قرآن کریم دا مهال برخه
درس د قرآن کريم تعريف او پيژندنه ثبیشثلبلبسثب
قرآن کريم
الله پاک قرآن کريم په خپل اخرني پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم باندې نازل کړ، ترڅو ټول بشريت ته د سمې لارې هدایت وکړي او د تيارو نه يې رڼا ته راوباسي، د الله پاک وينا ده: ﴿قَدْ جَاءَكُمْ مِنَ اللهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُبِينٌ * يَهْدِي بِهِ اللهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلامِ وَيُخْرِجُهُمْ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِهِ وَيَهْدِيهِمْ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ﴾ [المائدة: 15، 16]. یقینا راغلی دی تاسئ ته د الله پاک د طرف نه رڼا او کتاب ښکاره، لار ښايي په دې سره هغه چاته چې د الله پاک د رضا پسي روان وي لارې د سلامتیا او راوباسي هغوې لره د تیارو نه رڼا ته په خپل حکم سره او هدایت کوي هغوې ته د سمې نيغې لارې.
د قرآن کريم تعريف او پيژندنه:
قرآن کريم: د الله پاک کلام ( خبري ) دي چې په محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوی دی او تلاوت کول يې د الله پاک بندګي ده.
د قرآن کريم ډير نومونه دي چې د قرآن په فضيلت او شرافت دلالت کوي ځينې د هغې نه دادي :
د قرآن کريم نزول
د قرآن کريم نزول په نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي د رمضان په میاشت او د شب قدر په شپه شوی دی، د الله پا وينا ده: ﴿إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ﴾ (القدر: 1) بیشکه مونږ دا قرآن د قدر په شپه نازل کړی دی. د الله پاک وينا ده: ﴿شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدىً لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ﴾ [البقرة: الآية 185]. میاشت د رمضان هغه ده چې په هغې کې قرآن نازل شوی دی د خلکو لپاره هدایت دی او ښکاره دليلونه دي د هدایت او فرق کونکې دی په مينځ د حق او د باطل کې.
هغه ملائک چې د الله پاک لخوا نه يې قران کريم نبي کريم صلی الله علیه وسلم ته راوړې دی هغه جبریل علیه السلام دی يو د هغه ملائکونه کوم چې الله پاک ته ډيرې نيژ دي او د عزت والا دي، الله پاک د قرآن کريم په هکله فرمايلي دي:﴿وَإِنَّهُ لَتَنْزِيلُ رَبِّ الْعَالَمِينَ (192) نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ (193) عَلَى قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنْذِرِينَ (194) بِلِسَانٍ عَرَبِيٍّ مُبِينٍ ﴾ [الشعراء: 192- 195]. او بيشکه د قرآن کريم نازليدل د رب العالمین د طرف نه دي، دا قرآن کريم جبریل امین راوړی دی، ستا په زړه باندي تر څو ته ويره ورکونکی شي، د عربۍ په واضحه ژبه باندي.
اول هغه آیاتونه کوم چې په االزبلبلبرلرل نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي نازل شوي دي هغه د سورت علق پنځه اولني دا اياتونه دي:﴿اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْأِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ (4) عَلَّمَ الْأِنْسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ ﴾ [العلق: 1- 5]. ولوله د خپل رب د نوم په مدد هغه ذات چې پيدا ئش يې کړی دی ، انسان يې د ويني د ټوټي نه پیدا کړی دی، ولوله اورب ستا ډير د عزت والا دی، هغه ذات چې د قلم په واسطه يې تعلیم ورکړی دی، انسان ته يې هغه څه وښودل چئ ورته معلوم نه ول.
بیا د دې نه روستو قرآن کريم په نبي کريم صلی الله علیه وسلم باندي په مکه او مدينه کې په مختلفو وختونو کې د ضرورت او واقعاتو مطابق په درويش کالونو کې نازل شوي دی.
د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: قرآن کريم په يو ځل اسمان د دنيا ته په شپه د قدر کې نازل شوي دی، بيا د دي نه روستو د شلو کلونو په موده کې نازل شوی دی. بیهقي (2/ 415).
د قرآن کريم سورتونه
د قرآن کريم د سورتونو شمیر (114) يو سلو څوارلس سورتونه دي لکه څنګه چې په قرآن کريم کې موجود دي اول يې سورت فاتحه او آخر يې سورت الناس دی.
مکي او مدني سورتونه
د قرآن کريم ديرش پارې دي او شپيته حزبه دي.
د قرآن کريم ليکل او جمع کول
د قرآن کريم د ليکلو او جمع کولو درې مراحل دي:
لمړۍ مرحله: د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په زمانه کې
د قرآن کريم په دې مرحله کې اعتمادد قرآن په حفظ کولو ډير و په نسبت سره د قرآن ليکلو ته ځکه چې د هغوې د یاداشت قوت ډير قوي او د حفظ قوت يې ډير ګړندی و، ليکونکي او د ليکلو وسائل ډير کم ول، ددي وجې نه په يو مصحف کې راجمع نشو، بلکه چا چې به کوم آیت واوريد هغه به يې په خپل یاداشت کې حفظ کړ، او يا به يې د کجورو په پوټکو، يا په وچو څرمنو، يا په کاڼو، او ياد چاريو په هډوکو وليکه، او د قرآن قاريان په ډير شمیر موجود ول.
دویمه مرحله: د ابو بکر صديق رضي الله عنه په زمانه کې
د هجرت په دولسم کال چې کله د یمامې په واقعه کې ډير شمير د قرآن قاريان په شهادت ورسيدل، ابو بکر صديق رضي الله عنه د قرآن کريم د جمع کولو حکم صادر کړ ترڅو قرآن کريم ضايع نشي.
زيد بن ثابت رضي الله عنه وايي: ابو بکر صدیق رضي الله عنه راته په یمامه کې د شهيدانو خبر راکړ، چې راغلم عمر رضي الله عنه ورسره هم ناست و، ابو بکر صديق رضي الله عنه راته وويل: بيشکه عمر رضي الله عنه راغلې او راته يې وويل: په یمامه کې د قرآن کريم ډير قاريان په شهادت رسيدلي دي، زما سره دا ويره ده که همداسي په مختلفو ځایونو کې د قرآن قاريان په شهادت رسيږي هسي نه چې د قرآن ډيره برخه ضايع نشي، زه مناسب ګڼم چې ته د قرآن کريم د راجمع کولو حکم صادر کړي، ما عمر رضي الله عنه ته وويل: زه به څنګه هغه کار وکړم چې د الله پاک پيغمبر نه دی کړي؟ عمر رضي الله عنه وويل: په الله پاک قسم کوم چې په دې کار کې خیر دی، عمر رضي الله عنه ما سره په دې هکله خبرې وکړې تر دې چې الله پاک زما سينه دي کار ( د قرآن جمع کولو ) ته پرانیسته زه هم په دې کار کې خير وينم.
دريمه مرحله: د عثمان بن عفان رضي الله عنه په زمانه کې.
په پنځه ويشتم کال د هجرت باندي خلک د قرآن کريم په تلاوت کې مختلف شول ځکه چې قرآن کريم په مختلفو صحيفو کې ليکل شوی وو، دا ويره پيدا شوه هسي نه چې د خلکو په مينځ کې فتنه پیدا نشي، عثمان رضي الله عنه حکم صادر کړ چې قرآن کريم بايد په يو مصحف کې راجمع شي تر څو خلک د الله پاک په کتاب کې اختلاف ونه کړي او ډلي ډلي نشي.
انس بن مالک رضي الله عنه وايي: چې حذيفه بن یمان رضي الله عنهما د عثمان بن عفان رضي الله عنه خوا ته راغی او هغه به د شام والاو سره د ارمينيه په فتح کولو کې او همدغه شان د اذر بیجان په فتحه کولو کې د عراق والو سره په جهاد کې شريک و، د شامیانو او عراقیانو د قرآن کريم په تلاوت کې اختلاف حذيفه رضي الله عنه سخت فکر مندکړ، عثمان رضي الله عنه ته يې وويل: ای د مؤمنانو امیره ددي امت غم وکه مخکي ددي نه چې د الله پاک په کتاب کې د یهودانو او نصرانیانو په څير اختلاف وکړي، عثمان رضي الله په حفصې رضي الله عنها پسي جواب وليږه او ورته يې حکم وکړ چې هغه د قرآن ټولي نسخي را وليږه مونږ ټولې په يو مصحف کې لیکو او بيا ټولي نسخي بيرته تاته ليګو، حفصې رضي الله عنها ټولي نسخي د قرآن عثمان رضي الله عنه ته وليږلي هغه زيد بن ثابت، عبد الله بن زبير، سعيد بن عاص، عبد الرحمن بن حارث رضي الله عنهم ته حکم وکړ تر څو دا نسخې په مصحف کې وليکي. البخاري (4987).
اوس قرآن کريم په همغه شکل چې جمع شوی وو د مسلمانانو په مينځ کې په تواتر سره باقي پاتي دی.