زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

طهارت ( پاکوالی ) دا مهال برخه

درس د صحیح سلامت فطرت کارونه

الله پاک د خپل بنده په فطرت کې يو شمیر داسي خویونه او صفتونه پيدا کړي دي چې بنده د هغې په تر سره کولو ښه ښکاريږي، په دې تعليمې فصل کې د صحیح سلامت فطرت ځېنې کارونه او د هغې احکام او مساېل بیانيږي.

  • د صحیح  سلامت فطرت کارونه پيژندل.
  • د صحیح  سلامت فطرت کارونه احکام او مساېل پيژندل.

د صحیح سلامت فطرت کارونه:

د صحیح سلامت فطرت کارونه: دا هغه خويونه او صفتونه دي کوم چې الله پاک په خپل بنده کې پیدا کړي دي او مسلمان د هغې په تر سره کولو سره ښه او غوره ښکاري، دا ځکه چې د اسلام مبارک دين د مسلمان لپاره د ښاېست او غوره والي هر اړخ څيړلی دی تر څو د مسلمان ښکاره او پټ ټول صفتونه او خويونه ښاېسته شي.

نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلي دي: د صحیح سلامت فطرت پنځه کارونه دي: ختنه ( د اندام مخصوصه سنت ګیري کول ) د نامه لاندي ويښته اخستل، بريتونه ډير کمول، د نوکانو زياتي برخه کټ کول، او د تخرګونو ويښته صفا کول. (البخاري 5552، مسلم 257).

سنت ګیري کول:

د اندام مخصوصه د سرنه هغه زیاتي غوښه لري کول ديته ختنه او سنت ګیري وايې: اکثر دا د ټولني په عادت کې د ماشوم د پيداښت په لمړيو ورځو کې تر سره کيږي، سنت ګیري د سړو په هکله مستحب او تاکیدي سنت او د صحت په ډيرو فاېدو باندي مشتمل ده.

د نامه نه لاندي ويښتان اخستل:

د نامه لاندي را ټوکيدلي ويښتان په خريلو او بله طریقه لري کول.

د بریتونو کمول:

په شوڼډو بريتونه پريښودل غوره نه دي مګر جواز لري خو چې څوک بريتونه پريږ دې نو ډير به يې نه اوږدوي او هميشه به کوشش کوي چې ډير يې کم کړي.

ګيره اږدول:

د اسلام مبارک دين د ګیرې د پريښودلو او اوږدولو سپارښتنه کوي ګيره هغه ويښتان دي کوم چې د جامو په اړخونو او زنه باندي راختلي وي، د ګیرې پريښودلو معنا داده چې نه به يې خره وي او نه به يې کموي لکه څنګه چې د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سنت دي.

مسواک وهل:

د مسواک وهلو نه مطلب دادی چې د اراک د وني په لرګي سره بايد خپل غاښونه پاک کړي دا مسنون او غوره کار دی.

د نوکانو زیاتي برخي پریکول:

مسلمان بايد همیشه د خپل نوکانو خیال وساتي او زیاتي برخې پریکړي تر څو په هغې کې خيري و غیره جمع نشي.

د تخر ګونو ويښته لري کول.

مسلمان بايد د تخرګونو ويښته لري تر څو يې د تخرګونو نه بد بوي پيدا نشي.

د ګوتو بندونه وينځل:

په ګوتو کې بندونه وي د هغې وينځل غوره او مستحب دي.

استنجا، مضمضه، او استنشاق کول:

استنجا، مضمضه، او استنشاق کول، چې تفصیل يې مخکي د استنجا او قضا حاجت او اودس کولو کې تیر شوی دی.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه