لمونځ دا مهال برخه
درس د لمانځه معنا او فضلیت
په اصل کې د ( صلاة ) معنا:
په معنا د دعا او رابللو سره دا ځکه چې دا د بنده پيوستون او تړاو دی د خپل پروردګار او خالق سره او په دې کې د عبادت او بندګۍ ډيرې لوړې مرتبي او معناګاني ځاې پر ځاې شوي دي، په دعا سره بنده خپل رب ته زاري کوي او د هغه نه مدد غواړي د هغه سره مناجات او د هغه ذکر کوي، په دې سره د بنده نفس پاک شي، دنیا او دنیاوي ژوند په خپل شکل او اصلي حقیقت کې وپيژني د الله پاک عظمت او لوې او د هغه رحمت راياد کړي، همدا لمونځ دی چې بنده سمې لارې د دين او استقامت ته رابلي تر څو د الله پاک په دين باندي ثابت قدمه پاتي شي د هر ډول ظلم زیاتي او بي حیايې او نورو ګناهونو نه خپل ځان وساتي. د الله پاک وينا ده: (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَر) (العنكبوت: 45). بیشکه لمونځ د بي حیايې او نارواه کارونو نه منع کوي.
لمونځ په بدني عبادتونو کې لوې او د لوړ شان والا عبادت دی، لمونځ داسي عبادت دی چې د بنده زړه، عقل، او ژبه ټول اندامونه په کې شريک وي، د لمانځه اهميت په يو څو راتلونکي حالاتو کې بیانيږي:
د لونځ غوره والی:
۱. لمونځ د اسلام په ارکانو کې دویم بنیادي رکن دی، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: بني الإسلام على خمس: شهادة أن لا إله إلا الله وأن محمداً رسول الله، وإقام الصلاة..." (البخاري 8، مسلم 16)، د اسلام پنځه بنیادونه دي، د توحيد او رسالت اقرار کول، او د لمانځه پابندي کول، ...... (البخاري 8، مسلم 16)، رکن هغه بنیاد ته وايې: چې نوره ابادي په هغه باندي قايميږي.
۲. لمونځ د مسلمانانو او کافرانو تر مینځ بیلونکی او فرق کونکی دی، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: د بنده او کفر او شرک په مینځ کې فرق کونکی لمونځ دی. (مسلم 82). همدغه شان نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: زمونږ او د دوې په مینځ کې د فرق عهده هغه لمونځ کول دي هر څوک چې لمونځ پريږدي پس بیشکه کافر کيږي. (الترمذي 2621، النسائي 463).
۳. الله پاک د لمانځه په هکله په هرحالت کې د ادا کولو حکم کړی دی که سفر وي که حضر وي، د صلحې حالت وي او که دجنګ حالت وي، د روغتیا حالت وي او که د مرض حالت وي، د خپل توان او طاقت برابر به لمونځ ادا کوي. د الله پاک وينا ده: (حَافِظُوا عَلَى الصَّلَوَات) (البقرة: 238)، د لمونځونو پابندي وکړي. الله پاک د مؤمنانو په صفت کې ويلي دي: (وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ) (المؤمنون: 9). مؤمنان هغه کسان دي چې د لمونځونو پابندي کونکي دي.
د لمونځ غوره والی:
په قرآن او سنت کې د لمانځه ډير فضیلت او غوره والی راغلی دی چې ځېنې د هغې دادي:
۱. لمونځ ګناهونه رژوي، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: پنځه لمونځونه او جمعه د بلې جمعې پورې د هغه ګناهونو رژونکي کوم چې ددي په مینځ کې شوي وي خو چې لوې ګناهونه يې نه وي کړي. (مسلم 233، الترمذي 214).
۲. لمونځ هغه رڼا ده چې د مسلمان ژوند رڼا کوي او د خير په لورې ورته لارښونه کوي او د شر نه يې منع کوي، د الله پاک وينا ده: (إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَر) (العنكبوت: 45)، بیشکه لمونځ د بي حيايې او نورو ګناهونه منع کوي. د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: لمونځ رڼا ده. (مسلم 223).
د لمانځه په هکله به د قیامت په ورځ لمړی حساب کتاب کيږي:
د لمانځه په هکله به د قیامت په ورځ لمړی حساب کتاب کيږي: که لمونځ په حساب کې روغ ، صحیح او قبول شو، نو ټلو عملونه قبلیږي، او که لمونځ قبول نشو، نو بیا نور ټول عملونه رد کيږي او قبليږي نه، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وينا ده: د بنده سره به د قیامت په ورځ لړی حساب کتاب د لمانځه په اړه کيږي که لمونځ يې صحیح او قبول شو، نو ټلو عملونه يې قبلیږي او که لمونځ يې قبول نشو نور ټول عملونه يې رد کيږي او قبليږي نه. المعجم الأوسط للطبراني 1859).
لمونځ د مؤمن لپاره ډیر خوندور وخت وي کله چې په لمانځه کې مؤمن بنده د خپل رب سره مناجات او خبرې کوي، په زړه کې د راحت او خوشحالۍ او ډير د ميني احساس کوي.
د لمانځه په وخت په نبي کريم صلی الله علیه وسلم ډير د خوند احساس کولو. نبي کريم صلی الله علیه وسلم ويلې دي: زما د سترګو یخ والی په لمانځه کې ايښودل شوی دی. (النسائي 3940).
نبي کريم صلی الله علیه وسلم به خپل مؤذن بلال ته ویل: په لمانځه راحت راکړه ای بلال. (أبو داود 4985).
کله چې به نبي کريم صلی الله علیه وسلم د يو ار په هکله فکرمند شو نو لمانځه ته به يې پناه يوړه. (أبو داود: 1319).