لمونځ دا مهال برخه
درس مستحب لمونځونه
له دې سره د اسلامي شریعت لارښونۍ مسلمان دې ته هڅه وي تر څو د فرضي لمونځ سره نفلې لمونځونه هم ادا کړي تر څو د الله پاک په په نيز محبوب شي او د فرضي لمونځ يې نېمګړتیاوې پوره او بشپړ شي، د ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دی، چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: بیشکه د قیامت په ورځ به د خلکو سره د هغوې په عملونو کې لومړي حساب کتاب د لمونځ په هکله کيږي، نبي کريم صلی الله علیه وسلم وویل: چې الله پاک به سره د خپلې بشپړې پوهې سره ملائکو ته ووايې: زما د بنده لمونځ وګورۍ چې پوره يې ادا کړی دي او که په لمانځه کې يې کمی کړی دی؟ که لمونځ يې پوره ادا کړی و، نو لمونځ به يې پوره ولیکل شي او که په لمونځ که يې کمی کړی و، نو الله پاک به ووايې: چې زما د بنده نفلي لمونځ وګورئ چې د فرضي لمونځ کمی يې بشپړ شي، بیا به نور عملونه په همدي باندي تلل کيږي. (سنن أبي داود 864).
دي لمونځ ته سنت ځکه وايې چې دا لمونځ د فرضي لمونځ لمونځ سره پسوته او لازم دي مسلمان بايد ددي لمانځه اهتمام وکړي
نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: هر مسلمان چې د ورځي دولس رکعته سنت لمونځ وکړي، الله پاک به هغه ته په جنت کې کور جوړ کړي. (مسلم 728).
سنت لمونځ
د يته وتر ځکه وايې: چې رکعتونه يې تاق دي او د وترو لمونځ په نفلي لمونځونو کې تر ټولو غوره لمونځ دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: ای د قرآن والو د وترو لمونځ کوي.(الترمذي 453، ابن ماجه 1170).
د وترو لپاره تر ټولو غوره وخت د شپي اخري برخه ده خو مسلمان کولی شي چې د تورو لمونځ د ماخوستن د لمانځه نه روستو تر سبا راختلو پوري ادا کولی شي.
د وتر لمونځ رکعتونه:
د وترو تر ټولو کم مقدار يو رکعت دی او نبي کريم صلی الله علیه وسلم به دري، پنځه، اوه، نهه، او یولس رکعته د وترو لمونځ کولو.
د وترو يوه طريقه داده چې درې رکعته د وترو لمونځ په دوه سلامونو وکړي، هغه داسي چې لومړی به دوه رکعته وکړي سلام به وګرځوي بیا يو رکعت بل وکړي او سلام به وګرځوي او د وترو په اخرني رکعت کې مشروع دي چې د رکوع نه مخکي یا روسته لاسونه اوچت کړي او د دعا قنوت ووايې.
د استسقاء لمونځ الله پاک په غه وخت کې مشروع ګرځولی دی کله چې زمکه وچه شي او وچ سالي شي او خلکو ته د باران د کمۍ د وجي نه ضرر او تکلیف ورسيږي دا لمونځ بايد په صحرا بیرته میدان کي ادا کړی شي که حالات کار ساز وو، او په مسجد کې يې ادا کول جواز هم لري.
د استسقاء لمونځ ته به مسلمانان په داسي حالت کې ووځي چې خشوع کونکي به وي او الله پاک ته به سوال او زاري کوي او د الله پاک د رحمت او مهربانۍ حاصلولو لپاره نور سببونه لکه استغفار غوښتل او خلکو ته د هغوې حقوق بیرته ورکول او د خلکو سره نیکي او احسان کول دا به اختیار کړي.
د استسقاء لمونځ طريقه:
د استسقاء لمونځ د اختر لمانځه په شان دوه رکعته دي امام به په هغې قرائت په جهر ( اوچت ) سره وايې په لومړي رکعت کې به د قرائت لوستلو نه مخکي شپږ تکبیرونه ووايې په دي شپږ تکبیرونو کې د لمانځه د پيل تکبیر شامل نه دي او په دویم رکعت کې به پنځه تکبیرونه ووايې په دې پنځه تکبیرونو کې د سجدې نه د پورته کيدلو تکبیر شامل نه دی د لمانځه نه بعد به امام خطبه ووايې او په خطبه کې به د استغفار او د عاګاني په زارۍ سره وغواړي.
د استخارې لمونځ هغه وخت د مسلمان لپاره مشروع دی چې د يو جاېز کار کولو اراده وکړي او نه هيږي چې زما په دې کار کې خیر وي او کنه.
استخارې د لمونځ مشروعیت:
کله چې مسلمان د يو مباح کار کولو اراده وکړي مګر نه پوهيږي چې په دې کار کې به د ده لپاره خیر وي او کنه، نو په دغه وخت کې د ده لپاره مستحب او غوره ده چې دوه رکعته لمونځ وکړي د لمانځه نه بعد به هغه دعا وغواړي کومه چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم خپلو صحابه کرامو ته ښودلې وه او هغه دعا داده: "اللهم إن كنت تعلم أن هذا الأمر خير لي في ديني ومعاشي وعاقبة أمري -أو قال: في عاجل أمري وآجله- فاقدره لي، وإن كنت تعلم أن هذا الأمر شر لي في ديني ومعاشي وعاقبة أمري -أو قال: في عاجل أمري وآجله- فاصرفه عني واصرفني عنه، واقدر لي الخير حيث كان، ثم رضني به، ويسمي حاجته" (البخاري 6382. الهي! که چېرته په دي کار کې زما لپاره د دين، دنیا او ښه عاقبت خير تاته معلوم وي، نو ته دا کار زماپه برخه کړې، او که چېرته په دي کار کې زما لپاره د دين، دنیا او عاقبت کې شر وي نو ته دا کار زمانه لرې کړه او ما له دې کاره لري کړه او ما ته خير راکړه هر ځاې چې وي او بیا ورباندي ما خوشحاله او راضي کړه، او خپل حاجت به ذکر کړي. (البخاري 6382).
دا هغه نفلي او غوره لمونځ دی چې په نبوي حديثونو کې ددي لمانځه ډير اجرونه او ثوابونه ذکر شوي دي، ددي لمانځه کمه اندازه دوه رکعته دي، ددي لمانځه وخت هغه مهال شروع کيږي کله چې نمر د يوې نيزې په اندازه په مشرق کې راپورته شي تر نمر زاېله کيدلو پورې يعني د ماسپښين د لمانځه د وخت نه لږ مخکي د څاښت د لمانځه وخت پاې ته رسيږي.
کسوف: د ( نمر توریدل ) دا يو غیر عادي حالت دي په کوم کې چې د نمر يا سپوږمې رڼا ټول په ټوله يا يې د رڼا يوه برخه توره شي دې حالت ته کسوف يا خسوف وايې: او دا د الله پاک د قدرت په نښو نښانو کې يوه لوېه نښه ده تر څو انسانان د غفلت نه راپیدار او د هغه د عذاب نه وویريږي او د ثواب اميد يې ولري.
د نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويناده: نمر او سپوږمۍ د هيچا د مرګ يا ژوند له وجي نه نه توريږي، بلکه دا دواړه د الله پاک د قدرت نښي نښاني دي کله چې تاسې دا حالت ووينئ نو لمانځه ته ولاړ شۍ. (البخاري 1041).
د کسوف لمونځ:
د کسوف لمونځ هم دوه رکعته دی مګر په دې لمانځه کې رکوع دوه ځله په مکرر ډول ادا کيږي هغه دا سي چې کله چې لمونځ کونکی په لومړي رکعت کې د رکوع نه سر راپورته کړي بیا به سورت فاتحه او ورسره نور قرائت ولولي بیا به رکوع وکړي او د رکوع نه بعد به دوه سجدې وکړي په دې یره به يې يو رکعت پوره شي او چې کله د سجدې نه دويم رکعته ته ولاړ شي نو دویم رکعت به د لومړي رکعت په څير ادا کړي.