زده کړه جاري وساته

د داخلیدلو ثبت نام دې و نه کړ
په دې علمې ميز کې همدا اوس داخله وکړه خپل پرمختګ وڅاره سیاليو کې شريک شه خپل ميډالونه راجمع کړه او په هغه موضوعاتو کې چې تا تکميل کړي دي الکتروني سند واخله

حج دا مهال برخه

درس د حج معنی او فضایل

حج د الله عبادت دی مطلب په یو مخصوص وخت کې د مکې طرفته د سفر اراده چې هلته د حج مناسک ادا کړی شي،او دا د اسلام د ارکانو څخه پینځم رکن دی،پدې درس کې به ته د حج معنی او فضایل وپیژنې.

د حج معنی او تعریف،د حج د وجوب شرایطد حج فضایل دا ددرس اهداف دي.

د حج تعریف

په مخصوص وخت کې د بیت الله طرفته د حج د کارونو د ادا کولو لپاره سفر کول،او حج د اقوالو او کارونو څخه عبارت دی،چې د نبي صلی الله علیه وسلم څخه ثابت دي،لکه احرام طواف،وه چکره،او د صفا او مروه مابین کې وه مرتبه منډه وهل،په عرفات کې ودریدل،په منی کې شیطانان ویشتل،او پدې کې د خلکو لپاره ډیر فواید دي،لکه د الله د توحید اظهار،حاجیانو ته الله بخشش کوي،او مسلمانان پخپل مابین کې د یو بل سره تعارف کوي،د دین احکام ازده کوي،وغیره.

د حج حکم

حج د اسلام د ارکانو څخه پینځم رکن دی،او په هر مسلمان سړي او ښځې باندې په عمر کې یو ځل واجب دی چې قدرت ولري،الله فرمايي:او الله په هغه چا باندې حج فرض کړی چې وس ولري،او څوک چې د الله د احکامو څخه انکار وکړي،نو الله خو چاته ضرورت نلري.

د ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی:رسول الله مونږ ته بیان وکړ،او ویې فرمایل:ای خلکو الله پتاسو باندې حج فرض کړی،نو حج وکړئ،نو یو سړي وویل:ایا هر کال به حج کوو؟هغه چپ شو،تر دې چې سړي درې مرتبه سوال وکړ،نو رسول الله وفرمایل:که زه ووایم چې هر کال فرض دی،نو بیا به همداسي وي،

کله چې یو مسلمان په حج کولو قادر شي،نو باید جلدي وکړي،چې حج ادا کړي.

د حج وخت

د حج وختونه،د وخت او ځای په لحاظ سره

د زمانې په اعتبار سره د حج اوقات

د حج لپاره یو څو مخصوصې میاشتې دي،ددې نه علاوه په بله میاشت کې د حج نیت کول صحیح ندي،او دا شوال،ذو القعده،ذو الحجه دي،او د حج کارونه د اتم تاریخ د ذوالحجې نه د دریارلسم تاریخ پورې جاري وي،چې دا په هجري کال کې دولسمه میاشت ده.

د ځای په اعتبار سره د حج اوقات

ددې نه مراد هغه ځایونه دي چې حاجي یا عمره کوونکي لپاره جایز نده چې د احرام نه بغیر ددې نه تیر شي،نو د مدینې د خلکو میقات ذوالحلیفه ده،د شام د خلکو میقات الجحفه ده،د نجد د خلکو میقات قرن المنازل دی،د یمن د خلکو میقات یلملم دی،د عراق د خلکو میقات ذات عرق دی،او دا مواقیت ددوۍ نه علاوه د نورو خلکو لپاره هم دي،چې پدې لارو باندې راځي،چې د حج اراده لري،او د جدید نقشې او تجربه کار خلکو په وساطت دا اماکن مونږ پیژندلی شو

د حج د وجوب شرایط

١
اسلام
٢
عقل
٣
بلوغ
٤
ازادي
٥
قدرت
٦
د ښځې سره د محرم وجود

اولنی شرط:اسلام

په مسلمان باندې حج فرض دی،او په کافر فرض ندی،نه ترې صحیح کیږي،ځکه اسلام د ټولو عباداتو د صحت لپاره شرط دی

دویم شرط:عقل دی

حج په مجنون باندې فرض ندی،او نه ترې صحیح کیږي،ځکه عقل عبادت د صحت او وجوب لپاره شرط دی،ځکه د علي رضي الله عنه په حدیث کې راځي،ددرې کسانو څخه قلم اوچت دی،ویده تر څو چې راویخ شوی ندی،او ماشوم تر څو چې بالغ ندی،او لیونی چې عقل پکښ ندی راغلی

دریم شرط:بالغ کیدل

په ماشوم باندې حج ندی فرض،ځکه د علي رضي الله عنه په حدیث کې راځي چې رسول الله فرمايي: په درې کسانو ګناه نشته،ویده تر څو چې راویخ شي،او ماشوم ...

که ماشوم حج وکړي نو صحیح دی،لیکن دده له طرفه کفایت نکوي،یعني د بلوغ نه پس به دوباره حج کوي،ځکه د الله رسول فرمايي:کله چې ماشوم حج وکړي،نو صحیح دی،خو د بلوغ نه پس پرې بیا حج فرض دی.

څلورم شرط:ازادي.

په غلام باندې حج ندی فرض،ځکه دا د مالک په خدمت کې مصروف دی،او که د مالک د اجازت نه پس حج وکړي،نو صحیح دیو لیکن دا د اسلام دحج په ځاي کفایت نکوي،یعني د ازادۍ نه پس به بیا حج پرې فرض وي،د الله رسول فرمايي:کله چې غلام حج وکړي،او بیا ازاد کړی شي،نو بل حج پرې واجب دی.

پینځم شرط:قدرت لرل.

په قدرت لرونکي باندې حج فرض دی،هغه څوک چې د بدن لحاظ سره صحیح دی،د سفر قدرت لري،او د لارې خرچه ورسره شته،او د ښځې لپاره شرط دی چې محرم به ورسره موجود ودي ،ځکه د محرم نه بغیر سفر کول جایز ندی.

الله فرمايي:په خلکو باندې د الله له طرفه حج فرض دی،څوک چې استطاعت ولري.

څوک چې مالي قدرت لري،خو بیمار دی،چې د شفا امید یې نشته،نو پده باندې فرض ده چې د ځان له طرفه بل څوک نایب کړي،چې دده په ځای حج وکړي،د فضل بن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړي د رسول الله څخه پوښتنه وکړه چې زما په پلار باندې حج فرض شوی،او هغه بوډا دی چې په سورلۍ باندې نشي کیناستی،نو ایا زه د هغه په ځای حج کولی شم؟هغه وفرمایل: که په هغه باندې قرض وی،نو تا به خلاصولی؟نو ایا کافی به وی،هغه وویل:هو،نو رسول الله وفرمایل:د خپل پلار له طرفه حج کولی شې.

د حج د قدرت حالات

١
پخپل د حج کولو طاقت لري،مطلب په اسانۍ سره بیت الله ته شي تلی،او مال هم لري،نو پداسې کس باندې حج فرض دی،چې پخپله یې ادا کړي.
٢
چې د مرض یا بوډاوالي د وجې حج نشي کولی،او بل څوک موجود وي،چې دده له طرفه حج وکړي،نو باید مال صرف کړي،او بل کس به دده له طرفه حج کوي.
٣
نه پخپله حج کولی شي،او نه بل څوک لیږلی شي،نو پداسې کس باندې حج فرض ندی،ځکه دا قدرت نلري،مثلا یو کس سره مال نشته د خپل اهل د خرچې نه زاید،البته کله چې قدرت پیدا کړي،حج پرې فرض دی.

شپږم شرط:د ښځې سره د محرم وجود

د ښځې لپاره شرط دادی چې محرم به ورسره موجود وي،نو په هغې باندې حج ندی فرض تر څو چې ملګری پیدا نکړي،او د محرم نه مراد خاوند دی،یا هغه څوک چې نکاح یې ورسره جایز نده،لکه پلار،نیکه،ځوي،وراره،وروڼه،د ورور ځامن،تره،ماما.

که ښځه د محرم پرته حج وکړي،په محفوظ طریقې سره نو حج يې صحیح دی،خو ګناه ګاره ده.

د حج فضایل:

د حج متعلق ډیر فضایل په احادیثو کې راغلي دي:مثلا

۱:ځکه چې حج په ټولو اعمالو کې بهترین عمل ده.

کله چې د نبي صلی الله علیه وسلم نه پوښتنه وشوه:په ټولو اعمالو کې بهترین عمل کوی یو دی،هغه وفرمایل:په الله او رسول باندې ایمان،بیا یې پوښتنه وکړه:ددې نه وروسته کوم عمل،هغه وفرمایلکد الله په لاره کې جهاد،بیا کوم عمل؟هغه وفرمایل:حج مبرور

دا د بخشش ستر موسم دی.

د الله پیغمبر فرمايي:څوک چې د الله لپاره حج وکړي،او جماع او د فسق کار ونکړي،نو د حج څخه به داسې راواپس شي لکه مور چې زیږولی وي،یعني د ګناهونو څخه پاک.

دریم:ځکه حج د اور څخه د بچ کیدو خه موقعه ده.

د الله رسول صلی الله علیه وسلم فرمايي:د عرفې پشان ورځ نشته،ځکه پدې کې الله د اور څخه ډیر بنده ګانو خلاصوي.

د حج بدله جنت دی

د الله رسول فرمايي:د حج مبرور بدله یقینا جنت دی،او دا فضایل د هغه کس باره کې دي چې نیت يې د الله رضا وي،او باطن يې پاک،د رسول الله د طریقې مطابق حج وکړي.

بیشکه په کاميابۍ سره تا درس پوره کړ


امتحان شروع کړه