زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس د الله پاک په وجود بادندي ایمان

د الله پاک په وجود باندي غښتلی ایمان

د الله پاک د وجود دليلونه 

په الله پاک باندي د ایمان معنا

د الله پاک په وجود باندي غښتلی ایمان او د هغه په ربوبیت، الوهیت، اسماء او صفاتو منل او اقرار کول.

د بنده د سجدې حالت الله پاک ته ډير د عاجزۍ حالت دی

فطرتي عقيده

د الله پاک په وجود باندي ایمان او اقرار کول فطرې خبره ده، چې دلیل او نظر ته ډيره اړتیا نلري ځکه خو ډير خلک د مختلفو مذهبونو او دينونو واله د الله پاک په وجود باندي اعتراف کوي.

مونږ د زړه له تله پوهيږو چې الله پاک شته دی مونږ ورته په سختیو او تکلیفونو کې هغه ته پناه وړو، دا د هغه ایماني او ديني فطرت له مخې کوم چې الله پاک د هر انسان په نفس کې پيدا کړی دی اګر که ځېنې خلک کوشش کوي چې دغه فطرت خراب او له مينځه یوسي او ځان تري غافله کړي.

همدا وجه ده چې مونږ ډير اورو او ګورو چې د دعا غوښتونکو دعاګاني قبليږي او د هغوې د غوښتنو په اساس هغوې خپل مراد ته رسيږي او په سختیو کې د هغوې اواز اوريدل کيږي دا هغه څه دي چې په یقین سره د الله پاک په وجود باندي دلالت کوي.

د الله پاک په وجود باندي دليلونه له دې ډير ښکاره او روښانه دي چې ذکر کړی او بي شماره دي ځېنې د هغې نه دادي:

هر انسان په دې پوهيږي چې کوم څيز پیدا کيږي د هغې دپاره ضروري ده چې يو پیدا کونکی بايد ولري، نو دا ډير مخلوقات چې مونږ يې هره ورځ وينو ددې دپاره بايد هم يو پیدا کونکی وي چې دوې پیدا کړي او هغه د الله پاک ذات دی، ځکه چې دا خبره ناشونې ده چې دا مخلوقات دې پرته د يو خالق نه پيدا کړی شي، همدارنګه دا هم ناشوني ده چې دا مخلوقات دې خپل ځان پخپله پیداکړې ځکه چې یو شي نشي کولی چې خپل ځان پخپله پيدا کړي، الله پاک فرمايلي دي: (أَمْ خُلِقُوا مِنْ غَيْرِ شَيْءٍ أَمْ هُمُ الْخَالِقُون) (الطور: 35) آیا دوې د څه شي پیدا کړی شوې دي او که هم دوې پیدا کونکي دي. ددي ايت مبارک معنا داده: چې دوې د خالق پرته نه دي پیدا کړی شوې او نه دوې خپل ځانونه پخپله پیدا کړې دي، نو ښکاره معلومه شوه چې خالق ددې مخلوقاتو الله پاک دی.

دکائناتو دا محکم نظام، زمکه، اسمانونه، ستوري، ونې، بوټي وغیره دا ټول غښتلې اوښکاره دليلونونه دي ددي خبرې چې ددې کائناتو يو خالق الله پاک دی: (صُنْعَ اللهِ الَّذِي أَتْقَنَ كُلَّ شَيْء) (النمل: 88). كاریګري د الله هغه چې هر شى يې محكم كړى دى.

د مثال په توګه دا پړقيدونکې ستوري چې په خپل مدار کې په يو ثابت نظام روان دي او هيڅ ګډ وډي ورپه کې نه ليدل کيږي همدغه هر ستوری په خپل مدار کې روان دی او د هغې نه تجاوز نه کوي، الله پاک فرمايلي دي: (لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُون) (يس: 40). لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه