طهارت ( پاکوالی ) دا مهال برخه
درس د قضا حاجت او استنجا آداب:
د قضا حاجت ( اودس ماتي ) آدب:
په مسلمان واجب ده چې د قضا حاجت ( اودس ماتي ) په وخت بايد خپل عورت او شرمګاه بايد د نورو خلکو د نظر نه پټ وساتي.
په مسلمان واجب ده چې قضا حاجت ( اودس ماتی ) به په داسي ځاې کې نه کوي چې نورو خلکو ته د هغې تکلیف او ضرر رسيږي.
که چيرته قضاحاجت په شړه شړګاه کې کوي نو بايد په هغه ځاې کې چې سوري و غيره وي بايد په هغې کې قضا حاجت او دس ماتی ونه کړي ځکه هسي نه چې په هغې کې څه حشرات وغیره نه وي چې هغوې ته تکلیف او ضرر ورسيږي يا هغه حشرات ده ته ضرر ونه رسوي.
د اودس ماتي په وخت بايد خپل ځان او جامي د ګندګۍ د څاڅکو وغيره وساتي او که چيرته بدن يا جامو ته يې څاڅکي وغيره ورسيږي بايد په اوبو سره يې ووينځي.
کله چې د اودس ماتي نه بارغه شي نو يو ددې دوو کارونه بايد وکړي.
د متیازو ځاې په اوبو سره پاکول ديته استنجا وايې.
درې يا د دریو نه زيات کاڼي يا ټيشو پيپر وغیره هغه څه کارول چې بدن پاک کړي او ګندګي لري کړي.
ناپاکي
د مسلمان نه نا پاکي هغه وخت لري کيږي چې په پاکو اوبو سره اودس وکړي او يا غسل وکړي، پاکي او پاکونکي اوبه هغه دي چې د هغې سره داسي ګندګي يوځاې نشي چې د اوبو رنګ، خوند، او بوې بدل نکړي.
ناپاکي په دوه ډوله ده:
وړوکي نا پاکي او د هغې نه اودس کول:
۳. د اوښ غوښه خوړل. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه چې آیا مونږ د اوښانو د غوښې خوړولو نه بعد اودس وکړو؟ هغه وويل: هو. (مسلم 360).
۴. په خوب، ليونتوب، بي هوشۍ او نشې سره د عقل زایله کيدل: