لمونځ دا مهال برخه
درس د لمانځه شرطونه او د هغې شرعي حکم
د لمانځه شرطونه
د بي اودسۍ او ګندګۍ نه پاکوالی د لمانځه لپاره شرط دی، انس بن مالک رضي الله عنه وايې: ما د پيغمبر صلی الله علیه وسلم نه اسي اوریدلي دي: الله پاک د پاکوالي نه غیر لمونځ نه قبلوي. حديث صحيح رواه ابن ماجة.
د لمانځه د صحت لپاره د عورت پټول شرط دي عورت به په داسي جامه پټوي چې د بدن اندامونه په هغې کې ښکاره يا معلوم نشي.
د نامه نه تر زنګون پوري
د ښځې ټول بدن عوت دی مګر مخ او ورغوې يې عورت نه دي، عائشه رضي الله عنها وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: الله پاک د بالغې ښځې لمونځ نه قبلوي مګر په پړوني کې. رواه أبو داود والترمذي وحسنه.
د الله پاک وينا ده: (وَمِنْ حَيْثُ خَرَجْتَ فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ) (البقرة: 149). او له كوم ځاى نه چې ته وځې، نو خپل مخ د مسجد حرام په طرف وګرځوه. (البقرة: 149).
د مسلمانانو قبله کعبه ده هغه چې د پيغمبرانو پلار ابراهیم علیه السلام جوړه کړې وه او ټولو پيغمبرانو د همدغې کعبې حج کړی دی، او مونږ په دې ښه پوهه يو چې کعبه د کټو ديوالونه دي نه چاته څه ضرر ورکولی شي او نه څه فاېده ورکولی شي، خو الله پاک مونږ مسلمانانو ته حکم کړی دی تر څو د لمانځه په وخت ټول مسلمانان د کعبې په لور مخ وګرځوي او دا د الله پاک بندګي ده.
قبلې لور ته د مخ ګرځولو طریقه
په دې صورت کې قبلې لور ته د مخامخ ودريدلو وجوب هغه ته بښل کيږي همدغه حکم د نورو واجباتو هم دی. د الله پاک وينا ده: (فَاتَّقُوا اللهَ مَا اسْتَطَعْتُمْ) (التغابن: 16). نو تاسو له الله نه ووېرېږئ څومره چې تاسو كولى شئ.
د لمانځه د وخت دخليدل د لمونځ د صحت لپاره شرط دی، لمونځ د خپل ټاکلي وخت نه مخکي ادا کول نه صحیح کيږي او نه قبليږي او همدغه شان لمونځ د خپل وخت نه روسته کول هم حرام دي او هيڅ جواز نلري، د الله پاک وينا ده: (إِنَّ الصَّلَاةَ كَانَتْ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ كِتَابًا مَوْقُوتًا) (النساء: 103). بېشكه لمونځ له شروع نه په مومنانو باندې په (معلومو) وختونو كې فرض كړى شوى دى.
غوره داده چې لمونځ په لمړی وخت کې ادا کړي شي. ام فروه رضي الله عنها وايې: د نبي کريم صلی الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چې په عملونو کې غوره عمل کوم يو دی؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وويل لمونځ په وخپل لمړي وخت کې ادا کول. سنن أبي داود.
لمونځ په خپل وخت کې ادا کول واجب دي او د هغې نه روسته کول يې حرام دي او هيڅ جواز نلري مګر يو څو وختونو کې يې د خپل وخت نه د روسته کولو رخصت او دوه لمونځونه يو ځاې جمع کول جواز لري.
هر کله چې ورته لمونځ رایاد شي نو په بیړه باندي به لمونځ ادا کړي، انس بن مالک رضي الله عنه وايې: نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: د چا نه چې لمونځ هير شي یا په خوب ويده پاتي شي نو کفاره ددغه لمونځ داده چې کله ورته ياد شي او ادا يې کړي. رواه مسلم.
د لمونځ وجوب:
بلوغ ته د رسيدلو نښي نښاني:
پنځه فرضي لمونځونه او د هغې وختونه:
د سهار لمونځ: دوه رکعته دی، وخت يې د سبا صادق نه کومه چې د اسمان په مشرقي طرف کې رڼا را وخيژي تر نمر راختلو پوري.
دا څلور رکعته دي: او وخت د ادا کولو یې هغه وخت شروع کيږي چې کله نمر د نیمايې اسمان نه د مغرب په طرف ملاون وکړي، تر هغه وخت چې کله د هر شي سوری د هغه شي سره يو شان او برابر شي.
څلور رکعته دي: د ادا کولو وخت يې هغه وخت شروع کيږي چې کله د ماسپښين د لمونځ وخت پاې ته ورسيږي تر هغه وخت پورې چې د هر شي سوري د هغې دوه برابر شي تر نمر ډوبيدو پورې. مګر مسلمان به په بيړه سره د مازديګر لمونځ ادا کوي مخکي ددينه چې د نمر وړانګي کمزوري شي او رنګ د نمر زيړ شي.
دا درې رکعته دي وخت د ادا کولو يې شروع کيږي: چې کله نمر د اسمان په مغرب کې ډوب شي او د نمر ټکلی پټ شي تر هغه وخت پورې چې په مغرب کې سرخي پټه شيي هغه سرخي چې د نمر د ډبيدلو نه بعد د اسمان په مغربي کناره کي ښکاره کيږي.
څلور رکعته دي: د ادا کولو وخت يې شروع کيږي د هغه وخت نه چې سرخي د اسمان په مغربي کناره کې ډوب شي تر نیمايې د شپي پورې مګر د ضرورت په وجه يې سهار پورې ادا کولی شي.