونو او صفتونو نه په خپل ژوند او عبادت کې اثر واخلي.

پس هر مسلمان په هغه نومونو او صفتونو باندي ایمان لري کوم چې الله پاک په خپل کتاب کې د خپل ځان لپاره ثابت کړي او همدارنګه په هغه نومونو او صفتونو هم ایمان لري کوم چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ د الله پاک لپاره ثابت کړي دي، څنګه چې د الله پاک د شان سره مناسب وي.

د الله پاک لپاره ښاېسته نومونه او کامل صفتونه دي او د الله پاک سره د هغه په نومونو او صفتونو کې هيڅوک شريک نه دي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِير) (الشورى: 11). د هغه په مثل هېڅ شى نشته او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى. یعني الله پاک د هغه په ټولو نومونو او صفتونو کې د مخلوق سره د مماثلت او مشابت نه پاک دی.

(قُلِ ادْعُوا اللهَ أَوِ ادْعُوا الرَّحْمنَ أَيًّا مَّا تَدْعُوا فَلَهُ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى). ته (دوى ته) ووایه: تاسو الله بلئ، یا تاسو رحمٰن بلئ، هر یو (نوم) يې چې وبلئ، نو خاص د هغهٔ لپاره دي تر ټولو ښكلي نومونه دي.

په دې مقام کې د الله پاک ځنې نومونه ذکر کوو:

رحمن، او رحیم

دا دواړه د الله پاک هغه نمونه دي چې په همدې سره الله پاک د خپل کتاب پيل او شروع کړې ده، او دا دواړه د الله پاک هغه نمونه دي چې په همدې سره الله پاک خپلو بندګانو ته خپل ځان معرفي کوي، او همدا دواړه نمونه يې د هر سورت په پیل کې په (بسم الله الرحمن الرحيم) سره د هدايت او قرآني بیان عنوان ګرځولي دي.

بیشکه الله پاک د خپلې مهرباني له مخې په خپل مهرباني ليکلې ده او خپله مهرباني يې هر څه ته پراخه کړې ده، تر دې چې د مخلوقاتو مهرباني په خپل مينځ کې لکه د مور مهرباني په خپل بچي باندي او مخلوق ته د رزق ورکول دا ټول د الله پاک مهربانۍ اثر دي په خپل مخلوق باندي، لکه څنګه \ې الله پاک فرمايلي دي: (فَانْظُرْ إِلَى آثَارِ رَحْمَتِ اللهِ كَيْفَ يُحْيِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا) (الروم: 50). نو ته د الله د رحمت نښو (او اشارو) ته وګوره، الله ځمكه د هغې له مرګ (وچ والي) نه وروسته څنګه ژوندۍ كوي.

کله چې نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ او د هغه ملګرو يوه ښځه وليدله چې په خپل ماشوم بچې پسي ګرځيدله هغه ترېنه ورک شوی و! کله چې يې خپل بچې وليد د سيني سره يې نيژدي کړ او او د خيلې سيني شيدې يې ورته ورکړې، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ خپل ملګرو ته وويل: ایا تاسئ دا منۍ چې دا ښځه دې خپل بچی په خپل اختیار سره اور ته ګذار کړي؟ هغوې په جواب کې وويل نا هيڅکله داسي نه کوي، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ ورته وويل: الله پاک په خپلو بندګانو باندي ددې ښځې د مهربانۍ نه ډير مهربانه دی. (البخاري 5653، ومسلم 2754).

نو د الله پاک مهرباني ډيره لويه ده چې د انسان د هغې اندازه نشي کولی بلکه د هغې ګمان او خيال هم نشي کولی، که چرته بندګان د الله پاک مهرباني وعلومه کړي هيڅ يو بنده به د الله پاک د مهربانۍ نه نا اميده نشي.

د الله پاک مهرباني په دوه ډوله ده:

١
د الله پاک هغه مهرباني کومه چې ټولو مخلوقاتو، انسانانو، پیریانو، جماداتو وغيره ته شامل دی، او په همدې مهربانۍ سره الله پاک دوې ته د دنیا د ژوند لاري چاري اسانه کړي دي، لکه څنګه چې الله پاک د ملائکو د دعا په هکله فرمايلي دي: (رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا) (غافر: 7). اى زمونږه ربه! ته د رحمت په لحاظ سره هر شي ته رسېدلى يې.
٢
د الله پاک ځانګړې مهرباني په مؤمنانو باندي هغه دا چې دوې ته د طاعت او بندګۍ توفیق ور برخه کوي، او د خير کارونه ورته اسانه او د ثابت قدمۍ توفیق ور په برخه کوي، او خپله مهرباني په دوې پوره کوي هغه دا چې دوې ته عفوه او بښنه کوې جنت يې داخلوي، او دو جهنم د اور نه ورته خلاصون ور په برخه کوي، لګه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا • تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا) (الأحزاب: 43-44). هغه په مومنانو ډېر رحم كوونكى دى. ( د الله له جانبه) دوى ته پېشكشي به، په هغې ورځ كې چې دوى به له هغه (الله) سره ملاقات كوي، سلام وي، او هغه د دوى لپاره ډېر د عزت اجر تیار كړى دى.

په تحقیق سره نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: اګاه شې! بیشکه په تاسئ کې هيڅوک په خپل عمل سره جنت ته نشي داخليدلی، هغوې وويل: ته هم په خپل عمل سره جنت ته نشي داخليدای؟ نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ وويل: هو زه هم په خپل عمل سره جنت ته نشم داخليدلی مګر که الله پاک مې په خپل مهربانۍ کې را ونغاړي. (مسلم 2816).

او هر کله چې بنده د الله پاک عبادت او طاعت په ښه سان سره کوي او هغه ته خپل خان نيژدې کړي او ورته عاجزي وکړي په دې سره دا بنده د الله پاک دځانګړې مهربانۍ ډير حقدار ګرځي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (إِنَّ رَحْمَتَ اللهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ) (الأعراف: 56). بېشكه د الله رحمت نېكي كوونكو ته ډېر نژدې دى.

سمیع (اوریدونکی) بصیر (لیدونکی):

الله پاک په بیلابیلو ژبو باندي د بیلابیلو خلکو ټول اوازونه او بیلابیل حاجتونه اوري، برابره خبره ده که دوې خپل حاجتونه په پټ اواز غواړي او که په لوړ اواز، هر کله چې ځينې ناپوهانو خلکو دا ګمان وکړ چې الله پاک زمونږ ځانله او پټې خبري نه اوري، الله پاک د دوې د ټکولو او رټلو دپاره دا آيت نازل کړ: (أَمْ يَحْسَبُونَ أَنَّا لَا نَسْمَعُ سِرَّهُمْ وَنَجْوَاهُمْ بَلَى وَرُسُلُنَا لَدَيْهِمْ يَكْتُبُونَ) (الزخرف: 80). ایا دوى دا ګمان كوي چې بېشكه مونږ د دوى پټې خبرې او پټې مشورې نه اورو، ولې نه! او زمونږ رسولان ليكل كوي د دوى ترڅنګه.

الله پاک هر شی ويني اګر که ډير باریک او وړوکی وي، هيڅ شی په هغه پټ نه پاتي کيږي، ابراهیم خلیل الله خپل پلار ته وويل ته څنګه ده بت بندګي کوي حالانکه بت نه څه اوریدی شي او نه څه لیدلی شي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا) (مريم: 42). ك اى زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت كوې چې نه (څه) اوري او نه ویني او له تا نه هېڅ شى (تكلیف) نشي لرې كولى؟.

کله چې بنده پوه شي او دا يقين ولري چې الله پاک اوریدونکی او ليدونکی دی، او دزرې برابر هيڅ یو شي په هغه باندي په زمکه او اسمانونو کې پټ نه پاتي کيږي، په هر پټ او ښکاره عالم دی، نو په دې سره د بنده په زړه کې د الله پاک د نګاه حالت جوړ شي بیا د خپلې ژبې ساتنه کوي دروغ نه وايي بیا د چا غیبت وغیره نه کوي، بیا د خپلو اندامونواو د زړه او سوچونو حفاظت کوي د هر هغه څه نه چې د الله پاک د غوسې او ناراضګې سبب ګرځي خپل ځان ساتي، خپل ټول توان او د الله پاک نعمتونه د هغه په رضا او خوشحالۍ کې لګوي، ځکه چې الله پاک د بنده په هر پټ او ښکاره حالت باندي خبر دی، ځکه خو نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ فرمايلي دي: د احسان حالت ديته وايي: چې د الله پاک بندګي په داسي شعور او احساس وکړې لکه چې ته الله پاک ته ګورې، او که دا شعور او احساس دې نه جوړيږي نو دا احساس او شعور خو خامخا ولره چې الله پاک تاته ګوري. (البخاري 50، ومسلم 9).

حي ( همیشه ژوندی) قیوم (همیشه قائم):

د الله پاک دپاره بشپړ ژوند دی چې عدم ( نشتون) ورباندي نه دی رغلی، او نه د هغه په ژوند زوال، فنا، نقصان او نیمګړتیا راځي، زمونږ پرودګار ددي نيمګړتیاو څخه پاک دی، د الله پاک ژوند داسي د کمال دی چې ورسره د هغه نور د کمال صفات هم لازميږي، لکه د هغه بشپړ علم، اوريد، ليدل، قدرت، اراده، وغیره د الله پاک د کمال صفتونه، نو دکوم يو ذات چې داسي شان وي همغه د بندګي لائق دی چې د هغه بندګي وکړی شي هغه ته رکوع او عاجزي وکړی شي يواځې په هغه توکل وکړی شي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَتَوَكَّلْ عَلَى الْحَيِّ الَّذِي لَا يَمُوت) (الفرقان: 58). او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري .

د الله پاک د قیوم نوم معنا په دوه خبرو دلالت کوي:

١
د الله پاک بشپړه بي پرواهي او غنا: الله پاک خپله قائم او د مخلوق نه غني او بي پرواه دی، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي:(يَا أَيُّهَا النَّاسُ أَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ إِلَى اللهِ وَاللهُ هُوَ الْغَنِيُّ الْحَمِيدُ) (فاطر: 15). اى خلقو! هم تاسو الله ته محتاجان يئ، او الله، هم دى ښه بې پروا، ښه ستايل شوى دى. الله پاک د مخلوق نه په هر لحاظ سره غني او بي پرواه دی، د نیک عمله نيکي الله پاک ته هيڅ فائده نه ورکوي، او د ګناهګار ګناه، الله پاک ته هيڅ ضرر نه ورکوي، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَمَنْ جَاهَدَ فَإِنَّمَا يُجَاهِدُ لِنَفْسِهِ إِنَّ اللهَ لَغَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ) (العنكبوت: 6). بېشكه الله خامخا غني(ډېر بې پروا) دى، له عالمونو نه. د موسی ـ علیه السلام ـ په ژبه الله پاک فرمايلي دي: (إِنْ تَكْفُرُوا أَنْتُمْ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا فَإِنَّ اللهَ لَغَنِيٌّ حَمِيدٌ) (إبراهيم: 8). او موسٰى وويل: كه كافران شئ تاسو او هغه څوك چې په ځمكه كې دي، ټول، نو بېشكه الله خامخا ډېر بې پروا، ډېر ستايل شوى دى.
٢
د الله پاک بشپړ قدرت او تدبیر د خپل مخلوقاتو دپاره: يواځې الله پاک دا ټول کائنات قائم کړي دي او ټول مخلوقات الله پاک ته په حقيقي معنا محتاجه دي، او دوې د سترګې د رپ په اندازه هم دوي د خپل رب نه بي احتیاجه کيدی نشي، مونږ چې د کائناتو دا برابر نظام او د ژوند مسیر ګورو دا د الله پاک د قیوم د نوم آثار دي، لکه څنګه چې الله پاک په مشرکانو باندي رد او انکار کړی دی په سورت رعد کې يې فرمايلي دي: (أَفَمَنْ هُوَ قَائِمٌ عَلَى كُلِّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ) (الرعد: 33) ایا نو هغه ذات چې ولاړ (او نګران) دى پر هر نفس باندې سره د هغه د هغو عملونو چې كوي يې (نو بل څوك د ده برابر كېدى شي؟). همدغه شان الله پاک فرمایلي دي: (إِنَّ اللهَ يُمْسِكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ أَنْ تَزُولَا وَلَئِنْ زَالَتَا إِنْ أَمْسَكَهُمَا مِنْ أَحَدٍ مِنْ بَعْدِهِ) (فاطر: 41). بېشكه چې الله اسمانونه او ځمكه ساتي او (نیسي يې) چې زايل نشي او قسم د ى كه دواړه په زوال شي (نو) له هغه (الله) نه غیر به يې هیڅوك ونه ساتلى شي) (ونه نیولى) شي.

همدا راز دی چې د الله پاک د دې داړو مبارکو نمونو د بنده په دعا او تضرع کې ځانګړی اثر دی، نبي کريم ـ صلی الله علیه وسلم ـ به دا دعا غوښتله: "يا حي ياقيوم برحمتك أستغيث"(الترمذي 3524). ای همیشه ژوندی او قائم ذاته ستا په رحمت تاته فریاد کوم.

د الله پاک په نومونو او صفتونو ایمان او د هغې فائدې:

١
د الله پاک پيژندنه او معرفت حاصلول، هغه څوک چې د الله پاک په نومونو او صفتونو ایمان ولري او د هغې په حقیقت پوهه شي نو په الله پاک يې ایمان زاتيږي، يقين ، باور او د توحيد عقيده يې پياوړې کيږي، هغه څوک چې د الله پاک نومونه او صفتونه وپيژني، نو زړه به يې خامخا د الله پاک د محبت، تعظیم، او هغه ته د عاجزۍ نه ډک شي.
٢
د الله پاک په ښاېسته نومونو سره د هغه ثنا او صفت کول، او دا د الله پاک ډير بهترین ذکر دی، د الله پاک وينا ده: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللهَ ذِكْرًا كَثِيرًا) (الأحزاب: 41). اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو الله یادوئ، ډېر زیات یادول .
٣
د الله پاک نه سؤال او دعا غوښتل د هغه په نومونو او صفتونو سره، لکه څنګه چې الله پاک فرمايلي دي: (وَلِلهِ الْأَسْمَاءُ الْحُسْنَى فَادْعُوهُ بِهَا) (الأعراف: 180). او خاص د الله لپاره تر ټولو ښكلي نومونه دي، نو تاسو الله په دغو (نومونو) سره بلئ. ددي مثال لکه داسي دعا غوښتل: ای رزي ورکونکیه ماته روزي راکه، ای توبه قبلونکیه زما توبه قبوله کړي، ای مهربانه په ما باندي مهرباني وکړه.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه