حج دا مهال برخه
درس د حج طریقه
د حج درې اقسام دي:تمتع،قران،او افراد،او د حاجي اختیار دی چې ددې څخه هر یو قسم انتخاب کړي.
تمتع
قران
حج مفرد
په مسلمان باندې فرض ده چې په هغه طریقې حج وکړي چې رسول الله کړی دی،او صحابه و ته یې د هغې تعلیم ورکړی،د جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله د اختر په ورځ په اوښ باندې سور و،او رمي يې کوله،او فرمایل یې:زما څخه د حج کارونه ازده کړئ،ځکه شاید ددې نه پس زه بل حج ونکړی شم.
کله چې حاجي میقات ته ورسیږي،او غواړي چې د حج لپاره احرام وتړي،نو خپلې کپړې به وباسي،غسل به کوي،او په سر او ګیره کې به عطر استعمالوي،د احرام کپړې به اچوي،بیا به فرض مونځ کوي،که د فرض مونځ وخت و،او که نو و نو دوه رکعته تحیت الوضو به وکړي.
کله چې د مونځ نه فارغ شو،د حج نیت دې وکړي،په زړه کې،او بیا:
په کثرت سره تلبیه ویل: "لبيك اللهم لبيك، لبيك لا شريك لك لبيك، إن الحمد والنعمة لك والملك لا شريك لك.سړی به پدې سره اواز اوچتوي،او ښځه به په دومره اواز سره چې نژدې زنانه يې اوري،او په حج کې د ممنوع کارونو څخه به ځان ساتي.
د حاجي لپاره مستحب ده چې مکې ته د ننوتو نه مخکې غسل وکړي،بیا دې مسجد حرام ته د عمرې د ادا کولو لپاره لاړ شي،که متمتع وي،او د قارن او مفرد لپاره طواف قدوم کول مستحب دي.
مسجد حرام ته د داخلیدو په وخت باید ښې ښپه مخکې کړي،او د مسجد دعا دې ووايي:کله چې کعبې ته ورسیږي،نو تلبیه دې بنده کړي،او په طواف دې شروع وکړي،د سړي لپاره اضطباع سنت ده،یعني د څادر مینځ د تخرګ لاندې راوستل،او د هغې دواړه طرفونه په چپه اوږه اچول.
بیا به حجر اسود ته واړندې شي،چې طواف شروع کړي،ښې لاس به ورسره ولګوي،یا به يې ښکل کړي،که ممکن نه وه نو صرف په لاس اشاره،او بیت الله به چپ طرفته پریږدي،او اوه ګردشه کول،چې اول درې مرتبه پهلواني کول.
کله چې رکن یماني ته ورسیږي،لاس به وروړي،او ښکلول ندي ثابت،که دا ممکن نه وه،نو اشاره به نکوي،او د رکن یماني او حجر اسود په مابین کې دا دعا لوستل: ﴿ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ﴾.
کله چې وه ګردشه طواف ختم کړي،نو څادر دې په جسم پوره کړي،او مقام ابراهیم شاته دې لاړ شي،که ممکن وه او که نه و،نو د مسجد حرام په یوه حصه کې دوه رکعته کول،په اول رکعت کې د فاتحه نه پس سورت قل یایها الکافرون لوستل،او په دویم کې د فاتحې نه پس قل هو الله احد.
بیا به د صفا مروه طرفته وځي،کله چې صفا ته نژدې شو،دا دعا به وايي﴿ إِنَّ الصَّفَا وَالْمَرْوَةَ مِنْ شَعَائِرِ اللَّهِ ﴾ او وايي:به زه په هغه څه شروع کوم چې الله په قران کې شروع کړی.
کله چې حاجي سعي مکمل کړي،نو ويښتان دې وخروي،یا دې کټ کړي،که متمتع و،نو ویښتان په عمره کې هم خرولی شي،البته که وروسته يې کړي،او په حج کې يې وخروي،نو بهتره ده،او زنانه به خپل ویښتان راجمع کړي،او ګوتې د بند په مقدار به ترې کټ کړي،کله چې متمتع دا کار وکړي،نو د عمره يې مکمل شوه،او هر حرام او ممنوع شی ورله حلال شو،البته که څوک مفرد یا قارن و،نو ویښتان خرول یا کټ کول،به د سعي نه پس کوي،
د ذوالحجې د میاشت اتم تاریخ ته یوم ترویه وايي،پدې کې د حج اعمال شروع کیږي،نو څوک چې متمتع و،د خپل ځای نه به د اشراق نه پس احرام تړي،غسل،عطر،او د احرام لباس به اچوي،او مونځ به وکړي،بیا به د حج نیت،او تلبیه شروع کړي،وبه وايي:لبیک اللهم حجا،او مفرد او قارن خو چونکه د مخکې نه په احرام کې وو،بیا به حاجي د ماسپښین نه مخکې منی ته ووځي،هلته به د ماسپښین،مازیګر،ماښام،ماښوستن،مونځونه وکړي،مونځ به قصر کوي،البته جمع کوي به نه،او د نهم تاریخ د سحر مونځ به همدلته کوي،خپل وخت به د تلبیه ذکر،او تلاوت سره مصروفوي.
کله چې د عرفې د ورځ نمر راوخیژي،یعني د ذو الحجې نهمه ورځ،نو حاجي به د منی څخه عرفې ته وقار او سکون سره ځي،د الله ذکر او تلبیه به وايي،که ممکن وي،نو په نمره علاقه کې دې د زوال پورې پاتې شي،او که نه وي،نو د زوال نه مخکې دې عرفه ته داخل شي،کله چې زوال وشي،د ماسپښين او مازیګر مونځ به جمع تقدیم کوي،بیا به ځان د ذکر او دعا لپاره فارغوي،او قبلې ته متوجه کیږي،نو کومه دعا چې کول غواړي،کوي به.
کله چې حاجي مزدلفې ته ورسیږي،د ماښام او ماښوستن مونځ به کوي،یو اذان او دوه اقامته،په مزدلفه کې به شپه تیروي،کله چې د سحر اذان وشو،مونځ دې وکړي،بیا به د الله په ذکر کې مشغولیږي،تر دې چې رڼا شي.
کله چې رڼا شوه،په لسم تاریخ د ذوالحجې حاجې به منی ته ځي،د نمبر د راختو نه مخکې،په لار کې به کاڼې راټولوي،۸ کاڼي،کله چې منی ته ورسیږي،نو جمره عقبه به په وه کاڼو باندې وولي،د هر کاڼي سره الله اکبر،کله چې فارغ شو،حیوان به ذبح کړي،بیا به ویښتان خروي،یا کټ کوي،او زنانه به د ګوتې د بند په مقدار کټ کوي،د حاجي لپاره مسنون ده چې عطر استعمال کړي،بیا به مکې ته راکوځيږي چې د افاضه طواف ادا کړي،او دا طواف د حج د ارکانو څخه دی،د حج لپاره به سعي کوي،ددې نه پس منی ته واپس کیدل،او هلته د یوولس تاریخ شپه تیرول.
پدې ورځو کې حاجیان په منی کې پاتې کیږي،د ۱۱ او ۱۲ په شپه،او ۱۳ تاریخ شپه دده په اختیار کې ده،که غواړي پاتې شي،او که نه و نو واپس کیدای شي،
د جمرات د ویشتلو طریقه
د مکې نه د وتلو نه مخکې به طواف وداع کوي،دا به اخیري کار وي،د ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی،چې د الله رسول فرمايي:پتاسو کې یو تن باید واپس نشي،تر څو چې یې طواف وداع نه وي کړی،که زنانه حایضه وه،نو دا ترې ساقط دی.