زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

ایمان دا مهال برخه

درس د الله پاک په پيغمبرانو ایمان:

د الله پاک په پيغمبرانو ایمان لرل د ایمان په بنیادونو کې يو مهم بنیاد دی، د الله پاک وينا ده: (آَمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آَمَنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِه) (البقرة: 285). رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو. دا مبارک ایت په ټولو پيغمبرانو باندي پرته د تفریق ايمان لرل واجبوي، نو داسي نه کوو، چې په ځېنې پيغمبرانو ایمان ولرو او په ځېنې نور باندي کفر وکړو لکه څنګه چې د یهودانو او عیسیانو حال دی.

  • په پيغمبرانو باندي د ایمان لرلو معنا پيژندل. 
  • د پيغمبرانو صفتونه پيژندل. 
  • د پیغمبرانو ځېنې معجزات پيژندل. 
  • په پيغمبرانو باندي د ایمان لرلو ګټې او فاېدې پيژندل. 

په پيغمبرانو باندي د ایمان لرلو معنا:

غښتلی يقین او باور کول چې بیشکه الله پاک په هر امت کې د هغوې د جنس نه هغوې ته پيغمبر رالیګلی دی تر څو يې يواځې د الله پاک عبادت او بندګۍ ته دعوت کړي، د الله پاک وينا ده: {وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلِّ أُمَّةٍ رَسُولًا أَنِ اُعْبُدُوا اللَّهَ وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوتَ} [النحل: 36]. او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ.

مونږ دا باور لرو چې د الله پاک ټول پيغمبران رښتنې او صادقان دي، نیکان او دسمې لارې لارويان او د هدایت چراغونه دي، ټولو پيغمبرانو د الله پاک ټول پيغامونه خپلو امتونه ته په بشپړ امانت سره بغیر د کمي زياتي نه رسولي دي، د الله پاک وينا ده: (فَهَلْ عَلَى الرُّسُلِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِين) (النحل: 35).نو د رسولانو په ذمه نشته مګر ښكاره رسَوَل.

د الله پاک پيغامونه د ټولو خلکو اړتیا:

د خلکو لپاره د الله پاک پيغامونه ډير اړين دي تر څو هغوې ته د هدایت او حق لاري روښانه کړي، د الله پاک پيغامونه د نړۍ خلکو لپاره د روح، رڼا او ژوند حيثيت لري، نو څنګه ممکنه ده چې دا نړي دي پرته د روح او رڼا جوړه او اصلاح شي؟!

د همدي وجې نه الله پاک خپل پيغام ته روح ویلی دی، او کله چې روح شتون ونه لري ژوندون هیڅ امکان نلري، د الله پاک وينا ده: (وَكَذَلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا) (الشورى: 52). او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو. او دا ځکه چې بشري عقل اګر که په عامه توګه د خیر او شر ادراک کولی شي، خو دا امکان نشته چې بشري عقل دې ددي ټول تفصیل او بشپړ جزئیات د عباداتو او د هغې د ادا کولو طريقې معلومې کړې مګر د الهي پيغام او ذوحي په مټ.

نو په دنیا او اخرت کې نیک بختۍ او کامیابۍ ته هيڅ لاره نشته مګر د الله پاک د پيغمبرانو په لاس، همدغه شان د پاک او ناپاک بشپړ تفاصیل او جزئیات معلومولو ته هيڅ لار نشته مګر د الله پاک د پیغمبرانو د لارې نه، او هر هغه څوک چې د الله پاک د پیغام نه مخ اړوي، نو خامخا به د هغه د مخالفت په اندازه هغه ته بد بختي، غمونه، او حیرانتیا رسيږي، د الله پاک وينا ده: ﴿ قُلْنَا اهْبِطُوا مِنْهَا جَمِيعًا فَإِمَّا يَأْتِيَنَّكُمْ مِنِّي هُدًى فَمَنْ تَبِعَ هُدَايَ فَلَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ * وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴾ [البقرة: 38، 39]. مونږ وويل: تاسو ټول له دې(جنت) نه كوز شئ، نو كه زما له طرف نه تاسو ته كوم هدايت راغى، نو چا چې زما د هدايت پىروي وكړه، نو پر هغوى باندې نه هېڅ وېره شته او نه به هغوى غمژن كېږي. او هغه خلق چې كفر يې كړى دى او زمونږ ايتونه يې دروغ ګڼلي دي، همدغه كسان د (دوزخ د) اور والا دي، دوى به په هغه كې همېشه وي.

د ایمان په بنیادونو کې يو مهم بنیاد:

د الله پاک په پيغمبرانو ایمان لرل د ایمان په شپږ بنیادونو کې يو مهم بنیاد دی، د الله پاک وينا ده: (آَمَنَ الرَّسُولُ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِ مِنْ رَبِّهِ وَالْمُؤْمِنُونَ كُلٌّ آَمَنَ بِاللهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ لَا نُفَرِّقُ بَيْنَ أَحَدٍ مِنْ رُسُلِه) (البقرة: 285). رسول پر هغه څه ایمان راوړى دى ؛ چې په ده باندې د خپل رب له جانبه نازل كړى شوى دى او مومنانو هم، ټولو ایمان راوړى دى په الله باندې او د هغه پر ملايكو او د هغه پر كتابونو او د هغه په رسولانو باندې (او وايي) مونږه د هغه (الله) په رسولانو كې د هیچا په مینځ كې تفريق نه كوو. دا مبارک ایت په ټولو پيغمبرانو باندي پرته د تفریق ايمان لرل واجبوي، نو داسي نه کوو، چې په ځېنې پيغمبرانو ایمان ولرو او په ځېنې نور باندي کفر وکړو لکه څنګه چې د یهودانو او عیسیانو حال دی.

د ایمان په هکله د نبي ـ صلی الله علیه وسلم ـ وينا ده: ایمان دیته وايې: چې په الله پاک او د هغه په ملاېکو، کتابونو، پيغمبرانو، په ورځ د اخرت، او د خیر او شر پّ تقدير باور ولري. (مسلم 8).

د پيغمبرانو معجزې او د هغوې د نبوت دلاېل:

الله پاک د خپلو پيغمبرانو او د هغوې د نبوت او رښتنولۍ تاېد په بیلابیلو د لیلونو سره کړی دی، ځنې د هغه دلیلونو څخه هغه پيغمبري معجزې او ښکاره دلیلونه دي کوم چې د انساني توان او طاقت نه بهر دي، تر څو په دې دلیلونو سره د پيغمبرانو رښتنولی او نبوت ثابت شي، د پيغمبري معجزو نه مطلب هغه کارونه دي کوم چې د عادت خلاف او د انساني طاقت او توان نه بهر وي الله پاک يې د پيغمبرانو په لاسونه ښکاره کړي، ترڅو د هغوې پيغمبري او نبوت ثابت او په انسانانو حجت او دلیل قاېم شي.

د پيغمبرانو ځېنې معجزي:

١
د موسی ـ علیه السلام ـ د امسا نه مار جوړيدل.
٢
د عیسی ـ علیه السلام ـ خپل قوم خبر ورکول چې څه دوې خوري او څه په کورونو کې ساتي.
٣
زمونږ د پيغمبر محمد ـ علیه الصلاة و السلام ـ په لاس د سپوږمۍ چاوديدل.

په پیغمبرانو باندي ایمان لرلو کې يو څو خبرې خورا اړينې دي:

۱. دا ایمان او باور لرل چې د الله پاک د پيغمبرانو پيغامونه حق او د الله پاک لخوانه دي، او د ټولو پيغمبرانو د پيغامونو موخه د الله پاک بندګانو ته يواځې د هغه د عبادت او بندګۍ پيغام رسول دي.

د الله پاک وينا ده: ‭ }‬وَلَقَدْ‭ ‬بَعَثْنَا‭ ‬فِي‭ ‬كُلِّ‭ ‬أُمَّةٍ‭ ‬رَسُولًا‭ ‬أَنِ‭ ‬اعْبُدُوا‭ ‬اللهَ‭ ‬وَاجْتَنِبُوا‭ ‬الطَّاغُوت‭{‬(النحل: 36)‭. ‬او یقینًا یقینًا مونږ په هر یو امت كې یو رسول لېږلى و (په دې سره) چې تاسو د الله عبادت كوئ او له طاغوت نه ځان وساتئ.

او په فروعې د حلالو او حرامو په مسائلو کې د پیغمبرانو شريعت بیلابیل وي کوم چې د هغوې د امتونو د حالت سره مطابق وي، د الله پاک وينا ده: (كُلٍّ‭ ‬جَعَلْنَا‭ ‬مِنْكُمْ‭ ‬شِرْعَةً‭ ‬وَمِنْهَاجًا) ‬(المائدة: 48)‭.‬ مونږ په تاسو كې د هر یو لپاره یو دستور او لاره مقرر كړې ده.

۲.

د الله پاک په ټولو پيغمبرانو باندي ایمان لرل: نو مونږ د الله پاک په ټولو پيغمبرانو که مونږ ته د هغوې نومونه معلوم دي لکه محمد، ابراهیم، موسی، عیسی، او نوح علیهم ـ الصلاة والسلام علیهم ـ دي او هغه پيغمبران چې مونږ ته د هغوې نومونه نه دي معلوم نو مونږ به هغوې باندي اجمالي ایمان لرو، او هغه څوک چې د الله پاک په پيغمبرانو کې په یو پيغمبر باندي کفر وکړي نو په حقیقت کې ده په ټولو پيغمبرانو کفر وکړ.

۳.

د پيغمبرانو په هغه خبرو او معجزاتو باندي بارو کول کوم چې په قرآن او سنت کې ثابت دي لکه په قصه د موسی ـ علیه السلام ـ کې هغه ته د بحر چاودل او په بحر کې هغه ته لارې جوړيدل.

۴. زمونږ د پيغمبر محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ چې په ټولو پيغمبرانو غوره دی په شريعت باندي بشپړ عمل کول.

د پیغمبرانو صفات:

۱. پیغمبران بشر دي:

د پيغمبرانو او نورو خلکو په مينځ کې فرق دادی چې پيغمبران الله پاک په خپل پيغام او وحي سره ځانکړي کړي دي، د الله پاک وينا ده: (وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِي إِلَيْهِمْ) (الأنبياء: 7). او مونږ له تا نه مخكې رسولان نه دي لېږلي مګر سړي چې مونږ به هغوى ته وحي كوله. پيغمبران يواځې د الله پاک پيغامونه راوړنکي دي، او په بشري خلقت، ظاهري ښاېست، د اخلاقو کمال او د نسب غوره والی، د عقل رجحان، د ژبې بیان کې په بشپړه توګه کمال ته رسیدلي دي تر څو د الهي پیغام بوچ په غاړه واخلي او د الله پاک بندګانو ته يې ورسوي، خو د ربوبیت او الوهيت هيڅ حق نلري، الله پاک خپل پيغمبران د انسانانو د جنس نه ځکه غوره کړي دي تر څو د نورو انسانانو لپاره رهنما جوړ شي او عام خلک يې د تابعدارۍ او پيروي توان او طاقت ولري.

۲. الله پاک خپل پيغمبران د خپل پيغام رسولو لپاره غوره کړي دي:

الله پاک خپل پيغمبران د عامو خلکو د مینځ نه د خپل پیغام رسولو لپاره غوره کړي دي، د الله پاک وينا ده: (قُلْ إِنَّمَا أَنَا بَشَرٌ مِثْلُكُمْ يُوحَى إِلَيَّ أَنَّمَا إِلَهُكُمْ إِلَهٌ وَاحِد) (الكهف: 110). ته (دوى ته) ووایه: بېشكه همدا خبره ده چې زه يواځې ستاسو په شان بشر یم، ما ته وحي كولى شي چې بېشكه ستاسو معبود يواځې یو معبود دى. نو د نبوت مقام او د الله پاک الهي پيغامونه رسول د روح په صفايې، يا د عقلې هوښيارتیا او منطق سره نه حاصليږي بلکه نبوت او رسالت الهي انتخاب او غوره والی دی چې په خپلو بندګانو يې ځېنې ددې مقام لپاره غوره کړي دي، د الله پاک وينا ده: (اللهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَه) (الأنعام: 124). الله ښه عالم دى پر هغه ځاى چې (هلته) خپل رسالت ږدي.

۳. پيغمبران په الهي پيغام رسولو کې معصوم دي:

دوې د الله پاک په پيغام رسولو او د هغه د وحي په نافذ کولو کې نه خطا کيږي.

پيغمبران ټول رښتنيې دي.

د الله پاک ټول پيغمبران په خپلو ويناويو او عملونو کې رښتني دي، د الله پاک وينا ده: (هَذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمَنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُون) (يس: 52). دا هغه (ژوندون) دى چې رحمٰن يې وعده كړې وه او رسولانو رښتیا ویلي وو.

۵. ټول پيغمبران صبرناک دي.

دوې د الله پاک دين ته د خلکو بلنه په زيري او ويرې ورکولو سره کوي او پيغمرانو د دعوت په لاره کې بیلابیلې سختۍ او تکلیفونه رسيدلي دي، او هغوې د صبر په مټ باندي د الله پاک د دين په خاطر دا ټول تکليفونه برداشت او ګاللې دي، د الله پاک وينا ده: (فَاصْبِرْ كَمَا صَبَرَ أُولُو الْعَزْمِ مِنَ الرُّسُل) (الأحقاف: 35). نو (اى نبي!) ته صبر كوه، لكه چې د عزیمت والا رسولانو صبر كړى دى.

د الله پاک په پيغمبرانو باندي د ایمان لرلو فائدې او ګټې:

١
بنده ته د الله پاک مهرباني په خپلو بندګانو باندي معلوميدل، هغه دا چې بندګانو ته يې خپل پيغمبران را ليګلي دي تر څو ورته د الله پاک پيغامونه ورسوي او د هدایت په سمه لار يې روان کړي او د الله پاک دبندګي او د هغې طريقې ورته بیان کړي، ځکه چې يواځې بشري عقل ددې ادراک نشي کولی، الله پاک د خپل نبي محمد ـ صلی الله علیه وسلم ـ په هکله فرمايلي دي: (وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِين) (الأنبياء : 107). او مونږ ته نه يې لېږلې مګر د عالمونو لپاره رحمت.
٢
د الله پاک په دې لوې نعت او پيرزوينې د هغه شکر ادا کول.
٣
د الله پاک د پيغمبرانو سره مينه او محبت کول او د هغوې تعظیم او مناسب احترام کول، ځکه چې پيغمبرانو د الله پاک د بندګې پيغامونه د هغه بندګانو ته په خير خواهۍ رسولې دي.
٤
د هغه پیغام پيروي او په هغې عمل کول کوم چې پيغبمرانو د الله پاک د خوانه بندګانو ته راوړی دی هغه پيغام يواځې په اخلاص د الله پاک بنده کول دي، نو په دې پیغام سره به مؤمنان د دنيا او اخرت خیرونه، هدایت او نیک بختي تر لاسه کړي.

د الله پاک وينا ده: (فَمَنِ اتَّبَعَ هُدَايَ فَلَا يَضِلُّ وَلَا يَشْقَى• وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنْكًا) (طه:123- 124). نو چا چې زما د هدایت پیروي وكړه، نو دى به نه ګمراه كېږي او نه به بدبخته كېږي. او هغه څوك چې زما له ذكر (قرآن) نه مخ وګرځوي، نو بېشكه د ده لپاره ډېر تنګ ګذران (او ژوند) دى.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه